یوافغان پښتون دپاکستاني پنجاپي سره

یوافغان پښتون دپاکستاني پنجاپي سره د ډ وډۍ خوړلو په موخه یوه رستوران ته پورته شول اوپه یوه میز یواو بل ته مخامخ کیناستل درستوران ګارسون راغی اوله دوی څخه یې د ډوډې فرمایش وغوښت ؟
پاکستاني دپلوي وریجواودالواوترخه سلاد فرمایش ورکړ.افغان ګارسون ته دکباب شوي چرګ اوګرمې ډوډۍ فرمایش ورکړ شیبه وروسته غوښتل شوي خواړه د دوی مخې ته په میز کیښودل شول اودواړود ډوډۍ په خوړلوپیل وکړ.پاکستانی دوریجو،دالو،چپاتي ډوډۍ په مزه،مزه دمرچکیوسره خوري .افغان په غوړوکې دسره شوې چرګ کباب شوي غوښه خوري اودچرګ دورانو اوسینې هډوکي ترغاښولانې کړي دهډوکوله ماتولوکړس اوپه مزه کې خرپ جګ کړي پاکستاني په داسې حال کې چې له دالوډکو وریجو شخوند وهي له افغانه وپوښتل تاسوچې دومره په مزه،مزه هډوکي خوری نو سپو ته څه شی وراچوی
افغان پښتون په ځواب کې ورته وویل هډوکي دزمروخوراک دی موږ سپیوته زیړدال اوګرم چپاتي ورکوواوسپي موپه دالواوچپاتیوخوراک عادت دي.
پاکستاني دشرم ټوخی وکړاورنګ یې لکه زیړدال واوښت.
ب.اکبري

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button