کتاب او مطالعه د پوهانو له نظره

ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل

ـــ ګټور کتابونه هغه دي، چې لوستونکي دې ته وهڅوي، چې تر پایه یې ولولي. (ولټر)

ـــ تر ټولو نېکمرغه هغه څوک دی، چې له دې دوه څیزونو څخه یوه ته لاسرسی ولري: لومړی ښه کتاب او دویم هغه دوست چې د کتاب اهل وي. (ویکتور هوګو)

ـــ د یوه فرهنګ د له منځه وړلو لپاره، اړتیا نه شته، چې کتابونه وسوځوئ، بسنه کوي، چې داسې یو کار ترسره کړئ، ترڅو خلک یې ونه لولي. (ویکتور هوګو)

ـــ بې فکره مطالعه بېځایه کار دی او له مطالعې پرته فکر کول خطرناک. (کنفوشیوش)

ـــ له یوه کتاب پلورونکي څخه پوښتنه وشوه: د کار و بار وضعیت دې څنګه دی؟ وې ویل: ډېر بد، ځکه هغه کسان، چې پیسې لري، مطالعه نه شي کولای او هغه کسان، چې سواد لري او مطالعه کولای شي، پیسې نه لري. (نامعلوم)

ـــ د چینجي په باور، ډېر عجیب او احمقانه کار دی، چې انسان خپل کتابونه نه خوري. (ټاګور)

ـــ ټول تاریخي کتابونه، چې درواغ پکې نه شته، په وېرونکي ډول، ستړي کوونکي دي. (اناتول فرانس)

ـــ انسان په کتاب کې داسې شیان ویني، چې په سترګو یې نه ویني ځکه، چې هغه په زرګونو کیلومټرو لرې دي او یا زیاته موده ورباندې تېره شوې ده. (اناتول فرانس)

ـــ څومره وګړي دي، چې د زړو متونونو په تفسیر او څېړنه کې ساری نه لري، خو د خپل ژوند د کتاب د پوهنې او لوست څخه په بشپړه توګه بې برخې دي. (اناتول فرانس)

ـــ هېڅکله خپل ډېر ګران دوست ته هم کتاب امانت مه ورکوه، ځکه چې زما په کتابتون کې یوازې هغه کتابونه دي، چې له نورونه مې په امانت اخیستي دي. (اناتول فرانس)

ـــ د ژوند کیفیت مو دوه څیزونه ټاکي: هغه کتابونه، چې مطالعه کوئ یې او هغه انسانان، چې ورسره لیده کاته کوئ. (مک لوهان)

ـــ تر ټولو غوره دوست مې هغه څوک دی، چې هغه کتابونه په ډالۍ کې را کړي، چې تر اوسه مې نه دي مطالعه کړي. (آبراهام لینکلن)

ـــ کتاب د بشر تر ټولو ستره اختراع ده. (ویلیام شکسپیر)

ـــ که چېرې مور نه وي، د انسان جسم نه جوړېږي او که چېرې کتاب نه وي، د انسان روح نه روزل کېږي. (پلوتارک)

ـــ د تمدن ستن کتاب او مطبوعات دي. (پلوتارک)

ـــ د هر چا لپاره، تر ټولو رښتینی، بې تمې، ګټور او تل پاتې ملګری کتاب دی. (مارک تواین)

ـــ د کتاب مطالعه، یانې د ستړي کوونکو ساعتونو بدلون په خوندورو ساعتونو باندې. (مونتسکیو)

ـــ په دنیا کې داسې خوند شتون نه لري، چې د مطالعې له خوند سره برابري وکړي. (تولستوي)

ـــ هرڅومره، چې ډېر کتاب ولولئ، نو ډېر به له خپل حقیقي ژوند څخه برخمن شئ. (ولتر)

ـــ کوم کتاب، چې لولئ نباید ستاسو پرځای فکر وکړي، بلکې تاسو باید فکر کولو ته اړ کړي. (جېمز مک واش)

ـــ ټولنه هغه مهال هوښیاري او نېکمرغي ترلاسه کوي، چې مطالعه یې ورځنی کار وي. (سقراط)

ـــ رښتینی پوهنتون هغه ځای دی، چې د کتابونو ټولګې پکې راټولې شوې وي. (کارلایل)

ـــ کتاب ډېر مطالعه کړئ، ترڅو وپوهېږئ، چې نه پوهېږئ. (مونتسکیو)

ـــ موضوع دا نه ده، چې د کتاب اخیستل څومره ګران تمامېږي، بلکې موضوع داده، که چېرې کتاب ونه لولې، نو څومره به درته ګرانه تمامه شي. (نامعلوم)

