ګمرک که باج ګیري

ګمرک که باج ګیري

عبدالمنان توحیدیار

طالبان یو شمېر هغو سیمو کې له سوداګرو څخه د ماليې په نوم باجګیري کوي چې له ډيورنډ کرښې څخه تګ راتګ کوي.

د ګمرک په نوم د طالبانو دا پاټکونه، جنوبي او جنوب ختیځ ولایتونو کې دي چې سوداګر یې سخت تنګ کړي دي.

دا له ډيرو کلونو راهیسې دوام لري، چې ځینو سیمو کې سوداګرو لارې بدلې کړي او هڅه کوي چې طالبانو له باجګیري ځانونه خلاص کړي.

د ګمرک پيسې او یا مالیه هغه چاته یا هغو حکومتونو ته ورکول کیږي چې بدل کې ورته خدمات وړاندې کوي.

خو طالبان د دې لپاره هم توجیه پيدا کوي، لویو لارو کې یې پاټکونه جوړ کړي او ګمرک او محصول په نوم باندې له خلکو په زور پيسې اخلي.

افغان حکومت هر ولایت کې حکومتولي لري، خدمات وړاندې کوي او د خدماتو په بدل کې ورڅخه محصول، مالیه او ګمرک اخلي.

تازه راپورنه دي چې د پاکستان د استخباراتو او پوځ په همکارۍ طالبانو ته طرحه ورکول شوې چې ډيورنډ کرښې ته نږدې سیمو کې پاټکونه جوړ کړي او د دوه اړخیزه سوداګرۍ څخه باج ترلاسه کړی.

د کندهار ارغستان او شورابک او د هلمند بهرامچه کې د طالبانو له لوري د ګمرک په نوم نوي پاټکونه جوړ شوي چې له سوداګرو په زور باندې پيسې اخلي او دا پيسې د څو کسانو شخصي جیبونو ته ځي.

د پاکستان پوځ او استخباراتو طالبانو ته ډاډ ورکړی چې د پاټکونو امنیت کې دوی ورسره همکاري کوي او دوی دې یواځې له سوداګرو او بار وړونکو موټرو څخه پيسې ټولې کړي.

طالب په هيڅ کار باندې ایسار نه دی چې دوی ته پکې شخصي پيسې لاس ته ورځي، طالب په کلیو کې د عشر او زکات په نوم هم له خلکو باج ټولوي.

طالب د خلکو لپاره سرطان ګرځیدلی چې نه ترې خلک رغیږي او نه یې درملنه کیږي.

په اکثریت سیمو کې د طالبانو قومندانان او وسله والو د دې لپاره وسله اخیستې چې پيسې پيدا کړي.

نور خو ټولې نړۍ د افغانستان جګړه ناروا یاده کړې او هیڅ توجیه او دلیل نشته چې دې جګړې ته مشروعیت ورکړي

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button