مرکه کوونکی : انجنیر عبدالقادر مسعود غزل په پښتوادب او هنر کې یو ډیر نازک، رنګین، غوړیدلې شعري فورم دی، چې لرغونۍ تاریخ لري . زموږ زیاتروشاعرانو په پښتوغزل کې خپله طبع په ډیر ښکلي ، عالي او ادبي انداز سره آزمویلې ده او خپل قلمونه یې اوچت ساتلي دي . د دغو نامتو او پياوړي شاعرانو بیلګې ډیری زیاتی دي . دغو شاعرانو نه یوازی په غزل کې بلکې په هر ډول شعري فورم کې یې خپل استعداد او ذکاوت آزمویلی دی، چې د دوی ټول فعالیتونه او کارنامې د قدراو ستاینې وړ دي . یو له دغو با استعداده شاعرانو او لیکوالانوله ډلې څخه زموږ تکړه اوپیاوړی شاعر ښاغلی نظیف تکل دی، چې د خپلو منظومو او منثورو آثارو په وسیله یې زموږ د پښتو ادب ګلبڼ تازه، ښیرازه او روښانه ساتلې دی . ښاغلی نظیف تکل د رحمت ګل زوی دی چې په (۱۳۴۰) لمریز کال کې دکونړ ولایت د څوکۍ ولسوالی د ګټوکلاپه کلي کې نړۍ ته سترګې پرانیستې دي . ده خپلې لومړنې زده کړې د څوکۍ په ولسوالی د جمعیت په لیسه کې تر سره کړي دي . نوموړي خپلې لوړې زده کړې د کابل د پولی تخنیک د انجینیري په څانګه کې پای ته رسولي دي . وروسته له دې چې دی د پولی تخنیک له انستیتوت نه فارغ شو، ده د افغانستان د ساختماني چارو په وزارت کې دپروژو جوړولو په مرکزي انستیتوت (پما) کې د انجنیر په توګه په کار پیل وکړ. هغه شوق او علاقمندي چې ده د ادبي ژانرونو شعر او شاعري سره
:درلوده، ده په (۱۳۶۲) کال کې خپل استعداد په شعر ویلوکې وآزمویه اویو شمیر شعرونه یې وویل
دی په (۱۹۹۶)زیږدیز کال د (لیمې مجلی) مسوول مدیر و، د دغی مجلی پالیسي یوازی د پښتو ادبیاتو خپرول وو. دی د(۲۰۰۳) زیږدیز کال څخه تر (۲۰۰۵) زیږدیز کال پورې په هالند کې دافغاني کلتوري ټولنې مشر و . اوس په لندن کې د خپل کورنۍ سره ژوند کوي . ده په هالند او لندن کښې دخپلې ژبې او دپښتو ادب د ودې او پرمختګ په لاره کې د قدر وړ خدمتونه کړي دي . دی وروسته له (۱۴) کالو څخه خپل ګران وطن افغانستان ته ولاړو او هلته یې د ادب د مینه والو په مرسته په خپله ولسوالې (څوکۍ )کې د ادبي بهیر بنسټ کیښود. زما پیژندګلوی د دغې خوږ ژبي شاعر سره د تیلفون په کرښو کې پیل شوه . وروسته له ډیرو خبرو اترو، د ماسره دا ذهنیت پیدا شو، چې دی په رښتیا سره د عالي فکراو پوهې او دلوړو اخلاقو او فضایلو خاوند شخصیت دی . د ده په خبرو کې د وطن او هیوادوالو سره ، دپښتوژبې او
.پښتونوالي سره، او دپښتو د ادب د ودې او پرمختیاسره ژوره مینه او محبت له ورایه مالومیږي
تکل صاحب په ډیره مینه او اخلاص خپل کتابونه ماته ډالۍ کړل، چې له ده نه مننه کوم . وروسته له دې چې ما د ده کتابونه ولوستل، نو ما ولیدل چې دده په شعرونو کې په رښتیا سره پاک اوسپیڅلي عاطفي احساسات په ډیر عالي توګه بیان شوي دي او دی دښه قلم خاوند شخصیت دی . همدا وجه وه چې ما دځان سره تصمیم ونیوه چې د ده دادبي شخصیت په هکله یو څو کرښې ولیکم او د ده سره یو ادبي مرکه ونیسم تر څو زموږ هیواد وال، د ادب مینه وال او د شعر مینان د ده د ادبي فعالیتونو په هکله مالومات پیدا کړي . د یادونې وړ ګڼم، چې د تکل صاحب په ټولګو کې هم دمحتوا اومضمون په لحاظ او هم دفورم او شکل په لحاظ داسې شعرونه لیکل شوي دي، چې
