ښاغلی زیب منتظر مسید د جهانزیب شمنخیل مسید زوی او د فرقه مشر محمد رمضان خان شمنخیل لمسی دی.دی پر (۱۹۶۳) زیږدیزکال داکتوبردمیاشتی پر لسمه نیټه په وزیرستان کې زیږیدلی دی.نوموړې په قوم لمرګل خیل مسیددی.لومړنۍ زده کړې یې په خوشال خان لیسه کې تر سره کړې دي، بیا د لوړو زده کړو لپاره د پخواني شوروي اتحاد دازبکستان سوسیالیستي جمهوریت تاشکند ښار ته ولاړو،او پر (۱۹۸۹) زیږدیز کال یې د تاشکند د البیروني په نوم د پوليتخنیک د انستیتوت نه د مهندسي په څانګه کې د ماسترۍ دیپلوم تر لاسه کړ.
د یادونې وړ ده چې منتظرمسید صاحب د زده کړو پر وخت له روسي ژبې نه دوه کتابونه چې یو یې (جګړه) او بل یې (غښتلي وګړي) نومیده هم پښتو ته ژباړلي دي. بیا یې له (۱۹۹۰ز) تر (۱۹۹۲ز) کال پورې د افغانستان لپاره له تاشکند راډیو له پښتو خپرونې سره د ژباړونکي او ویاند په توګه مرسته کوله. پر (۱۹۹۳ز) کال اوکراین ته او له هغه ځایه بیا پر (۱۹۹۸ز) کال پاکستان ته ولاړو. پر (۲۰۰۳ز) کال بیرته افغانستان ته راستون شو نن سبا هلته اوسیږي او په خپل کار او دنده بوخت دی. ده د ښونځي له وخته په شعر ویلو پیل کړیدی او پر (۲۰۰۵ز) کال یې د خپلو شعرونو لومړۍ ټولګه د (اوکا) په نوم چاپ کړه. د منتظر مسید صاحب ډیر زیات شعرونه او بیلابیل مضامین پربیلابیلو موضوعګانود هیواد په ځینو ورځپاڼو، اونیزو او الکترونیکي رسنیو کې خپاره شوې دي. ده خپله دویمه شعري ټولګه چې د (ویښې شپې) په نوم یادیږي د چاپ لپاره تیاره کړې ده ډیر ژر به چاپ شي. منتظرمسید صاحب د خپلو شعرونو تر څنګ د جنوبي وزیرستان د مسیدو قوم د تاریخي مبارزو او هڅو په باب هم ځینې څیړنې او یو شمیر معلومات راغونډ کړیدي چې غواړي دا څیړنې او معلومات د یو کتاب په توګه هم چاپ کړي. دی د خپلو ټولو فعالیتونو تر څنګ د شوق او ذوق له مخې انځورګري هم کوي او همداراز په مجسمه جوړولو کې هم ښه استعداد لري. لنډه دا چې ښاغلی منتظر مسید زموږ د هیواد څو اړخیزه شخصیت دی، له تاریخ، سیاست او ادبیاتو سره ځانګړې مینه لري.
