یا دانشي ، یا مرګ ناګاهی

سید عبیدالله نادر

هغوي چې وژني تر سره کوی او خپل مخونه یی په تورو ټوټو کې پټ کړی وي ،پوهیږئ چې دا څه معنی لري ،بدون لدې چې مجرم دا احساس وکړي ، چې دي کار سره دی په خپل د دي جرم بد والی ثابتوی ،او دوهم اړخ د مردانګی او انسانی خواصو هیڅ اثر په کې نه لیدل کیږي ،او دا هم ثابتوی چې مجرم په دي پوهیږي ، چې دا عمل زشت عمل دی ،ځکه یی مخ په توروټوټو کې پټ کړی، او بل نهایت زیاد د مجرم ډار او بی غیرتي ښییي ،دا ښکاري چې مجرم د خپلي سیوري څخه هم بیریږي،او مشاورین یي تر دوی هم بد ترویریږي،ځکه د هغوی توصیه یا لار ښودنه ورته شوي وي ، نقاب مخي ته اچول د بزدلانو او بیغیرتو کار دی ،بل د علم او معرفت نشت والی په وضاحت سره ثابتوی ښکاره کوي ، دغسي خلکو نه هيڅ وخت د معرفت بوی نه راځي د داسي خلکو او د دوی د بادارنو په وړاندی ، په ډیره زړورتیا باید مبارزه وشي ، او دوی له مینځه یوړل شي ، ځکه ټول عالم بشریت ته دا طبقه مضره ثابتیږي ،د دي خلکو ته ناآګاه مرګ او په جدی توګه یی له مینځه وړل په کار دي .د حضرت بیدل په وینا دوی هغه آدم رویه دیوان دي ، چې د معرفت ټکی د دوی په زړه کې نشته ، او دي بی حاصلانو د پاره وایي چې خدایه یا پوهه ورکړي او یا ناګاهه مرګ ورکړي .او د حضرت بیدل هغه بیت دا دی : پراست آفاق از غولان آدم رو ،چه ساز است این
به این بی حاصلان ، یا دانشي ، یا مرګ ناګاهی

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button