یوسف(ع) لمړی ډز

 

لیکوال : أ- علی خان صافي.

لمړی ډز           

یوسف(ع)

   دیوسف(ع) کیسه خو ډیره اوږده ده،په ځینو اړخو کي یي دعالمانو وتفسیرلیکونکو ترمنځ ځني کړکیچونه واختلافات هم وجود لري، خو زه به زیار وباسم چي ډیر لنډیږ پکښي راولم ،اوډیراختلافونه پریږدم، ترڅوچي دامکان په لرلوکي وکولي شم چي  دکیسي جوهرلوستونکوته وړاندي کړم، هغه دا چي :

1 / لنډه پیږندنه:

     یوسف(ع) د یعقوب داسحاق د ابراهیم – په ټولو باندي سلام – زوی ده ،چي په دي ډول سره دې د پیغمبرانو له کورني څخه ګڼل کیږي، او ټول نیکونه یي دتبلیغ خاوندان تیر شوي دي،چي دیوه الله(ج) عبادت او نیکوکارو کولو ته به یي راغوښتل کول اودبوتانو له لمانځني او بدوکاروله کولوڅخه به یي دخلکو مني کول کول.

   دې ده پلاریعقوب(ع)ته پاک الله(ع)دولس-12 زامن ورکړی وه،                    چـي  شـپږ یي : روپیل ،  شمعون ، لاوی ، یهوذا ، ایساخر ، وزابلون ،   دیعقوب(ع) لـه یوې ښـځـي څخه وه.، چي- لیا – نومیده.

   اودوه زامن یي : یوسف (ع) ، و بینیامین ، دې ده له بلي ښځي څخه وه ، چي – راحیل – نومیده.

   او دوه نوریي :  دان ، ونفتالي ، د ـ راحیل ـ له مینزي یا خد متکوني څخه وه .کومه چي راحیل خپل میړه یعقوب(ع) ته ورډالۍ کړي وه.

   اودوه نور یي:  جاد ، واشیر ، د – لیا ـ  له مینزي یا خد متګاري څخه وه ، کومه چي لیا هم خپل میړه ته ور ډالۍ کړي وه.

   دوی ټولو دکنعان په ځمکه کي چي شام یا فلسطین هم ورته ویل کیږي ږوندون کاوه،  او ډیر وختونه به له لوږي او خواري سره لاس په ګریوان وه ، چي تل به – مصر– ته تلل خپل خوراکي او ضروري شیان به یي ورڅخه اخستل او مرستي وکومکونه به یي ورڅخه غوښتل .

    

2 / په قرآن کریم کي کیسې حقیقت دي:

   داچي زموږ لمړنیو پخوا نیو مسلمانانو به درسول الله(ص) په وخت کي هم کیسي ډیري خوښولي، نوله رسول(ص) څخه به یي غوښتل چي ښکلي کیسی ورته وکړي، او هغه به له عبرت څخه ډکي کیسي ورته کولي، او هغوي به ورڅخه ډیر خوند اخست، او په ډیره مینه به یي اوریدلې ،داځکه چي درسول(ص) کیسي دعادي خلکو غوندي کیسي نه دي چي دخیال له انځورونوڅخه راوتلي وي،کومي چي مبا لغي پکښي ډیري او حقیقت پکښي لږ او له واقعیت څخه لري وي.

    کومي کیسي چي په قرآن کریم کي درسول(ص) په ژبه باندی شوی دي،هغه ټولي حقیقت دي ځکه پاک الله (ج)خپل پیغمبرته دجبریل(ع ) په واسطه باندي رالیږلي دي، چي له ډیرو ښواو ښوترینو کیسو څخه ګڼل کیږي، ترڅو چي دهغه ملګري پری وپوهیږي او عبرت ورڅخه واخلي ،که څه هم مخکي په ناپوهیو کي روان وه.( إِنَّا أَنْزَلْنَاهُ قُرْآَنًا عَرَبِيًّا لَعَلَّكُمْ تَعْقِلُونَ (2) نَحْنُ نَقُصُّ عَلَيْكَ أَحْسَنَ الْقَصَصِ بِمَا أَوْحَيْنَا إِلَيْكَ هَذَا الْقُرْآَنَ وَإِنْ كُنْتَ مِنْ قَبْلِهِ لَمِنَ الْغَافِلِينَ (3))یوسف