– ښاغلی زیب منتظر مسید زموږ د هیواد هغه مخکښ او تکړه شاعر او لیکوال دی، چې د ده په لیکنو او شعرونو کې د پښتو ژبې او پښتونولي سره سوچه، پاکه اوسپیڅلې مینه، د هیواد او هیوادوالو او ټولنیزو هیلو او دردونو ملي احساسات او جذبات له ورایه څرګندیږي. دبیلګې په توګه دده دا بیتونه لولو:
جهان رانه ورک شوی دی ،خپل ځان رانه ورک شوی
امید،هیله مومړه دي،هم ارمان رانه ورک شوی
څه لړې،څه توپان ګرم،څه هم موږ په سمه نه یو
منزل چې غلط کړی مو،کاروان رانه ورک شوی
چې خړمنځ دسیالانوکې،لږ بل خوډیرخپل ګرم یو
احساس مودی مړشوی هم وجدان رانه ورک شوی
دبل په تمه ناست یو،چې ړنګ کوربه راله جوړکړي
غیرت اوننګ مو څه شو ،هوډ ، ایمان رانه ورک شوی
***
او یا وایي :
لاړم پردلدل(بوخته)دړوندغیرت ډوب ترزنګون شومه
ورک مې خپل پیژندکړ،لوی افغان وم تش پښتون شومه
ماویل ککرۍ به شي ماته،ښکته نه به شي
ماته نشوه، ښکته هم شوه ،پاتې له پاڅون شومه
لوبې دپیشو راباندې خپلوهم پردو وکړې
سپک شومه،بې پته شوم،هم ګرم دهرقانون شومه
سپي دلیوني په شان نښتی مې لکۍ پورې
جوړه تماشه مې ددښمن دنندارتون شومه
ښکته ترهرچاخو راته ځان ترهر چالوړښکاري
ځکه شاته پاتې له هرنوي اوښتون شومه
چیرته چې جګړه وي مامې بډې ورته نغښتې دي
ځکه جګړه مارو دنړۍ ته جوړمضمون شومه
ماوییل چې تل به (منتظر) نه یم ،نیکمرغ به شم
اوږد مې انتظارشو،نورنوستړی له ژوندون شومه
او یا وایي :
دنیکمرغۍ په لټه وتی ، سمه، غرلټوم
دتوروشپونه ستړی شوی یمه لمرلټوم
شیرخان،میرویس،احمد،غفار نه مومم
ناهیلی ګرځم،خپل ټاټوبی لراوبرلټوم
لکه دډال چې ددښمن ګوزار ته ودریږي
داسې پولاد په شانې کلک پښتون ټټرلټوم
نه خومورچل له لاسه ورکړي،نه دښمن پرې برشي
پاتې ژوندو سرو کې داسې یو نر سرلټوم
***
پوهاند ډاکتر صاحب مجاوراحمدزیار، چې زموږ دهیواد نومیالی فرهنگيال څواړخيز منلی شخصیت ژبپوهاند او ادبپوهاند، ليکوال، رسنوال او تکړه وينا وال دی په خپله یوه لیکنه کې دښاغلي زیب منتظر مسید د ادبي شخصیت په اړه داسې وایي:
(گران او منلی انجنير صاحب،
ډېر ه مننه چې دمنتظر مسيد غوندې د يوه بل فرهنگيال مسيد له اند و ژونده دې خبر کړم.له داسې يوه انسانه چې په ټوله رښتينولۍ او روغنيتۍ يې د خپلې مورنۍ ژبې دسرڅڼې لپاره منډې ترنډې وهلې. هم يې د ليکوالۍ، ژباړې او رسنوالۍ او هم د شعر و شاعرۍ او وياندۍ له لارې له غبرگو تربرو (پارسي او اردو).ژبو سره د سيالۍ او خپلو وروسته پاتې پرگنو د راويښونې لپاره ښايسته ډېر څه کړي دي.
د شعر ژبه يې له روانۍ او ساده گۍ سره سره د پښتني ولولو ښه ترااستازي او انځورگري کوي او يو ښکلی پيغام پکې رانغاړي.خو زه يې بيا په ځانگړې توگه د ټولنيز ارمان يوه رڼه هینداره بولم او له همدې پلوه ورته د لا زياتو بريواو برياووغوښتونکی يم.
په ټوله پښتني- فرهنگي مينه!
