که د هاضمې له خرابوالي کړیږئ نو مایوسه کیږئ مه

ډاکټر احمد نوید فیضي

 


ځینې کسان د هاضمې له خرابوالي کړیږي او معده يي نشي کولی ځینې خواړه لکه پروټین او یا نور غوړ لروونکي خواړه په وخت هضم کړي چې له همدې امله انسان د ناارامۍ احساس کوی.
دلته مو د چای له هغو ډولونو سره اشنا کوو چې کولی شي په اسانۍ سره په معده کې شته خواړه هضم او خارج کړي. د چای دغه ډولونه له هضم پرته نورو ډیرو ناروغیو لپاره هم ګټور دي.
۱- د چایو ځینې ډول…ونه د خواړه په چټک هضمولو کې ډیره زیاته مرسته کوي. د چایو یو له ډولونو څخه چې د خواړه په هضم کې ډیره زیاته مرسته کوي او ځانګړی خوند هم لري د بولدو (Boldo) نومې بوټی چای دی. د دغې بوټی چای د صفرا کیسې ترشحات او د ځیګر فعالیت زیاتولو سره هر ډول خواړه په چټکۍ سره هضموي.
یادونه: بولدو په ترکۍ ژبه کې د ګلو یو ډول بوټی دی چې پاڼې يي د شین چای په مختلفو ډولونو کې هم استعمالیږي.
د بولدو د چای جوړولو طریقه:
۱. ځانګړی اندازه اوبه وایشوئ.
۲. اوبه پریږدئ چې خپل حرارت له لاسه ورکړي او د بولدو بوټي څو پاڼې په کې واچوئ.
۳. د لا زیاتو ګټو لپاره یوه اندازه مروۍ، ترخون او یا هم د ویلنې پاڼې په کې زیاتولی شئ.
۴. اچول شوي مواد د یو څو دقیقو لپاره په اوبو کې پریږدئ، له څو دقیقو وروسته اوبه د یوې لوښي په وسیله چاڼ کړئ او خپل د خوښې په اندازه بوره اچولو سره دغه اوبه وڅښئ.
۲- له بولدو پرته د مروۍ یا مروری (Chamomile) بوټی چای هم د خیټې باد له منځه وړي او خوړل شوي خواړه ډیر په چټکۍ سره هضموي. په مروۍ کې شته ګټور مواد خواړه هضموي، د خیټې باد له منځه وړي او د کولمو او خیټې د پړسوب څخه هم مخنیوی کوي.
د مروۍ د چای جوړولو طریقه:
۱. لږه اندازه اوبه وایشوئ.
۲. اوبه پریږدئ چې خپل حرارت له لاسه ورکړي، د یو ورغوي په اندازه ویلنه او مورۍ په یوه تشه پیاله کې واچوئ.
۳. ایشول شوې اوبه هم په دغه پیاله کې واچوئ او د پنځو دقیقو لپاره يي پریږدئ.
۴. اوبه د یوې لوښي په وسیله چاڼ کړئ او له خوږولو وروسته يي وڅښئ.
۳- باید کوښښ وشي له هر وخت خواړه خوړلو وروسته د سوڼ یا زنجبیل چای وڅښل شي. زنجبیل د خیټې مختلفو ناروغیو لپاره تر ټولو ښه درمل دی چې له همدې امله د روغتیا په نړۍ کې ځانګړی شهرت او ارزښت لري. زنجبیل کې شته ګینجېرول (Gingerol)، شوګول (Shogaol) او ځینې نور مواد په زیات شمیر درملو کې کارول کیږي. دغه مواد د کانګې کولو، زړه خرابوالی، د هاضمې خرابوالی یا نشتوالی څخه مخینوی کوي، په خیټه کې د ګیس او د خیټې پړسوب مخه نیسي، په خیټه کې د دروندالی احساس له منځه وړي، هاضمه غښتلی او پیاړی کوي، د صفرا او پانقرانص د کیسو ترشحات زیاتوي.
د زنجبیل د چای جوړولو طریقه:
۱. نیم لیمو ترې کړئ او په یو لیټر اوبه کې يي وایشوئ.
۲. د اوبو حرارت بیرته له منځه یوسئ او د پاک شوی زنجبیل ټوټې په کې واچوئ. لږه اندازه خپل د خوښې وچ چای هم په کې زیاته کړئ خو که چیرې مروۍ لروونکی وچ چای په کې واچوئ نو ګټه به يي نوره هم زیاته شي.
۳. اچول شوي مواد څو دقیقو لپاره اوبو کې پریږدئ تر څو ښه خیشت شي، د یوې لوښي په وسیله اوبه چاڼ کړئ او لږه

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button