 3 / دیوسف(ع)کیسه په قرآن کریم کي ترنوروپیغمبرانوبیله ده: 

    لکه څنګه چي دقرآن کریم کیسي دخلکو له کیسو نه پوره بیلوالي او فرق لري همدارنګه دیوسف(ع)کیسه هم په قرآن کریم کي دنورو پیغمبرانو ترکیسو نه فرق لري، هغه داچي دنوروپیغمبرانوکیسي په قرآن کریم کي په مختلفو سورتونوکي او لنډو او اوږدوآیتونوکي لیدل کیږي، مګر دیوسف(ع) کیسه په یوه سوره کي په پوره وکامل ډول سره راغلي ده چي د – سوره یوسف- نوم ورته ورکول شوي.

    په دې کې شک نشته چي یوسف(ع) په خپل پلار باندي تر نورو وروڼو ډیر ګران ونازولي وه، چي دا شي به دنورو وروڼو دخوابدي سبب ګرځیده، او یوسف (ع) ته به یي ورځ په ورځ په زړونوکي کینه وبد ایسیدل را ډیریدل .

    برسیره پردي، یوسف(ع) لاځواني ته نه وه رسیدلي ،خوب یي ولید چي یولس- 11- ستوري او لمرو سپوږمي هغه ته ټنډی په ځمکه لګو ي ، او سجدي روته کوي. 

   دقرآن کریم مفسرون وایي چي یولس ستورو نه مقصد دهغه وروڼه او له لمر وسپوږمي څخه موخه دهغه پلار ومور دي.

    یوسف(ع)سره له دینه چي دالهام وپاکي خاوند وُه ، خو بیاهم ده داخپل خوب خپل پلار ته بیان کړ،او ورته ویي ویل چي اِي زما پلاره ، ما خوب ولید چي یولس ستوري او لمر وسپوږمي ټول ماته سجدې کونکي وي، لکه څنګه چي پاک الله(ج) وایي🙁 إِذْ قَالَ يُوسُفُ لِأَبِيهِ يَا أَبَتِ إِنِّي رَأَيْتُ أَحَدَ عَشَرَ كَوْكَبًا وَالشَّمْسَ وَالْقَمَرَ رَأَيْتُهُمْ لِي سَاجِدِينَ (4).یوسف

      پلار یي ورته وویل چي اِي بچیه داخوب دخپلو وروڼوته مه وایه،او له ځان سره یي پټ وساته،او که نه هغوي به بیا تالره دامونه ږدي ،او چل به درته جوړوي، او تابه پکښي رابند وي، داځکه چي هغوی به تا ترخپلو ځانو څخه لوړاوپورته وګڼي بل داچي شیطان دانسان ډیر سخت دښمن ده هغوي ته به په زړونوکي ستا بدبیني ورواچوي (قَالَ يَا بُنَيَّ لَا تَقْصُصْ رُؤْيَاكَ عَلَى إِخْوَتِكَ فَيَكِيدُوا لَكَ كَيْدًا إِنَّ الشَّيْطَانَ لِلْإِنْسَانِ عَدُوٌّ مُبِينٌ (5) یوسف

   سره له دې چي یعقوب(ع) ته دیوسف(ع) په ږوندکي دخطر سودا را پیداشوه، چي یوسف(ع) به  له کوم خطر سره مخامخ شي،نوځکه یي  هغه پاک الله(ج) ته ور وسپاره، او ورته ویي ویل چي پاک الله(ج) به دي ساتي، او دخبرو په اړولو او رااړولو- تأ ویل- کي به پوه او علم درکوي،او خپل خیر ونعمت به تالره درکوي، لکه څنګه یي چي  مخکي دیعقوب ګورني او ستانیکونوابراهیم واسحاق ته ورکړی وُه، ستا رب په هرڅه باندي پوه او حکم لرونکي ده. (وَكَذَلِكَ يَجْتَبِيكَ رَبُّكَ وَيُعَلِّمُكَ مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ وَيُتِمُّ نِعْمَتَهُ عَلَيْكَ وَعَلَى آَلِ يَعْقُوبَ كَمَا أَتَمَّهَا عَلَى أَبَوَيْكَ مِنْ قَبْلُ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْحَاقَ إِنَّ رَبَّكَ عَلِيمٌ حَكِيمٌ (6)یوسف.   

