ګلپي مو له کومو وژونکو ناروغیو ژغوري؟

که غواړئ زړه مو روغ حافظه مو چټکه او اضافي وزن څخه ځان لرې وساتئ نو یوازې یوه سبزي له تاسې سره مرسته کولای شي او پردې سربیره له بې شمیره وژونکو ناروغیو څخه مو خوندي ساتي.

له روغتیایي څیړنو او پلټنو څرګندیږي چی ګلپي یو له پیاوړو او بې شمیره روغتیايي ځانګړنو لرونکي خواړه دي.

په ورځ کې یوازې یو وخت ګلپي خوړل د بشپړې ورځې لپاره د بدن اړتیا وړ ويټامین سي %۷۳ بشپړوي دغو خوړو کې غوړ،مالګه او قندي ډبره کمه ده

دلته مو د ګلپي له یو شمیر مهمو روغتیایي ګټو او ځانګړنو سره اشنا کوو.

۱- اعصاب روغ ساتي
ګلپي کې کولین نومي مواد په کافي اندازې سره شته چې د اعصابو روغتیا او ودې لپاره اړین دي په داسې حال کې چې عصبي حجراتو بیرته رغولو کې مهم رول لوبوي، جرنل اف نیوروفزیولوژي روغتیایي مجلې کې خپره شوې څیړنې پر بنسټ کولین نومي مواد د اعصابو پر روغتیا او ودې مثبت اغیز لري همدا راز دغه مواد د اعصابو اوږد مهاله حافظې په غوره کولو کې هم مرسته کوي.

۲- د وینې شریانونو لپاره څومره ګټور دی؟
یوې څیړنې کې ویل شوي چې د ګلپي خوړلو عادت د وینې شریانونه خوندي ساتي د څیړنې پر بنسټ د زړه په شریانونو کې شته پروتين کله چې ځینو ځانګړو برخو کې غیر متحرک کيږي نو د ناروغیو خطر زیاتوي خو ګلپي کې شته سلفورافين نومي مواد دغه پروتين متحرک ساتي او له دې سره د وینې شریانونه خوندي کوي.
څیړونکي وايي چې ددغې څیړنې د پایلو څخه دا څرګندیږي چې سبزیجات انسان د زړه له ناروغیو خوندي ساتي.

۳- اضافي وزن کمول
هارورډ ټي ایچ چن سکول اف پبلک هیلټ یوې څیړنې.ثابته کړې ده چې ګلپي خوړل اضافي وزن کمولو کې مرسته کوي څیړنه کې ویل شوي چې که څه هم د میوې او سبزیجاتو ډیر کارول اضافي وزن کموي خو مڼه او ګلپي دغه پروسه ډیره چټکوي.

۴- الزایمر څخه مو ژغوري
یوې روغتیایي څیړنه کې ویل شوي چې په کافي اندازه ویټامین سي لرونکي خواړه لکه ګلپي د عمر زیاتیدو په پایله کې د اعصابو او حافظې له منځه تلل ناروغیو د ځینو ناروغیو لکه الزایمر یا پارکینین خطر کموي د څېړونکو په اند ویټامین ای لرونکو خوړو استعمال انسان له عصبې ناروغیو ژغوري.

لیکنه: ډاکټره عاقله اسد

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button