ده په خپلو شعرونو کې دطبعیت ښکلي مناظر، دپیمخواو شاپیریو حسن ، جمال او ښایست، مینه اومحبت، دټولنې انساني اواجتماعي پدیدې، دوطن ، انسان او انساني کرامت سره ژوره مینه، ،د سوکالی، خپلواکۍ، آزادۍ پیغامونه، د خلکو راویښول او دخلکوعاطفي احساساتو راپارول، عدالت، صداقت، ورورولي، اتحاداواتفاق دملي وحدت روحیه، دپښتو اوپښتونوالي سره ژوره مینه، د جنګ ، دیاس او نهیلې تصویرونه، دغم، درد، کړاوونواو ناخوالې انځورونه، د ظالم ظلم،او داسې دنورو پدیدو په هکله خپل فکر او خیال ، کنایات ، استعارې، موسیقیت ، عاطفي او
.انساني احساسات په ډیره ښکلي او شاعرانه ژبه بیان کړي دي ده خپل قلم دغزل ، نوي، سپین اوآزادشعر په لیکلو کې اوچت ساتلې دی، همدا وجه ده چې د ده په شعرونه کې هنري او ادبي اړخونه ډیر ښکلي
.او دستاینی وړ دي
دی په ډیره ساده او روانه ژبه شعرونه لیکي او دهرچا په ذوق برابر شعرونه لري . دبیلګې په توګه د ده دشعرونو دا بیتونه ګورو، چې وایي
د افغان د زړګي مینه
په اور وسوه دوزخي شوه
څومره وینې دي بهیږي
لا د وینو ارزاني شوه
د مرګو خولګۍ شوه وازه
مړه زموږه زندګي شوه
دې کنډر کنډر وطن کې
را په برخه غلامي شوه
دسپرلي ځولۍ کې ګوره
هره پاڼه زعفراني شوه
دا دچا د فرمان لاندې
ازادي مو بندګي شوه
هغه خاوره دجنت مو
لاړه اور باندې ستي شوه
:او یا وایي
څومره ترخې دي زموږ د کلي کوڅې
د غم میرې دي زموږ د کلي کوڅې
لاره دې بچه کړه پرې مه راځه نور
سړیخورې دي زموږ دکلي کوڅي
قدم دې ورو ږده په وینو نه شي
په وینو سرې دي زموږ دکلي کوڅي
دمینې غل په نیمه شپه راغلی
ځکه سړې دي زموږ دکلي کوڅي
:او یا وایي
لوټ شومه یاره دپردو کوڅه کې
څیرې ګریوان د لیونو کوڅه کې
دځوانۍ وخته څه عبث تیریږې
د چا په سر د تومتو کوڅه کې
جرګې مې لاړې شوی له سترګو بهر
پښتونه یاره دپښتو کوڅه کې
:او یا وایي
سترګو نه اوښکې خامخا وریږي
چې په هر لور د مرګ بلا وریږي
چیرته به پټ کړو ماشومان ورځنې
چې مو په کور کلي بیدیا وریږي
:او یا وایي
رود د اوښکو مې له سترګو په ژړا ځي
په سفر مې له وطنه خوږ اشنا ځي
زهیر زړه مې په ګوګل کې وار خطا دی
د امید ناوې په لارو یک تنها ځي
بیلتانه مې په زړګي چاړه ټومبلې
فریادونه مې تر عرشه په هوا ځي
:او یا وایي
دا خو اشنا ستا د راتلو ورځې دي
ځکه خو مستې د سپرلو ورځې دي
د رڼا ګانو ورځ به کله راځي
په موږ خو ټولې د تیارو ورځې دي
زما دحال پوښتنه اوس مه کوه
چې مې وطن کې د سلګو ورځې دي
زما ګریوان ته دوعاګانې کوه
چې دې کوڅه کې دجرګو ورځې دي
:اویا وایي
په مزار زما ډیوې مه بلوه
په ګوګل راته لمبې مه بلوه
چې په ژوند راسره مینه وفا نه کړې
پس له مرګه مې نو شپې مه بلوه
:او یا وایي
ښکاري چې ګلونه له بهاره مرور دي
ایښې دیار څڼو کې له یاره مرور دي
راشی که جوړیږي چې جرګه یې منځ کې وکړو
ستوري دغه ستوري له سهاره مرور دي
څنګه په سر کوزې زمانه کې موږ اوسیږو
