یوازېتوب د وینې فشار لوړوي

ژباړن : عطا محمد میاخېل

نویو څېړنو ښودلې، چې یوازېتوب کولای شي، په هغو کسانو کې د وینې فشار لوړ کړي، کوم چې عمر یې له پنځوسو څخه پورته وي . پوهان په دې باوردي، چې یوازېتوب نه یوازې ستاسو د غم او خپګان سبب ګرځي، بلکې ستاسو بدني روغتیا ته هم زیان اړوي .

د ارواپوهانو دې ټکي ته پام شوی، چې د انسان په بدن کې د یوازېتوب او د وینې لوړ فشار ترمنځ مستقیمه اړیکه شتون لري، البته دا اړیکه له نورو فکتورونو سره لکه : سګرټ څښولو، عمر، چاغښت او خپګان سره تړاو نه لري .

ډاکټر لوییس هاوکلي د ارواپوهنې او زړښت په خپرونه کې په دې اړه وویل : یوازېتوب کولای شي، د انسان روغتیا ته ډېر خطر ولري . ډاکټر هاوکلي د شیکاګو پوهنتون ارواپوه دی او د انسان په روغتیا او د هغه د ژوند په څرنګوالي باندې د یوازېتوب د اغېزو په اړه یې ډېرې څېړنې ترسره کړې دي .

د نوموړي په باور که څه هم د وینې لوړ فشار ډېرې کمې نښې نښاني لري، خو د یوه پټ ګواښ په توګه ترې یادونه کېږي، چې کولای شي په بېلابېلو بڼو د انسان په روغتیا باندې منفي اغېزې ولري .

د وینې لوړ فشار کولای شي، د زړه حملې او سکتې خطر زیات کړي او د بډوډو په فعالیت باندې هم منفي اغېزه ولري . د دې موضوع د ارزولو له پاره، دې ډلې په ۲۲۹ کسانو چې عمرونه یې د ۵۰ او ۶۸ کلونو ترمنځ وو خپلې څېړنې ترسره کړې، یاد کسان په ناڅاپي ډول له هغې ډلې څخه وټاکل شول، چې د زړښت په اړه یې په یوه اوږد مهاله څېړنه کې برخه اخیستې وه . له دې کسانو څخه پوښتنې وشوې، چې څرګنده کړي، آیا هغوی په خپل ژوند کې د یوازېتوب احساس کوي او که نه ؟

دا څېړنې چې له پنځو کلونو څخه په ډېره موده کې ترسره شوې، ډاکټر هاوکلي یې دې ته متوجه کړ، چې په انسان کې د یوازېتوب احساس او د وینې لوړ فشار ترمنځ ښکاره اړیکه شتون لري، هغه په دې اړه وویل : د یوازېتوب او د وینې لوړ فشار ترمنځ اړیکه، د څېړنو له پیل څخه تر دوو کلونو پورې چندان د پام وړ نه وه، خو د څېړنو له پیل څخه څلور کاله وروسته دې ډېرښت دوام وموند .

دا څېړنې ښیي حتی هغه کسان چې په منځنۍ کچه د یوازېتوب احساس کوي، د وینې لوړ فشار تر اغېزې لاندې راځي . هغه کسان چې د نورو په پرتله ډېر د یوازېتوب احساس کوي، له نورو څخه کابو لس سلنه یې د وینې فشار لوړېږي .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button