کوم حالتونه د زړه حملې ته لاره هواروي؟

ژباړه: ډاکټر مجتبی عزيزيار

یو شمیر هغه حالتونه چی د زړه حملی ته لاره هواروی په لاندی ډول دی:

اول: د وینی لوړ فشار – ویل کیږی چی که د وینی ټیټ (دیاستولیک) فشار له نورمال حد څخه لس درجی لوړیږی نو د زړه د حملی خطر په ناروغ کی دوه برابره ډېرېږی او کله چی د وینی لوړ (سیستولیک) فشار شل درجی لوړیږی نو د زړه د حملی خطر په ناروغ کی دوه برابره ډېرېږی.

دوهم: د وینی د غوړ (کولسترول) ډېروالئ – د یادونی ده چی کولسترول په وینه کی په دری شکلونو شتون لری – لمړئ ډؤل یی د HDL Cholesterol په نوم یادیږی. که د کولسترول دا ډؤل په وینه کی ډېر وی نو زړه ته ګټور ده او د زړه د حملی څخه مخنیوی کوی. نور دوه شکلونه یی LDL Cholesterol او VLDL Cholesterol دی – که دا دواړه د ناروغ په وینه کی لوړ وی او ډېر وخت لوړ پاتی شی نو د زړه حملی ته لاره هواروی.

دریم: د شکر ناروغی – که یو وګړئ د شکر ناروغی لری او خپل د وینی د شکر اندازه کنټرول و نه ساتی نو دا پېښه د زړه حملی ته لاره هواروی.

څلورم: د بدن ډېر چاغوالئ (چاغښت) د نورو ګڼو روغتیایی ستونزو سربیره د زړه حملی ته لاره هواروی.

پنځم: سګرټ څکول – سګرټ څکول او نور تنباکو کارؤل د وینی د رګونو دیوال د داخل څخه پریړ یا ډبل او پدی ډؤل د رګونو د تنګیدو سبب کیږی او د زړه حملی ته لاره هواروی.

شپږم: په دوامدار ډول ډېر غوړ خواړه کارول او لدی سره په یو وخت د تازه میوی او تازه سبزی نه کارؤل د زړه حملی ته لاره هواروی.

اووم: فزیکی فعالیت او ورزش نکول د زړه حملی ته لاره هواروی.

اتم: ذهنی فشارونه – د بیلګی په ډؤل پرله پسی ژور خپګان او تشویش د زړه حملی ته لاره هواروی.

یادښت:

روغتیا پوهان پدې اند دي چی که له پورتنیو حالتونو څخه دری حالتونه په یوه وګړی کی په دوامدار ډؤل شتون لری نو د زړه د حملی چانس پکی نزدی په سلو کی سل ده.

د زړه د حملی څخه د ځان ساتلو لاری چاری:

الف: هغه ناروغان چی د وینی لوړ فشار لری نو باید خپل فشار تل کنټرول وساتی.

ب: هغه وګړی چی د وینی غوړ یی ډېر ده نو باید خپل د وینی غوړ تل کنټرول وساتی.

ج: هغه ناروغان چی د شکر ناروغی لری نو باید خپل د وینی شکر برابر وساتی.

د: له سګرټ څکولو او تنباکو کارولو څخه باید ډډه وشی.

ذ: په دوامدار ډؤل له ډېرو غوړ خوړو په ځانګړی ډؤل حیوانی غوړو کارولو څخه باید ډډه وشی.

ر: په خوړو کی باید تازه سبزی او میوه ډېر وکارول شی.

ز: هر وګړئ باید په دوامدار ډؤل فزیکی کار او ورزش وکړی.

س: له ذهنی فشارونو څخه باید ځان وساتل شی او که څوک پری اخته وی نو باید خپله درملنه وکړی.

Exit mobile version