پوهاندمجاوراحمد زيار)
ـ د ښاغلي منتظر مسید په شعرونو کې دپاکې او سپیڅلې مینې او محبت خبرې او د کلام سپیڅلتیا د ده دزړه د درد او احساس ژبه ده، چې هر لوستونکې او اوریدونکې په لوستلو او اوریدلو پکې د خپل زړه دردونه، هیلې او آرمانونه موندلې شي.دی په خپلو شعرونو کې دخپلو خلکو دردونه او د پیښو، حوادثو عیني او ریښتیني تصویرونه اودټولنیزژوند بیلابیل اړخونه او نیمګړتیاوې په ډیره میړانه او زړورتیا د خپلو هیوادوالو سره شریکوي او ترینه پرده لیرې کوي.د بیلګې په توګه د ده دا بیتونه ګورو:
ورځې مو تیرې کړې په خوب، ویښې موشپې پاتې شوې
ځکه اغیارلاړ تر منزل، زموږ قافلې پاتې شوې
تندې اخیستي ور روان یودسراب په لوري
څیرمه ترڅنګ مودچینې اوبه رڼې پاتې شوې
دبل پرسرباندې ږدو پښه، خوځانته لاره باسو
غم دعقبا دی رانه هیر،رانه سجدې پاتې شوې
زاهدپه یوه پیاله تسل نه کاویالې یې غواړي
هسې په حرص کې دساقي ترې پیمانې پاتې شوې
ورنه لټون کې دجنت دغونډومنډوحورو
ددې دنیادا ښکلې پیغلې سپينې سرې پاتې شوې
هغه چې تلي، ښه یابد وو بیرته نه راګرځي
دچانه بدې خاطرې، دچانه ښې پاتې شوې
بس (منتظره) دجنت غم خوره جومات ته مخ کړه
لاړه ځواني نورې دعشق مینې کیسې پاتې شوې
***
او یا وایي :
څوک په اوبوکې پل د ورک جنان دپښې لټوي
څوک په نیستۍ کې دهستۍ دخوند وږمې لټوي
چا ده ځولۍ کلکه نیولې د نفرت اوکرکې
پکې دمینې،محبت شیبې خوږې لټوي
څوک جل وهلی،دسراب لورته په ځغاسته روان
غواړي پرې ماته خپله تنده کړي،ویالې لټوي
بلبل دګل ښايست دځان لپاره غم جوړکړی
ناست تمام عمريې صفت لره نغمې لټوي
پتنګ دشعمې درڼواوښکوطواف لره ځي
خپلووزرو ته داور بلې لمبې لټوي
***
او یا وایي :
زه خو تاته درنژدې شوم،ليرې،ګوښی له دونياشوم
دريغه تاهم درخپل نکړم،پاتې ځانته تک تنهاشوم
یوڅپانده ،خوځندموج وم،ډک له مينې اواحساسه
په ساحل دبې حسۍ مې ټکر وخوړ ورک ، پنا شوم
ته نغمه شولې بې سره دمطرب ګوتو کې ښکيله
زه غزل شوم ډک له غمه،اه ،پریادشومه،نوا شوم
تاښادي خپله جامه کړه،دحسرت لمن ورټوله
زه دغم سره ملګری،میشت په کلي د ژړا شوم
تا دګل طراوت خپل کړ،دبلبل دزړه صیاد شوې
مااغزو له غاړه ورکړه،ټپ،پرهارشومه ،غوغاشوم
څوشیبې،څوګړۍ ژوند دی،ستاله سر ځینې دې ځاروي
(منتظر) پرې پښیمان نه یم، خیرکه لاړمه،خطاشوم
***
ښاغلی عبدالهادي هادي صاحب چې زموږ دپښوادب په ډګر کې یو تکړه او نامتو لیکوال اوشاعر دی په خپله یوه لیکنه کې د ښاغلي زیب منتظر مسید صاحب دشعر او شاعرۍ په اړه داسې کښلي دي:
( …. ښاغلي منتظر زیب مسید مې په فیس بک کې پیژندلی دی، له څه مودې یې نیژدې هره ورځ ، دوه پس یو شعر لولم، لوستی او له روان نړیوال شعري بهیره خبر او آګاه شاعر دی.شعرونه یې روان، ساده او ښکلي دي.د مسید شعرونه زموږ داوږدې روانې تراژیدۍ ژوندي او ښکلي انځورونه دي، د ده په شعرونو کې د هغه اور تاوونه له ورایه ښکاري چې د ده پر زیږنځای وزیرستان کې بل دی:
