کمه مالګه زړه له خطره نه بچ کوي

یوي نوي بریطانوي څیړني دا معلومه کړه چي په خوراک کي د مالګي کمول د زړه مرض، دماغي سکتي او بي وخته مرګ مخه نه شي نیولی، دي څیړنو د پخوانیو څیړنو برعکس پریکړه وکړه.

بریطانوي ورځپاڼي “دیلي میل” دا هم ذکر کړه چي دغو څیړونکو د “اكزتر” په پوهنتون کي د شاوخوا ۶۵۰۰ کسانو په شمول د څیړنو په جریان کي دا جوته کړه

چي په خوراکي شیانو کي مالګه کمول د زړه د مرض او ناڅابي مرګ خطر نه شي کمولی او د خطر د کموالي په هکله يي کوم قوي دلیل ونه موند.

خو ځینو نورو علماوو د دي څیړنو برعکس نظریه ورکړي چي وايي: په خوراکي شیانو کي مالګه کمول د هغو مریضانو چي په زړه کي مشکلات لري د مرګ خطر لا پسي زیاتوي.

او د ځینو خلکو د ژوندانه اسالیبو کي يي ځینو خاصو عواملو ته اشاره کړي لکه: د میوه جاتو خوړل، ورزش کول، په خوراک کي زیات غوړ نه استعمالول او سګرټو څخه ځان ساتل.

چي د دي څیړنو نتیجي د پخوانیو څیړنو او حکومتي هدایاتو پوره مخالفي شوي چي د مالګي په کم خوړلو به يي توصیه کوله او د پخوانیو څیړنو په نتیجو چي د مالګي کموالی يي د زړه دپاره ګټور باله رد کړی او کوم قوي دلیل يي ورته ونه موند.

خو بیا بله خوا نیوکه کوونکی وايي چي دي نوي نتیجي ته د رسیدلو یواځینی سبب دا دی چي دي څیړونکو د لږي مودي دپاره مالګه په خوراک کي کمه کړي وه او که چیرته دي څیړونکو مالګه د ډیر وخت دپاره په خوراکي موادو کي کمه کړي وای نو کیدای دوی يي په فایده پوهیدلي وای.

شهید حذیفه عزیز

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button