کومې کړنې مغز ته خطرناکې دي؟

حامد احمدزی

د انسان په بدن کې تر هر څه د مخه دمغز فعالیت ته لومړيتوب ورکول کېږي. څومره چې د انسان عمر لوړېږي، په هماغه کچه د مغز فعالیت اړین بلل کېږی او انسان یې پر ارزښت پوهېږي. مغز د وجود امر ورکوونکې برخه ده، چې د هغو سمه ساتنه د وجود په ټولو برخو اغېز لري، خو موږ او تاسې يې په ساتنه کې ډیره ناغیړي کوو، چې دغه څه مو ژوند له خطر سره مخ کوي. که چیرې غواړی د ژوند سطح مو لوړه شي، او په ژوند کې له ډیرو نا خوښیو مو مخنیوی شوی وي، ښه ده چې ورځیني عادتونو ته مو په ځیرکۍ سره پام وکړئ، او پوه شئ چې ځینې عادتونه مو د وجود قومندان (مغز) روغتیاته ګواښ پېښوي.

ډاکټر لایف دځینې عادتونو په اړه چې باید پرېږدو تر څو سالم و اوسو.

۱- لږ خوب کول:

که مو خوب پوره نه وي هغه ده چې ماغزه به مو نا ارمه وي، د پوره خوب له کولو ټول خبریو، خو ډیر لږ خلک دې ته پام نه کوي، په داسې حال کې چې اوس وخت کې ډیر خلک د خپل خوب وخت په ټولنیزو شبکو کې په چټ کولو یا په نورو کارونو تیروي.

نو که چیرې غواړی چې ښه خوب او سالم مغز ولرئ، باید هره شپه ۸ ساعته خوب وکړی، مغز په دومره وخت خوب کولو، ارام پیداکوي، او دا مو روغتیاته ډیره ګټه رسوي خو که چیرې پوره خوب ونه کړی، د مغز سلولونه مو په یو ډول ناروغۍ اخته کیږي، چې په پایله کې یې د ستړیا احساس کوی، او مغز مو په وجود باندې د څارنې قوه له لاسه ورکوي.

په کمپله کې د سر پټول:

ځینې خلک دا عادت لري کله چې ویده کیږي نو سر په څادر، کمپله، یاهم بړستن کې پټوي، او د هوا د ورتګ لاره ورته بندیږي، انسان په پوره ډول سره ساه نشې اخیستی، چې دا هم د انسان مغزو ته زیان رسوي، ځکه چې د اکسيجن اندازه راکښته او د کاربن دي اکسید د راغونډېدنه په مغزو منفي اغیزه لري، نو ښه ده چې خپل سر په کمپله کې پټ نه کړو او کوښښ وکړو چې هروخت تازه هوا تنفس کړو، تر څو مو د وجود برخو ته زیان نه وي رسیدلی.

په ناروغ ځان کار کول:

که خدای مکړه په هره ناروغۍ اخته یاست، له کار کولو، مطالعې او ډير فکر کولو ځان لرې وساتئ، ستاسو وجود دې ته اړتیا لري چې خپله انرژي پوره کړی او هغه څه چې ستاسو ذهن او د وجود نورو برخو ته تاوان پېښوي ډډه وکړی، که چېرې د ناروغۍ په وخت کې سخت کار وکړی، نو معلومه ده چې مغز مو په کار کې مصروفیږي، حال دا چې ستاسو مغز تداوۍ ته اړتیا لري، نو په دې وخت کې ستاسو پر مغز فشار راځي، همدارنګه استراحت نه کول، او مغزو ته نه ارمتیا خپله د مغزو د کمزورۍ کیدو سبب ګرځي، او دا ددې لامل ګرځي چې ستاسو وجود له نورو ډول ډول ناروغیو سره مخ شي.

سهارنۍ نه خوړل

سهارني خواړه هم ستاسو په روغتیا ډير اغیز لري، او که نه يي خورئ تېروتنه کوئ، له ۸ ساعته خوب کولو وروسته زموږ اوستاسو وجود، خوړو ته اړتیا لري، تر څو پورې انرژي واخلو، که چیرې سهارنۍ ونکړو او خپل کارونه پیل کړو، وجود دې ته اړ کیږي چې کومه انرژي مو ځان کې پاتې وي کار واخلي، په دې وخت کې د ناراحتۍ، او خستګۍ، فکر کول، هېرول او زړه تنګوالۍ مو مخ په لوړه ځي، نو که چیرې د سهار په پيل کې لازم خواړه وخورئ، ستاسو د مغز په اراموالي کې به یې ډيره مرسته درسره کړې وي.

له خوږو خوړو ډیره ګټه اخیستل

که چیرې ګټور خواړه ونه خورئ او د خوږو په مصرف کې له ( شیرینیو، کچالو) ډیره ګټه وخلئ، او په ځانګړې توګه د سبزیو لوري ته پام ونکړی، یو ډول مواد مو په وجود کې یوځای کیږي چې ناوړه پایلې لري، له بده مرغه، ډیر د بورې د جذب او ويټامين د کمښت د عصبي حجرو ودې کموي. په پایله کې، د دماغ روغتيا له خطر سره مخ کوي.

ډیر خوراک

کله چې وږي شوي نه یاست نو ضرور نه دې چې خواړه وخوری، که تاسو په منظمه توګه خواړه خورئ، بدن به يې په سمه توګه زېرمه کړي. او که چیرې هر وخت ډیر خواړه وخوری په پایله کې، مو وجود ډیر چاغۍ د دماغ د وینی د رګونو احتمال پورته ځي.غوره ده کله چې تاسو وږي شوی نو څومره خوړو ته اړتیا لری په هماغه اندازه یې وخورئ .

سګرټ څکول

سګرټ څکول ښه نه دي د روغتيا او د بدن خطرونه نور هم جدي کوي. سګرټ څکول د اکسيجن اندازه او دماغ حجم کموي. د ناروغيو لکه الزهايمر، سرطان، د تنفسي ستونزو او آن د DNA خطر پيښوي

په خرابه هوا کې تنفس کول

په تازه هوا کې ساه اخیستل د وجود او په ځانګړې توګه مغز ته ډیره ګټور تمامیږي، او که چیرې تاسې له ګرده ډکه هوا تنفس کړی، نو سالمو مغزو ته زیان رسوي ځکه چې د هوا د ککړتيا موثریت او د neural حجرو واک کموي.

او وروستی هم مغز په خپل حال پرېښودل

مغز پوره ساتنې او تمرین ته اړتیا لري، پرته له دې به ستړي او ناتوانه وی، کار، د کتاب لوستل، فکرلي لوبه کول، د زده کړې نوي شیان، سپورت، او نور د مغز په سالمې ساتنې کې رغنده رول لري، او د مغزو په لا پیاوړتیا کې مرسته کولای شي. کوښښ وکړئ د خپل ژوند په ورځنی چارو کې د حساب لپاره د حساب له ماشین نه ګټه مه اخلئ، شعر یاد کړئ، نوې ژبه زده کړئ، او خلاصه دا چې مغز مو په خپل حال پریږدئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button