که بریا او بریالیتوب غواړئ! نو دا اته (۸) شیان پرېږدئ

۱ـ بهانه مه کوئ.

بهانه کول ځان ته دوکه ورکول دي. ځان ته دروغ ویل دي او خپله د خپل ځان تېر ایستل دي. دا د کامیابو خلکو کار نه دی. کامیاب خلک بهانه نه کوي. د نورو د ملامتولو کوښښ هم نه کوي. هغوې مسولیت مننونکي وي او د بیځایه بهانو او دلایلو په ځای، خپلې نیمګړتیاوې درک کوي او د هغې د اصلاح لپاره وسایل لټوي.

۲ـ ځان جامع الکمالات مه غواړئ.

هېڅ انسان پوره نه دی. هر انسان ښېګڼې او بدګڼې لري. که تاسې غواړئ، چې په هره برخه کې استاد اوسئ او له هر پلوه پوره اوسئ؛ نو دا هسې هوا ګزول دي. دا کار امکان نه لري.

هېڅ انسان پوره نه دی، خو هر انسان له ښو هم ښه پرېکړه کولای شي. خپلې وړې وړې غلطیانې په نښه کړئ او د سمون لپاره يې همدا اوس لاس پکار شئ. بریالیتوب له همدې ځایه پیلېږي.

۳ـ وېره له زړه وباسئ.

اکثره خلک آن خپل ځان هم په تمامه مانا نه پېژني. هغه په دې مانا، چې دوی له خپلو شته وړتیاوو هم ناخبره دي او تل د کمترۍ احساس کوي. په مجلسونو کې سره له دې چې د ویلو لپاره ښه نظر لري، خو د ویلو جرائت يې نه کوي. دوی د اشتباه کولو وېره لري.

دا وېره له زړه وباسئ. باجرائته اوسئ او خپلې وړتیاوې درک کړئ. خپل غږ وباسئ. خپلې موخې وټاکئ او په شجاعت سره يې تعقیب کړئ. همدا د بریالیو خلکو کار دی.

۴ـ په هر شي د کنټرول درلودلو هڅه مه کوئ.

د ژوند هره برخه او هر حالت زموږ په کنټرول کې نه دی. تاسې د هر شي د کنټرول هڅه مه کوئ. دا تاسې ته بریالیتوب نه درکوي؛ بلکې تشویش، اندېښنه او خپګان درکوي.

ددې لپاره چې ژوند کې بریالي اوسئ، په هغه شیانو پسې ډېر مه ګرځئ، چې ستاسې له کنټرول او وس څخه د باندې وي؛ بلکې په ځای يې په هغه برخو ډېر تمرکز او کار وکړئ، چې ستاسې په وس کې وي او ترسره کولای يې شئ.

۵ـ تنګ نظري مه کوئ.

بریالي خلک تل خلاص ذهنیت لري. دوی هرې نوې پوهې او نویو مالوماتو ته په ورین تندي هرکلی وايي.

همیشه خپل فکر او ذهن پراخ او خلاص وساتئ او ومنئ، چې تاسې له نن نه سبا ته ډير هوښیارېږئ.

۶ـ په یوه ورځ کې دننه بریالیتوب مه غواړئ.

بریالیتوب کوم چانس او بخت نه دی او نه هم د یو ساعت او یا یوې شپې زحمت دی. اکثره خلک باور لري، چې ګنې بریالي انسانان هسې په چانس او بخت سره ډېر ژر بریالي شوي دي. نه، داسې نه ده. بریالیتوب سمه ده، چې بخت غواړي، خو موخو ته له ژمنتیا او د وخت څخه له سمې ګټې اخیستنې پرته هم امکان نه لري.

هڅه وکړئ، چې خپل راتلونکی له همدې نن ورځې څخه پلان کړئ.

۷ـ منفي ګرا خلک له خپل ژوند څخه لرې کړئ.

هغوی چې منفي ذهنیت لري او تل ناهیلي وي، په ژوند کې تل ناکام دي. که تاسې د داسې خلکو سره ناسته پاسته لرئ، دا خلک مو له ژوند څخه لرې کړئ. ځای يې مثبتو او رغوونکو خلکو ته ورکړئ.

هغوی، چې مثبت او رغوونکی فکر لري، تاسې تشویقوي او تاسې ته ډاډ درکوي، څو په سړه سینه خپلې موخې او هیلې تعقیب کړئ. دا ډول خلک مو ژوند ته خوښي راوړي او پرېشاني درڅخه اخلي.

۸ـ تل د (هو) ویلو عادت پرېږدئ.

وايي، چې د مخ پوستکی مې نری دی. چاته (نه) نشم کولای. خو دا کار ښه نه دی. بریالي خلک نورو ته د (نه) ویلو په هنر پوهېږي. د هغوی چې کوم کار نه خوښېږي، نورو ته وايي، چې په دې برخه کې درسره مرسته (نه) شم کولای.

دوی په (نه) ویلو سره، خلکو ته ښايي، چې خپل وخت د نورو د ګټو او هوساينې لپاره نه قربانوي.

نورو ته په (نه) ویلو کې زړور اوسه. ستاسې موخې له بل هر چا مهمې دي. خپلې موخې تعقیب کړئ. ځان د نورو خلکو په کارونو کې ډير مه ښکېلوئ. دا د بریالیو خلک عادت دی.

لیکواله: امي جانسن

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button