یوه جرمني عالم د زړه د حملې او سکتې څخه د مخنيوي لپاره ۳ تګلارې وړاندې کړې

لیکنه: عایشه حیدري ، کابل

د جرمني پوهانو د مغزي سکتې، شکر او نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره درې نوې تګلارې اعلان کړې.

د راپورونو پر بنسټ، الماني پوه ګرینيمایر د مغزي سکتې، شکر او نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره چې کېدای شي د وينې د رګونو د بندیدلو له امله رامنځته شي، درې نوې تګلارې اعلان کړې.

ګرینيمایر، د فوکس سره په خبرو اترو کې وويل:

شریانونه هغه مهال بندېږي چې د وینې کوچنۍ ټوټې په التهابي جوړښتونو نښلېږي او پر سر یې غوړ را ټولېږي.

دغه پوه زیاته کړه چې دغه تګلاره د شریانونو د کلکېدو لامل کېږي چې کېدای شي په راتلونکي کې د زړه د حملې او یا سکتې لامل شي.

هغه وړاندې ویلي چې د شریانونو د کلکېدو څخه د مخنیوي يواځينۍ لار سپورټ کول دي. هغه وويل چې هر انسان باید د ورځې په اوږدو کې یوه ګړۍ سپورټ وکړي.

هغه زیاته کړه چې په دويم پړاو کې باید هر انسان د خوړو یو مناسب رژیم ولري.

دغه جرمني پوه وويل چې د شرابو او خوږو خوړل ډېر کم کړئ او پر ځای یې له سبزيو او له هغو خوړو چې لږ غوړ ولري ګټه واخلئ.

هغه همدارنګه زیاته کړه چې د زړه د سکتې او حملې د مخنیوي لپاره درېیمه تګلاره له ژور خپګان او سټرېس، ډار او اندېښنې څخه مخنیوی دی.

Exit mobile version