ګاندي او غني/ فرهاد زهیر

عوت

مهاتما ګاندي (ګاندهي) په انګلستان کې مدافع وکیل و، کله چې به هم هند د بد حالت سره مخ شو نو دی به سمدستي هند ته لاړ او د ولس د ستونزو په مقابل کې به ودريد څو مبارزه وکړي او ستونزې يې ورحل کړي. ولسمشر اشرف غني هم په امريکا کې ښه، ښايسته او ارامه ژوند درلود. پوهنتون کې استاد و، ټولو ورته ډير احترام درلود مګر د هېواد کړکيچنو حالاتو، د ولس ځور او تنګسو هم مجبوره کړ چې امریکا پريږدي او خپل هېواد ته راشي څو چې څومره يې وس کيږي خدمت وکړي او د دې ملت د درد دوا وګرځي.اشرف غني راغی، راتګ سره سم يې د ملي پيوستون طرحه جوړه او په ټول افغانستان کې يې عملي کړه دا د ملي پيوستون برکت دی چې ډېر سړکونه، ښوونځي، روغتونونه جوړ او په کلیو کې د پاکو اوبو راويستو لپاره کوهیان اوباسلي دی.

ګاندي به په ۲۴ ساعتو کې ۲۰ ساعته کار کاوه تر څو هند په خپلو خپو ودريږي او کله هم نورو ته محتاجه پاتې نه شي که هغه هر ډګر و، سياست و که اقتصاد او که…، زمونږه ولمشر اشرف غني هم ۱۸ ساعته کار کوي، په لاس کې یې همیشه د افغانستان نقشه وي، پلانونه او طرحي ورته جوړوي، تل په دې هڅه کې وي چې چې د ارګ او د جومات د منبر ترمنځ فاصله ختمه کړي، اقتصاد یوه لاس ته راوړنه خو تاسو ټولو ته مالومه ده چې په شپږو میاشتو کې زموږ ملي خزانې ته ۳۰ ٪ چې په حساب ۴۶ ملیارده افغانی اضافه شوې. د ايران د کلتوريز يرغل په خاطر يې يو کار دا و چې خپل وزیر يې جهاني صیب وټاکه. هغه د ټول افغانستان او په خاصه توګه افغاني کلتور د ژوندي ساتلو د پار وړ شخصیت دی که پوه شی نو يو وجه يې دا هم ده چې د ولسمشر اشرف غني د راتګ سره ايران له موږ سره دومره ښی اړیکی نه ساتي.

ګاندي به خپلو مبارزینو او د هند د ولس نه هر ځل همدا غوښتنه کوله چې که غواړی چې خپل هېواد مو په خپلو خپو ودريږي نو خپل تولید نه استفاده وکړی او په هېواد کې د هر ډول اړتيا لپاره خپله کار وکړی، اړتياوې مو خپل پوره کړی. که وګورو نو په دی تیرو شبږو میاشتو کې ولمشر اشرف غني هم څو څو ځل خپل هیواد والو کارخانو ته تللی له نېژدې يې ليدلي او د ټولو هیوادوالو څخه يې همدغه غوښتنه کړې ده چې خپل تولید وکاروی. او هميش يې همدا هڅه کړې چې خپل تجاران وهڅوي چې همدلته دې سرمایه ګذاري وکړي تر څو زمونږ هېواد خپل توليد پيدا کړي.

. ګاندهي چې کله د انګلستان نه خپل وطن ته راتلو نو خپله لوکسه دریشي، نیکټايي يې هملته انګلیستان کې پريښوده او ځان یې د خپل ولس سره جوړاو برابر کړ ځکه نه یې غوښتل چې زه دی د ولس نه بهتر مالوم شم. همدغسې ولسمشر اشرف غني هم داخل د افغانستان کې افغانی لباس اچوي هغه لباس کوم باندې چې افغانان پېژندل کیږي، همدا خو ده د يو ښه رهبر نښه چې ځان د ولس سره جوړ او برابر کړي.

هر رهبر سره چې د خپل غریب او بې وزله ولس غم وي او همیشه یې د خیر د پاره سوچ او فکر وي هغه د وجود نه کمزوري وي نو تاسو پخپله قضاوت کولی شې چې ولشمر اشرف غني او د مهاتما ګاندي وجود نه قوي دي او که کمزوري. خو بیا خو د خپل کمزوري وجود تر څنګ هغوي غلي نه کیني او خپل وطن د پاره ولس خوبونو د رښتیا کولو په هڅه کې وي.

ولسمشرهم او ډیره سخته مبارزه شروع کړې، ټول فاسدین تری ویریږي، ورځ یې هم پری شپه کړی ده. دلته نو اوس د مافیا کړی دي، د قدرت وږي راغونډ شوي، غله دي او ټوبکسالارن دي چې د ولسمشر د کار په مخ کې خنډ جوړوي، مطبوعات هم د دوي دي هيڅکله نه غواړي چې ولس دې د پرمختګ نه خبر شی همدا وجه ده چې هر خوا ولسمشر بدنامولو هڅی روانی دي حتا زیاتره لیکوالان چې ده پسې بد رد وايي دوي ته هم همدا دنده ورکول شوې ده، د دوي هدف همدا دی چې ولسمشر حکومت ناکامه ثابت کړي او بیا لویه جرګه جوړه کړي تر څو بيا پخوانی ولسمشر منتخب شي تر څو د قدرت واګي بيا دوي زورورو ته لاس ورشي. دوي دا نشي زغملی چې نوې تعلیم یافته ځوانان دې واليان او وزیران شي چې نه يې د چا په وژلو کې لاس رنګ وي او نه يې کورنی کومه جنګي کورنی پاتې شوي وي…

که چيرته د افغانستان ملت د غني په مقابل کې د دښمنانو، غلو او د ټوپکسالارانو  ورسره د ځينيو مطبوعاتو د دسيسو ښکار نه شي، ونه غوليږي او د ولسمشر ملاتړ وکړي د هغه مبارزينو به څېر چا چې ګاندهي سر ه د هند په خاطر مبارزه کوله نو لرې نه ده چې مونږ به هم يو کاميابه ملت ووسو، ارام او خوشاله ژوند به ولرو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button