ګوره چې یاران له خپله اره مرور دي
:او یا وایي
د نن تیارو کې د ډیوو نښه ده
د روڼ سحر د راختو نښه ده
مین زړګی مې ورته سپر نیولی
که دې بڼو کې د چړو نښه ده
زما ګناه خطا به څه وه اشنا
چې دې اقرار کې د توبو نښه ده
:او یا وایي
بلې چې دا ستا د مخ ډیوې شولې
جګې د سپرلو نه سرې غونچې شولې
اور مې د نظر وو چې یې وکاره
پورته اننګو نه سرې لمبې شولې
ډیر مې اشنا ستا لارې ته وکتل
سترګې منتظرې بې اسرې شولې
ووایه ساقي چې ملا څه ووي
داسې چې هر ګوټ سره توبې شولې
:او یا وایي
په نورسه مینې واوښتمه شپه شوه
څومره ډیره خوږیدله چې نشه شوه
دلنډۍ لمنې لاندې غلی غلی
خوځیدمه خوځیدمه چې غرمه شوه
:او یا وایي
یوه بې سره او شډله لاره ښه ده
تاته خپله ماته خپله لاره ښه ده
د چاپه پل باندې هر پل راته پیغور دی
خدای راکړې دا بې پله لاره ښه ده
ملنګي ده د چنار لاندې تیریږي
راته غوره همدا بله لاره ښه ده
چې مې هرڅومره تکل د فکر وکړ
دکروړ غوندې اتله لاره ښه ده
:او یا وایي
نه پاتې کیږي دا تیارې سبا ته
وار خو وکړه د دغې شپې سبا ته
سبا به راشي یو روښانه سبا
حساب به کیږي د زرې سبا ته
اغزي اغزي شو د وطن ګلونه
څه په اوربل ږدي پښتنې سبا ته
درڼا کلي ته ورتګ ملګرو
غواړي تګل او ارادې سبا ته
:او یا وایي
ستا پیغلتوب زما ځواني تیره شوه
د چا ښایست د چا مستي تیره شوه
یودې یوې لارې دوه پردیس ملګري
د یو غرور دبل خاني تیره شوه
په زور مې اوس دخپل غزل پوهیږم
تکله څنګه یې خامي تیره شوه
:او یا وایي
ځمه د مینې تر اسمانه رسم
په لپو ژاړم تر جانانه رسم
په ژوبلو اوښکو یادوم ملګرو
نامه د مینې تر ارمانه رسم
د مخ کعبې ته چې دې پرې نه ښودم
اوس به نو کله تر ایمانه رسم
:او یا وایي
دغه یوه چې ګوره ماته نیسې
څلور نورې وایه چا ته نیسې
ته خبر پر دغې یې او که نه
ټول عیبونه دې دنیا ته نیسې
:او یا وایي
ستا د یادونو شمعې بلې ښې دي
د ارمانونوشمعې بلې ښې دي
زما دې هیڅ پوښتنه ونه کړله
د دې لوظونو شمعې بلې ښې دي
زما د هیلو بڼ تالاوالا شو
د بهارونو شمعې بلې ښې دي
زما په برخه شو تکل د مینې
د دې وختونو شمعې بلې ښې دي
:او یا وایي
د اوښکو په هر څاڅکي کې خندا راته ځلیږي
په دې تورو تیارو کې سپین سبا راته ځلیږي
ژړا کې مې خندا شته په دې ښه یم پوهیدلی
بیلتون کې د وصال هغه لیلا راته ځلیږي
منم چې ستا د ښکلي مخ پتنګ یم لمبه کیږم
په دغو سرو لمبو کې ستا وفا راته ځلیږي
:او یا وایي
مالیدل چې سحرګاه وه
دځنګل په خاموشۍ کې
زه او ته وو څو خبرې
دریم ګړی منځ کې نه و
دا خبرې زما او ستا
وایه چایوړې بهر
:او یا وایي
لا خو اوس هم دمقصد په لاره نه ځي
تخیل مې
نه پوهیږم
چیرته درومي
دښکلا بادار غلام دی
ښه خبر یم چې ځواني یې ختمه نه ده
:او یا وایي
نا بلد ومه بلد شوم
خو ځمه درنه ځمه
د سیندونو خواته درومم
دځنګلونونه تیریږم
د ا غرونه شاته څه دي؟
نور ملکونه دي اباد دي
او وګړي یې ماړه دي
جنګ جګړې ور په کې نه شته
دانسان قدر معلوم دی
داسې ځای زما خوښیږي
بس همداسې ځای ته ځمه
………………………………
……………………………..
