کوم ډول خلک زمونږ رښتيني ملګري دي؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ټولنيز ژوند کې ټول انسانان د نورو همکارۍ ته اړ دي. دغه خلک د کورنۍ، کلیوالو، وطنوالو او یا هم د دوستانو په شکل له موږ سره د ژوند په چارو او فعالیتونو کې همکاري کوي، تر څو په ګډه له ژونده خوند واخلو او پرمختګ وکړو.

که حقیقت ومنو نو له همدې خلکو پرته ژوند ډېر ستونزمن او آن ناممکن دی. په ځانګړې توګه د ملګرو درلودل د هر انسان لپاره ډېر اړین دي. مګر ځینې خلک بیا له ملګرو شکایت لري. پوهېږئ ولې؟ ځکه چې دوی هغه خصوصیات نه پېژني، چې یو څوک پرې حقیقي ملګری ګڼل کېږي.

حقیقي ملګري څوک دي؟

که تاسو هم نه پوهېږئ، چې حقيقي ملګري څوک دي، نو مه خفه کېږئ. موږ یې درته وايو. تاسو لومړی خپل یو ملګری نظر کې ونيسئ او لاندې خصوصیات په پوره غور سره ولولئ!

۱ ـ ملګری هغه څوک دی، چې په سختو حالاتو کې ستاسو ترڅنګ وي.

۲ ـ ملګری هغه څوک دی، چې تل مو ښو او نېکو کړنو ته هڅوي.

۳ ـ ملګری هغه دی، چې تاسو ته تل رښتيا وايي.

۴ ـ ملګری هغه دی، چې تل له تاسو مشورې اخلي او هم تاسو ته نېکې مشورې درکوي.

۵ ـ ملګری هغه څوک دی، چې ستاسو په نه شتون کې له تاسو ملاتړ کوي.

۶ ـ ملګری هغه څوک دی، چې د نورو په مخ کې ستاسو شخصيت ته خاصه پاملرنه کوي.

۷ ـ ښه ملګری هغه څوک دی، چې د ستونزو په وخت کې ډاډ درکوي.

۸ ـ ملګری هغه څوک دی، چې تاسو ته تر ټولو ارزښمتن څیز (وخت) درکوي.

۹ ـ ملګری هغه څوک دی، چې د ستونزو په وخت کې پر هماغه ډاډه یئ!

۱۰ ـ ملګری هغه څوک دی، چې په شتون یې تاسو مثبت اړخ ته بدلون کوئ.

اوس وګورئ، چې له پورته ذکر شوو ځانګړنو یې څو ستاسو په ملګري کې موجود دي. که د موجودو ځانګړنو شمېر له “۶” ښکته و، نو دا کس مو حقيقي ملګری نه دی. یوازې یو پېژندګلو دی. خو که د خصوصیاتو شمېر له “۶” پورته و، نو دا کس مو حقيقي ملګری دی. ویې پالئ!

وروستۍ خبرې

لکه څنګه چې تاسو د حقیقي ملګرو په اړه پوهېدل غواړئ، همداسې نور خلک هم غواړي، چې رښتيني ملګري ولري. نو تاسو هم باید پورته ذکر شوي ځانګړنې په خپل ځان کې راولئ ترڅو د نورو وګړو حقيقي ملګري اوسئ. څه چې خپل ځان ته غواړئ نورو ته یې هم وغواړئ!

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button