4 /  دیوسف(ع) په کیسه کي عبرتونه :

    دیوسف (ع) په کیسه کي ډیر لوي لوي عبرتونه دعاقلانو له لپاره پراته دي، چي یو له هغونه دانسان بي رحمي ده ، هغه داچي کله د یوسف (ع) وروڼودافیصله وکړله چي یوسف (ع) مړکړي ، نویوله هغو څخه چي – یهوذا – نومیده په دکار باندي موافق نه شو، او هغوي ته یي وویل که چیري تاسو یوسف(ع) وژني نو بیا زه له تاسو سره په دسفرکي دبیدیا لورته به وتل وُنکړم، هغوي وو بیریدل که چیري  – یهوذا – له دوی سره لاړنشي او په کور کي پاتي شي ، امکان لري چي پلاریي د دوی په پلان وبند وبست  باندی خبر شي ،چي دوي دیوسف(ع) دمرګ ټړون کړي دی،نوهغه وه چي یهوذا ته یي وویل چی ته باید هرو مرو له موږ سره لاړشي، هغه ورته وویل چي تاسو ماته دا ژمنه عهد راکړي چي تاسو به یوسف(ع) نه وژني، هغوي وُمنله او دوتلو بند وبست یي جوړ کړو، دوی خپل پلارته راغلل چي اجازت ورڅخه وغواړي او یوسُف (ع) له ځانونو سره واخلي، خو پلاريي  زړه ونازړه وُه ،او د ډاده ګي احساس یي نه کاوه ، هغوي ورته وویل چي اِي پلاره ته ولي په موږ باندي اعتبار نه لري، کوم شي که په هغه کي خطر وي موږ به هغه یوسف(ع) ته وربیان کوواو هغه به ورڅخه لري کوو، پریده چي سبا له موږ سره لاړشي او خپلي لوبي وکړي ، موږ به  دهغه ساتندویان یو.

    پلاريي هغوی ته  وویل دهغه تلل له تاسو سره ما خفه کوي، بیریږم چي هغه به شرمش– لیوه- له تاسو څخه وخوري ، او تاسو به له هغه نه ناخبره یاست، هغوی وویل که چیری زموږ په دي ډیروالي کي هغه له موږ څخه لیوه وخوري ، نوموږ به بیا هــرڅه بایللي وي .(  قَالَ قَائِلٌ مِنْهُمْ لَا تَقْتُلُوا يُوسُفَ وَأَلْقُوهُ فِي غَيَابَةِ الْجُبِّ يَلْتَقِطْهُ بَعْضُ السَّيَّارَةِ إِنْ كُنْتُمْ فَاعِلِينَ (10) قَالُوا يَا أَبَانَا مَا لَكَ لَا تَأْمَنَّا عَلَى يُوسُفَ وَإِنَّا لَهُ لَنَاصِحُونَ (11) أَرْسِلْهُ مَعَنَا غَدًا يَرْتَعْ وَيَلْعَبْ وَإِنَّا لَهُ لَحَافِظُونَ (12) قَالَ إِنِّي لَيَحْزُنُنِي أَنْ تَذْهَبُوا بِهِ وَأَخَافُ أَنْ يَأْكُلَهُ الذِّئْبُ وَأَنْتُمْ عَنْهُ غَافِلُونَ (13) قَالُوا لَئِنْ أَكَلَهُ الذِّئْبُ وَنَحْنُ عُصْبَةٌ إِنَّا إِذًا لَخاسرون(14).یوسف                             

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button