:او یا وایي
په هغو کلیو کې هم
وتخنیږي
او د خندا وو څپې
د دې شملو وطن کې
د غیرتونو قام ته
درڼاګانو له کور
سره مشالونه راوړې
چې دا خواره پښتانه
په خپل وطن کې
بې وطنه نه شي
:او یا وایي
دلته ګورمه له ډاره
ستا په ځمکه لویه خدایه
ملایکې نه ګرځیږي
د نیکیو او بدیو
فرعوني اروا ژوندۍ ده
:او یا وایي
د زمان له غیږي پاڅي
دارمان په چینه لامبي
د کڼو شیبو نه غواړي
دا څو ټکي حقیقت
ازادي دژوند لپاره
او خوښي دژوند لپاره
که دا اور وي که ګلونه
دواړه خوښ د انسانانو
:دتکل صاحب زیاتې لیکنې او شعرونه په ورځ پاڼو، مجلواو دانترنیټي سایتونوپه پاڼو کې خپاره شوي دي . د ده چاپ شوي آثار دادي
– او پاڼې مړې وې
– شبنم په پاڼه
– پاڼې د لونګو
.او داسې نور آثار چې تر اوسه چاپ شوي نه دي
.د ښاغلي نظیف تکل د پوره پیژندګلوی لپاره ما د ده سره یوه مرکه نیولې ده، چې د تاسو ادب دوستانواو د شعر مینانو پام ورته راګرځوم
:تکل صاحب اجازه راکړی چې خپلې پوښتنې پیل کړم
پوښتنه : کوم احساس، شوق او مینې دې ته وهڅولې ، چې تاسو بایدشعر ولیکې او څرنګه مو خپل استعداد ته پام شو چې کولای شی شعر
ووایاست؟
ځواب : خبره داحساس، شوق او مینې ده، او شعر په خپله د احساس ، مینې او تر اندازې د شوق خبره ده . ځینی ادب پوهان شعر د احساس خبره
بولي او یو تعریف یې همداسې کوي، چې شعر د زړه غږ دی او زړه په خپله د مینې او احساساتو کور دی . دا چې زما څنګه دې ته پام شو، چې
شعر لیکلی شم ښایي دا به د هماهغه لومړنیو
اوتوبوتو د لیکلو نتیجه وي ، چې وروسته به مې ور پام شوی وي، چې یو نیم شعر هم لیکلی شم .او تر کومه ،چې د باید سوال دی ما هیڅکله هم
.داسې نه دي کړي ، چې باید شعر ولیکم
پوښتنه :مالومیږي چې تاسو د ادبي او فرهنګي آثارو سره زیاته مینه لری ،ولې تاسو دا تصمیم ونیوه چې د خپلې ټولنې شاعر شی ؟
ځواب : زه له خپل خدای (ج)څخه په دې هم ډیر منندوی یم، چې له کتاب سره یې زما اړیکه ونه شلوله او لا تر اوسه ورسره هم هغسی لیونیۍ
مینه لرم . پاتې شوه د شعر خبره، ډیر وخت به ما دشعرد ښاپیرۍ سره مینه نه کوله خو دشعر ښاپیرۍ به کله کله خپل مخ په پټه راښکاره کړ.
