کوم خواړه د وزن د زیاتوالي لامل کېږي؟

لیکنه: شکېبا نادري

الله ﷻ انسانانو ته بېلابېل وزنونه ورکړي دي. ځینې لوړ او ځینې ټیټ دي، ځینې ښایسته او ځینې بدرنګ دي او دا هغه څه دي چې الله ﷻ خپلو بنده ګانو ته د یوه نعمت په بڼه ورکړي دي او موږ پکې هېڅ ډول بدلون نه شو راوستلای.

خو ډېرې داسې نورې کړنې شته چې موږ یې په ترسره کولو سره خپل ښایست دوه برابره کولای شو، لکه ځینې کسان لوړ قد نه لري، خو وزن یې ورځ تر بلې ډېریږي او د دوی د ښکلا د له منځه تلو لامل کېږي، دوی کولای شي هغه کړنې ترسره کړي چې خپل وزن مناسب او د خپل قد سره برابر وساتي.

که تاسې هم همدا ډول ستونزې لرئ، زموږ دا لیکنه له تاسو سره د دې ستونزې په حلولو کې مرسته کولای شي. هیله ده چې لیکنه تر پایه ولولئ!

موږ په دې لیکنه کې د هغو خوړو په اړه چې د انسان د وزن په زیاتولو کې اړینه ونډه لري او په چټکتیا سره مو د وزن د زیاتوالي لامل کېږي معلومات وړاندې کوو، که تاسې هم د وزن له ډېروالي ستړي یاست او نه غواړئ نور مو وزن زیات شي، نو زموږ دا لیکنه تر پایه ولولئ!

۱. سوپ

ډېری هغه کسان چې نه غواړي چاغ شي د نورو خوړو پر ځای له سوپ څخه ګټه اخلي. دوی په دې اند دي چې سوپ به مو د وزن په زیاتوالي کې کومه اغېزه ونه لري، خو د دوی دا فکر بېخي غلط دی سوپ یو له هغو خوړو څخه دی چې د وزن په زیاتولو کې مهم رول لري او ډېر ژر مو د وزن په زیاتوالي کې بدلون راولي، خو سابه لرونکی سوپ مو بیا د وزن د کمولو لپاره ګټور دی.

۲. پیزا

پیزا هم د هغو خوړو له ډلې څخه ده چې د وزن په زیاتولو کې مستقیمه اغېزه لري، خلک پیزا ته د سپکو خوړو په سترګه ګوري، ان تر دې چې له ډوډۍ څخه مخکې یې هم خلک خوري، خو دا هغه خواړه دي چې په کم وخت کې د انسان وزن دوه برابره کولای شي په ځانګړې توګه د پیزا پېروی چې د انسان وزن په ډېرې چټکیتا سره زیاتولای شي.

۳. کچالو

کچالو هم له هغو خوړو څخه دي چې د انسان وزن زیاتوي هغه کسان چې نه غواړي وزن یې زیات شي، نو کچالو دې نه خوري د شپې پر مهال د کچالو خوړل په لږ وخت کې د انسان وزن ډېر زیاتولای شي.

۴. وریجې

وریجې هغه خواړه دي چې د ډېری انسانانو خوښېږي، کله چې کومې مېلمستیا ته ځي، نو نه شي کولای چې ځان کنټرول کړي غواړي هرومرو وریجي وخوري، خو دوی له دې بې خبره دي چې وریجې یې د وزن د زیاتوالي لامل کېږي.

۵. د مېوو اوبه

ډېری کسان د دې په خاطر چې وزن یې زیات نه شي د مېوو له خوړو ډډه کوي، خو د دې لپاره چې کمزوري نه شي د مېوو پر ځای د هغو اوبه یا جوس څښي، دوی به دې نه پوهېږې چې د مېوو اوبه له مېوو څخه د وزن په زیاتولو کې ډېره ونډه لري او ډېر ژر مو وزن زیاتوي.

۶. وچې مېوې

وچې مېوې هم د دې لامل کېږي چې په کم وخت کې مو وزن ډېر زیات شي هغه کسان چې غواړي وزن یې زیات نه شي، نو د وچې مېوې له خوړولو څخه د ځان وساتي.

د دې ټولو خوړو ترڅنګ ډېری داسې نور خواړه هم شته چې په کم وخت کې مو وزن ډېرولای شي.

که نه غواړئ چې وزن مو زیات شي د دې خوړو له خوړولو څخه دې ډډه وکړي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button