کمزوری رحماني او غټه وينا

کمزوری رحماني او غټه وينا
زرمتۍ افغان
نن د افغانستان امنيتي حالات په يوې ډېرې باريکې ستن د خپلو سياسي لوبغاړو او بيا د بهرنيو لاسوهنې په نتيجه کې ولاړ دی، هغه که د ننه په هېواد کې د ولسي جرګې رئيس چې په بګرام هوايي اډه کې د امريکايانو له کلونو راهيسي پخوانی ټګمار ملګر ميرحمان رحماني او ترڅنګ يې د ده په ګډون په هېواد کې د موقت حکومت غوښتونکې ډله چې ښاغلي جمهور رئيس محمد اشرف غني له واک او غلا څخه له پښو غورځولي او غواړي د امريکا په اشاره د موقت حکومت نوم په خولې واخلي.
ښاغلی ميررحمان رحماني، طالب چارواکي هغه خلک او ډله ده چې شل کلنې لاسته راوړنې به يوځل بيا په لوی سيند لاهو کړي او د همدغو بې بنياده ډلو له لاسه تا او ستا قهرمان ملګرو چې عبارت له احمدشاه مسعود، برهان الدين رباني، عطاء محمدنور، يونس قانوني، احمدضيا مسعود، کريم خليلي، محقق او نور يې پنځه ويشت کاله وړاندې د پنجشير په سوړه لکه صحرايي ګيدړ سپارلي وی او له لوږې مو تلخان خوړل خو نن تاسو ټول پخواني ولسمشر حامد کرزي د امريکا د غټو پروژو په نيولو په بګرام کې مست کړئ چې موږ پښتانه او بيا افغان ملت ټوله ګيله له هغه څخه کوو چې ته هم دومره غټ تصميم د افغانستان په اړه نيسې او وايې موقت حکومت دې رامنځ ته شي، موږ د موقت حکومت مزه يوځل د طالب چارواکي له لاسه وکتله چې پياوړی، خدای (بخښلی) او ښه پښتون ډاکټر نجيب په کې له دې خاورې همدا ستاسو له لاسه ځان قربان کړ.
بل ښاغلی رحماني ته او ستا ملګري چې جمهور رئيس محمد اشرف غني نه خوښوئ تاسو په دې ښه پوهېږي هغه يو افغان او بيا يو تريخ او پرځای پښتون دی دا څرګنده ده چې ډېری سياسي ډلې په کور دننه په تاسو کې شته چې هغه نه غواړي ښاغلی جمهورئيس غني چې د ملت په رايو تردې ځايه د جمهوريت څوکۍ ترلاسه کړې تاسو له واک څخه لرې کړئ.
نن ښاغلي جمهور رئيس غني ته په کارده همدغه سياسي ډلې چې د ده د حکومت په خلاف د ميرحمان رحماني په څېر بې بنسټه ويناوې کوي تر لويې څارنوالۍ کش او له واک څخه لرې کړي او بل دوي نه غواړي چې يو پښتون لکه د غني په څېر شخص دې په واک کې پاتې شي دوي د غلو طرفدارن دي.
نو کله چې دوي له جمهور رئيس محمد اشرف غني سره چې د ملت په پاکو رايو راغلی له طالب چارواکي سره به کله د واک په سر جوړ شي ځکه د دوي دغه بې بنياده او بې بنسټه عملونه او سياستونه کله طالب ته خوند ورکوي او نه به هم طالب دوي ته اجازه ورکړي چې د تېرو شلو کالو په ډول پر ولس داسې واکمن اوسي.
لنډه دا د بګرام په هوايي اډه کې د امريکايانو تر لاس لاندې دا نوي روزل شوي کسان چې د ټاکنو له لارې پرځای غني سره جوړ نه شول، نو د جنت له بلبلو (طالبانو) سره خو هېڅکله به جوړ نه شي.
له دومره توپيرونو سره – سره د مير رحمان رحماني او نورو له خولو د طالب د غوښتنو غبرګول، يوازې او يوازې د غني د ځپلو ګام دی. رحماني د هغو کافرو امريکايانو په ډالرو د هېواد په سطحه شتمن کس شو، چې، طالب يې شل کاله پر وړاندې جګړه وکړه.
رحماني د امريکا په ډالرو مست سوداګر شو چې زوی اجمل رحماني يوه ورځ هم دا خاين په ولسي جرګه کې حاضر نه وي همدارنګه د رحماني د باجه زوی چې الفت نومېږي هم يوه ورځ په ولسي جرګه کې شتون نه لري هره ورځ غيرحاضر وي.
لنډه دا چې امريکايي ډالر او امريکايي غلامي وه چې د پارلمان څوکۍ د خپلې کورنۍ لپاره ترلاسه کړه څرنګه چې رحماني د پارلمان رياست ته د رسېدو لپاره څومره ډالر او څنکه مصرف کړل، موضوع يې ملت ته څرګنده ده.
نن جمهور رئيس محمد اشرف غني ته په کار ده چې يوځل د رحماني په څېر ناپوه سياستوال د سياست په ډګر کې له پښو وغورځوي او په داسې بې بنياده کړنو لويې څارنوالۍ ته ور وپېژني چې په دې سره يوځل بيا جمهور رئيس د ملت زړونه لاس ته راوړي ترڅو نور خاينين هم خپل سر په دې خاوره کې د حکومت په ضد پورته نه کړي.
همدارنګه نن په افغاني سياست کې هم ميرحمان رحماني د طالبانو ډول په غاړه کې اچولی او نور ملګري يې ورته د ايران د سورني په پوکولو سره عبدالله، محقق، خليلي، عطا محمد نور، دوستم او نور د دوي په اصطلاح (ميده بازي) ګډا کوي.
رحماني پرته له نظام او دولت څخه نور څه نه پېژني هغه څه چې دی پېژني ماموريت او يوازې ځان د پارلمان په څوکۍ ساتل دي چې څوک يې ترې لرې نه کړي، خو زه د يوې پښتنې په توګه په افغان سياستوالو او اصلي پښتنو د جمهور رئيس په ګډون په ټولو يوځل غږ کوم چې داسې اشخاصو ته لاس يو کړي او له واک څخه په کور او لويې څارنوالۍ ته ور وپېژني ترڅو د افغانستان د نظام او ټاکل شوي رئيس جمهور په اړه څوک له دې وړو خولو دومره غټې خبرې را لکه د رحماني په څېر ونه باسي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button