..وروسته له اوږدې مودې په دې وتوانیده ، چې زما زړه راخپل کړي، اوس دواړه یو پر بل مینان یو
پوښتنه : آیا تاسو د نورو ژبو آثار او شعرونه هم مطالعه کوی، او که مو لوستلي دي نو د دغو آثارواو شعرونو اغیز پر خپله شاعرۍ څه ډول
څیړې؟
.ځواب :ما د بلې ژبې شعر نه دی لوستی او دا، چې نه مې دی لوستی نو ځکه یې په خپله شاعرۍ هیڅ اغیز نه وینم
پوښتنه : زموږ یو شمیر لیکوالانو او شاعرانو دبهرنیو ژبو آثار او شعرونه هم ژباړلي دي . د تاسو په نظر د بهرنیوژبودادبي آثاروژباړه او یا
ځواب : زه د نورو ژبو دآثار ژباړه پښتو ته، او پښتو آثار نورو ژبو ته یو فوق العاده ضرورت ګڼم او په دې کې دپښتو ژبې وده او پرمختګ
وینم . موږ که ګاونډي هیواد ایران ته وګورو د نړۍ په هره ژبه ، چې هر ډول علمي، مذهبي او ادبي آثار خپریږي، ایرانیان یې دشپږو میاشتو
نه واخله تر یو کاله پورې خپلې ژبې ته ژباړي . خو پښتانه په دې برخه کې بیخي پڅ دي . که څوک پښتو آثار نورو ژبو ته او دنورو ژبو آثار
.پښتو ته راژباړي زه په دواړو کې دپښتوژبې خیر وینم، او دپښتو د ودې او پرمختګ عامل یې ګڼم
.پوښتنه : د تاسو په آندشعر لیکل او شعر ویل الهام دی او که انساني تجربه؟ مهرباني وکړې په دې هکله په لنډه توګه مالومات راکړی
ځواب : هغه مشهوره خبره ده ، چې وایي: د پخواني یونان خلک سقراط ته په غصه شول او له قاضي نه یې سقراط ته د سختی جزا غوښتنه
وکړه . قاضي سقراط ونیوه او ورته وې ویل ، چې تا ته په دې خاطر جزا درکول کیږي، چې تا شاعرانو ته سپکی سپورې ویلې دي . هغه
خوار ، چې وهل شوی او ډبول شوی و، وویل، چې تاسو خو ما نه وپوښتۍ ، چې ما شاعرانو ته څه ویلي. ما فقط ویلي، چې شاعرانو ته الهام
کیږي دوی، چې شعر وایي دوی هم نه پوهیږي ، چې څه وایي خو د دوی په وینا (کلام)، بیا په ټولنه کې نور هوښیار خلک شته، چې د دوی
ویناتعبیروي او تفسیروي او خلک ورباندې پوهوي . خو زه یې بیا د سقراط د دې مشهورې خبرې په ادامه دواړه بولم . هم الهام دی او هم تجربه
. ځینی ادب پوهان وایي، چې الهام د بریښنا یوی څړیکی ته ورته دی ، چې په ماغزو کې کیږي او معمولا لومړني یویا دوه بیته الهام ګڼي او نور
شعر بیا د شاعر پوهه او تجربه ګڼي .زه یوه خبره ضروری ګڼم او هغه شاعرانه تجربه ده ، چې شاعر یې په څه شکل خپل لوستونکي یا
.اوریدونکي ته ورلیږدوي
پوښتنه : د تاسو په نظر شعر یعنی څه او شاعر یعنی څوک؟ تاسو د شعر او شاعري اغیز دیوې ټولنې د خلکو په راویښولوکې او د خلکو
دملي.احساساتو په راپارولو څرنګه څیړې؟
ځواب : دې پوښتنې ته تر اوسه ادبپوهانو کوټلی ځواب نه دی موندلی، یا یې په یوه ځانګړي تعریف اتفاق نه دی کړی . زه فکر کوم، چې شعر د
هغه انسان سره، چې ژبه یې پیدا کړې ده ملګری راغلی دی تر داننه پورې . او بیا ننی انسان ، چې څنګه زیږي یو له لومړنیو غږ ونو نه ، چې
د هغه غوږو ته رسیږي شعر دی .شعر د ژبې په اندازه لرغونی او پخوانی دی . شعر د احساساتو او عواطفو د بیان ژبه ده .( اسدالله غضنفر په دې عقیده دی ، چې شعر هغه تیریګر پلوان شریک ته ورته دی ، چې همیشه د نثر کروندی لاندی کوي او ګلونه په کې کري). شاعر هغه څوک
دی ، چې شعر لیکي . زه شعر د هنر دلویې ونی یوه څانګه ګڼم او ښه شعر هماهغه دی ، چې ستا د ذوق تنده درخړوبه کړي . پاتی شوه د ټولنی
د خلکو د راویښولو او یا دهغوی د ملي احساساتو په راپارولو کې څومره رول لري ما مخکی وویل ، چې شعر د احساساتو او عواطفو دبیان ژبه