ـــ کوم ملت، چې کتاب نه لولي، نو باید ټول تاریخ تجربه کړي. (حسن نراقي)

ـــ له حکومت څخه پرته ژوند کولای شو، خو له کتاب او مطبوعاتو څخه پرته ژوند ناشونی دی. (آبراهام لینکلین)

ـــ زه لس ساعته مطالعه کوم، ترڅو یوه وینا وکړم او ځینې نور یو ساعت مطالعه کوي او لس ویناوې کوي. (مونتسکیو)

ـــ هغه څه، چې کولای شئ، له شلو کالو تجربې وروسته یې زده کړئ، سمه مطالعه یې په یوه ساعت کې در زده کوي. (کارډیل)

ـــ مطالعه د هغو کسانو لپاره ډېره اړینه ده، چې غواړي له معمول برید څخه لوړ واوسي. (جېم ران)

ـــ د ټول عمر لپاره، زما د خوښې وړ فعالیت، کتاب لوستل دي. (آډري هیپورن)

ـــ هرڅومره، چې ډېره مطالعه وکړئ، په ډېرو څیزونو باندې به پوه شئ او هرڅومره چې ډېره زده کړه وکړئ، نو ډېرو ځایونو ته به لاړ شئ. (ډاکټر سوز)

ـــ له خبرې کولو څخه مخکې فکر وکړئ او له فکر کولو څخه مخکې مطالعه. (فرانک لووبویټز)

ـــ یوه ورځ مې کتاب ولوسته او په ټول ژوند کې مې بدلون را منځته شو. (اورهان پاموک)
ـــ کتاب لوستنه هرڅه شوني کوي. (کېټ ډي کامیلو)

ـــ کله چې دا زده کوئ، مطالعه وکړئ، نو د تل لپاره به آزاد شئ. (فردریک ډاګلاس)

ـــ جامې زړې واغونده، خو کتاب نوی واخله. (سټین فلیپس)

ـــ کتاب هغه ډالۍ ده، چې کولای شئ، څو څو ځله یې پرانیزئ. (ګریسون کلیور)

ـــ څومره ښه ده، چې د هغو کسانو په منځ کې واوسې، چې مطالعه کوي. (راینر ماریا ریلکه)

ـــ مطالعه زما لپاره، له یوه دوست سره د وخت تېرول دي. (ګري پاول سن)

ـــ کوم کتاب، چې کولای شئ، نن یې ولولئ، نو هېڅکله یې سبا ته مه پرېږدئ. (هولبروک جکسن)

ـــ زه تل داسې تصور کوم، چې جنت به هم د کتابتون په څېر وي. (خورخه لوییس بورخس)

ـــ کتابتونونه د ځواک، وقار او هوښیارتیا خزانه دي. (جرمین ګریر)

ـــ د بشر اروایي روزنه، په کتاب پورې تړلې ده. (پلوتارک)

ـــ کتاب، د بشر د ښوونې او روزنې لپاره لیکل شوی دی او د ښوونې او روزنې رول بې کچې مهم دی، ځکه د بشر د ژوند بشپړ برخلیک ټاکي. ( و. ګ بلینسکي)

ـــ کتاب د معنوي تړاو د نښلون څانګه ده. (کارلایل)

ـــ زما بلند پروازي داده، چې په لسو جملو کې داسې څه ووایم، چې بل څوک یې په یوه کتاب کې وایي. (نیچه)

ـــ ستاسو مخ هغه کتاب دی، چې خلک کولای شي، په هغه کې عجیب څیزونه ولولي. (شکسپیر)

ـــ هغه پوښتنه، چې هېڅکله ورته ځواب نه دی ویل شوی او ما خپله هم سره له دېرش کالو مطالعې او څېړنې، هغې ته ځواب پیدا نه کړ، داده، چې د ښځو غوښتنې څه دي؟ (زیګمونډ فرویډ)

ـــ هغه پوهه، چې یوازې له کتابونو څخه ترلاسه شوې وي، پوهه نه ده. (هوراس)

ـــ کله چې خلک له کتاب لوستلو څخه پاتې کېږي، نو له فکر کولو څخه هم پاتې کېږي. (دید رو)

ـــ بد کتاب هغه کتاب دی، چې په ځوانۍ کې زوړ شوی وي او ښه کتاب هغه کتاب دی، چې هرڅومره وخت پرې تېرېږي، نو لاپسې ځوانېږي. (نامعلوم)

