کورنۍ سمبالتیا او د هغې ګټې

کورنۍ سمبالتیا او د هغې ګټې
ژباړه او زیاتونه: ډاکټر استاد شفیقه صدیقي

د ډېرو او پرله پسې ماشومانو راوړل د مور، ماشوم او کورنۍ سربېره د ټولنې لپاره هم خطرناک او مضر تمامېږي او الله (ج) په قرآن کریم کې فرمایلي دي:«چې تاسو خپلو ماشومانو ته تر دوو کلونو پورې شېدې ورکړئ.) او دا د یو ماشوم حق دی چې تر دوو کلونو پورې باید د مور له شېدو تغذیه شي، نو ددې لپاره چې دغه الهي چاره ترسره، ماشوم غوره وده او تغذیه وکړي نو په دې موده کې د نورو ماشومانو د زېږون د مخنیوي لپاره باید د کورنۍ له سمبالتیا څخه ګټه واخیستل شي!

د کورنۍ تنظیم ګټې:

په مناسب وخت او عمر کې د حمل اخیستل او د امېدواریو د تعداد کمول.

د مور د روغتیا په ښه کولو سره د ماشوم د ژوند ژغورنه.

د مېندو او ماشومانو د مړینې خطر کموي.

مېندې او ماشومان له کمخونۍ او خوارځواکۍ څخه ساتي.

خپلې دندې او زده کړو ته په ښه ډول دوام ورکولی شي.

خپل ځان د کورنۍ د ملاتړ کونکي په حیث ثابتولی شي.

د کورنۍ تنظیم (سمبالتیا) میتودونه او د هغوی روغتیایي ګټې:

Pills یا د خولې له لارې ګولۍ
دا ګولۍ چې د Pill په نوم یادېږي د استروجن او پروجسترون لرونکې دي، چې له امېدوارۍ نه مخنیوی کوي، په یو پاکټ کې ۲۸ ګولۍ دي چې ۲۱ دانې یې هورمون او ۷ ګولۍ یې اوسپنه (فولیک اسید) لري، دا ګولۍ د درېیو میاشتو لپاره ورکول کېږي او هره شپه یوه دانه خوړل کېږي.

د Pills روغتیایي ګټې:

د حیض ورځې، دوام او درد کموي.

د حوصلې د التهابي ناروغۍ پېښې کموي.

د Ectopic Pregnancy پېښې کموي.

د رحم او تخمدان د سرطان پېښې کموي.

له رحم څخه د غیر نورمال وینې راتلنې په درملنه کې موثرې دي.

DMPA یا پیچکاري
د امېدوارۍ ضد زرقي میتود چې په خپل ترکیب کې د پروجسترون هورمون لري او له امېدوارۍ څخه مخنیوی کوي د Depo Madrox progesterone acetate(DMPA) په نوم هم یادېږي. دا پیچکاري هر درې میاشتې وروسته د روغتیایي کارکونکو په واسطه تطبیق کېږي.

د DMPA روغیتایي ګټې:

د حیض ورځې، دوام او درد کموي.

د حوصلې د التهابي ناروغۍ پېښې کموي.

د Ectopic Pregnancy پېښې کموي.

د رحم او تخمدان د سرطان پېښې کموي.

IUCD لوپ یا داخلي رحمي آله
داخلي رحمي آله یا Copper T 380 A چې د T په شان شکل لري مټې یې له مسو څخه جوړې شوې دي او د یوې مخصوصې آلې په واسطه رحم ته داخلېږي. او د روغتیایي کارکونکو په واسطه تطبیق کېږي، له حمل نه د ۱۰ څخه تر ۱۲ کالو پورې مخنیوی کوي.

د IUCD روغتیایي ګټې:

د ۱۲ کالو لپاره موثره ده.

له تطبیق نه وروسته فوراً تاثیر کوي.

د مور شېدې نه مختلوي.

د غرس پروسه یو ځلې وي هر ځل راتګ ته اړتیا نه لري.

Condom یا پوښ
کانډم یو پوښ دی چې له نازک Latex (مصؤن رابر) څخه جوړ شوی دی، چې د جنسي مقاربت په وخت کې ترې کار اخیستل کېږي.

د Condom روغتیايي ګټې:

له مقاربٺي ناروغيو او د هغه د اخٺلاطاٺوڅخه مخنيوی کوي.

د مقاربٺي ناروغيو په مخنيوي کې د عنق د سرطانونو څخه هم مخنيوی کوي.

کانډم سره له دې چې له امېدوارۍ څخه مخنیوی کوي سربېره ددې څخه دواړه جنسونه د STIs څخه هم ژغوري.
Tub location یا د نفیرونو تړل
د نفیرونو تړل په مېرمنو کې ترسره کېږي چې جراحي عملیاتو ته اړتیا لري او د ګېډې د پوستکي لاندې هغه دواړه نفیرونه قطع کوي کوم چې تخمه (هګۍ) له تخمدان څخه رحم ته انتقالوي او دا میتود دایمې دی چې بیا برګشت نه لري.

Vasectomy (د نارینو شنډول )
د نارینو شنډول یوه جراحي عملیه ده چې په نارینو باندې ترسره کېږي، د نارینو د خصیو له پوستکي لاندې هغه تیوبونه قطع کوي چې له خصیو څخه د نارینه تناسلي آلې ته سپرم انتقالوي. پوستکی په آسانۍ سره جوړېږي او خصیو ته هم کوم تاوان نه رسېږي او دا میتود دایمي دی چې بیا برګشت نه لري.

Implant یا ایښودل
د Implant په میتود کې ښځې ته هورموني نرم تیوبونه چې پروجسترون لروونکې دي په مټ کې د پوستکي لاندې تطبیق کېږي. دا ایښودل شوی هورمون له تطبیق څخه وروسته له ۳ څخه تر ۵ کالو پورې له امېدوارۍ څخه مخنیوی کوي، وروسته له ۳ تر ۵ کالو باید بېرته نوی شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button