ـــ بد کتاب تا ستړی کوي او ښه کتاب ته ستړی کوې، له دې چې څو څو ځله یې لولې. ( نامعلوم)

ـــ که چېرې کوم کتاب د لوستلو ارزښت ولري، نو د اخیستلو ارزښت هم لري. (دوژن راسکن)

ـــ ته په یوه شپه کې دا کتاب لولې او ما یې د لیکلو لپاره، خپل تور وېښتان سپین کړل. (ام. سویه)

ـــ هېڅ کتاب یوازې په دې دلیل پای ته مه رسوئ، چې پیل کړی مو دی. (ویټراسپون)

ـــ ښه کتاب هغه دی، چې انسان فکر کولو ته اړ کړي، که نه نو په څیرولو هم نه ارزي. ( الفبس)

ـــ یو محصل باید ښه کتابونه ولولي او یو لیکوال باید بېځایه او محمل کتابونه هم ولولي. (جورج برنارد شاو)

ـــ زه تر ټولو بې ارزښته کتابونه هم لولم، ځکه په کنډوالو کې خزانې پیدا کېږي، چې سړی ډېر شتمن کوي. (جورج برنارد شاو)

ـــ بد کتابونه د روح زهر دي، چې ذهن له منځه وړي. (ارتور شوپنهاور)

ـــ کتاب هغه زړه خوږی ښوونکی دی، چې د فکرونو په فضا کې وزر پرانیزي. (نامعلوم)

ـــ هر کله، چې کتاب پرانیستل کېږي، نو یو څه زده کېږي. (چیني متل)

ـــ له کتاب پرته کوټه، له روح پرته جسم ته ورته ده. (کیکرو)

ـــ کتاب پرانیزه، ترڅو کتاب دې ذهن پرانیزي. (چیني متل)

ـــ کتابونه لکه دوستان باید لږ وي، خو غوره. ( اېس ـــ پاټرسن)

ـــ په کوم ځای کې، چې کتابونه سوځول کېږي، آخر به یوه ورځ انسانان هم وسوځل شي. (هنریش هین)

ـــ که یوه ورځ کتاب راسره نه وي، نو لېونی به شم. (پلوتارک)

ـــ زما خوښېږي، چې هره ورځ له کتابونو سره واوسم او د هغوی په منځ کې مړ شم. (حسین رحمت نژاد)

ـــ کتاب هغه دوست دی، چې وړتیاوې دې بربنډوي، په تیاره کې رڼا ده، په یوازېتوب کې بوختیا ده، بښل کوي، خو په بدل کې یې څه نه غواړي. (موشه ابن اسرا)

ـــ کتاب هغه بڼ دی، چې په جیب کې هم ځایېږي. (عربي متل)

ـــ زه یو کتاب او یو استاد لرم، کتاب مې ژوند او استاد مې د ژوند تجربه ده. (موسوالیني)

ـــ کله چې کتاب پرانیزئ او خپلې مخې ته یې ږدئ، نو فکر به وکړئ، چې خپل نږدې دوست ته ورغلي یاست. (مونټګمري بلجن)

ـــ په دې نړۍ کې یوازینی څیز، چې کولای شي، موږ له هېرولو څخه وژغوري کتاب دی. (تویک)

ـــ د یوه ملت د اخلاقو او روحیاتو، شوق او فکر د پېژندلو له پاره باید هغه کتابونه او مجلې په پام کې ونیول شي، چې دوی یې لولي. (سمایلز)

ـــ هر کتاب د یو ځل لوستلو ارزښت لري، هېڅ کتاب ته په کمه سترګه مه ګورئ، ځکه چې خزانه په ویرانه کې وي. (شوپنهاور)

ـــ کله چې مطالعه کوو، نو زموږ پرځای یو بل څوک فکر کوي، موږ یوازې د هغه ذهني بهیر تکرار وو. ( شوپنهاور)

ـــ طبیعت هغه کتاب دی، چې ټولې پاڼې یې له مانا ډکې دي. (ګویته)

ـــ هغه څه چې خلک پوهوي د کتابونو لوستل نه، بلکې هغه څه دي چې زده کوي یې. (فرانسېس بېکن)

ـــ ځینې کتابونه باید لږ وڅکل شي، ځینې سمدستي ترمرۍ تېر شي او ځینې په ډېر پام سره ورو ـــ ورو وژوول شي. (فرانسېس بېکن)

ـــ د تاریخ یو کتاب د پېښو د رښتینې څېړنې پر ځای د هغه لیکوال نړۍ لید راښیي. (ګوستاولوبون)

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button