جهان رانه ورک شوی دی ،خپل ځان رانه ورک شوی
امید،هیله مومړه دي،هم ارمان رانه ورک شوی
څه لړې،څه توپان ګرم،څه هم موږپه سمه نه یو
منزل چې غلط کړی مو،کاروان رانه ورک شوی
مسید ته د پښتنو د بې څاروانه کاروان د ورکې درد مالوم دی او د همدې له پاره ، خپلې ویاړلې ماضي ته پناه وړي او د تیرو زمانو په طلایي پاڼو کې شیرخان، غفار خان او میرویس خان لټوي:
دنیکمرغۍ په لټه وتی ، سمه، غرلټوم
دتوروشپونه ستړی شوی یمه لمرلټوم
شیرخان،میرویس،احمد،غفار نه مومم
ناهیلی ګرځم،خپل ټاټوبی لراوبرلټوم
ښاغلی مسید ته د پښتني ټولنې نبض ورمالوم دی او په دې پوهیږي چې موږ ټول عمر د دې پر ځای چې د مستقبل له پاره فکر وکړو نو د خپلو نیکونو او پلرونو پر تورو ویاړیدلي یو، او همدا هغه څه دي چې موږ یې د زمانې له کاروانه وروسته پرې ایښی یو، هغه په ډیرهنرمندانه انداز د پښتني معاشرې پر دغه منفي سلوک انتقاد کوي او په ښکاره وایي چې موږ همدې تشو ویاړنو له کاره ویستي یو:
لاړم پر دلدل (بوخته)دړوندغیرت ډوب ترزنګون شومه
ورک مې خپل پیژندکړ،لوی افغان وم تش پښتون شومه
ماویل ککرۍ به شي ماته،ښکته نه به شي
ماته نشوه، ښکته هم شوه ،پاتې له پاڅون شومه
ښکته ترهرچاخو راته ځان ترهر چالوړښکاري
ځکه شاته پاتې له هرنوي اوښتون شومه
چیرته چې جګړه وي مامې بډې ورته نغښتې دي
ځکه جګړه مارو دنړۍ ته جوړمضمون شومه
ما چې تر کومه د ښاغلي زیب منتظر صیب شاعري لوستې نو هغه راته یو متعهد شاعر ښکاري، هغه د فکر د ارایې له پاره او د خپل پیغام د لیږدولو له پاره له شعره د یوې وسیلې په توګه کار اخلي او غواړي په دې ډول د پښتني معاشرې نیمګړتیاوې رابرسیره او د حل لارې یې په ګوته کړي، ان تر دې چې کله کله خو ډیر د هنر پروا هم نه ساتي خو د خپل پیغام او فکر لیږد ته تر پایه متعهد پاتې کیږي.د ښاغلي مسید پر شاعرۍ ډیرې خبرې کیدای شي چې هغه زه بل وخت ته پریږدم خو پر دې خبره ټینګار کوم چې که څوک غواړي د ژوند له پاره شعر ولولي او که څوک په شعر کې فکر او منځپانګې ته پر نورو توکو ترجیح ورکوي نو د منتظر مسید شاعرۍ نه دې په څنګ نه تیریږي او خامخا دې د هغه د ښکلې او انساني شاعرۍ په ګلبڼونو ورګډ شي.بیځایه به نه وي چې له خپل ګران دوست انجنیر عبدالقادر مسعود نه هم مننه وکړو چې زموږ دا حقدار او ښه شاعر یې راسپړلی دی او غواړي په دې ډول یې نور هم افغاني ټولنې ته ورپیژني…))
– منتظر مسید صاحب په خپلو شعرونوکې خپل رښتینې احساسات او افکار دخوارانو،غریبانو، مسکینانو، مظلومانو او یتیمانو په اړه او د دوی رنځونه او غمونه، لوږه اوتنده او د ټولنیزژوند ناخوالې، کړاوونه او ناهیلې داسې انعکاسوي، چې دهر لوستونکې انساني عواطف او احساسات راوپاروي. د بیلګې په توګه دا بیتونه ګورو:
راځی چې سوچ پرې وکړو
داملامته څوک دی ؟!
داچې مو کورويجاړدی
ور دروازه نلري
په نغري کې مو اور نه بليږي
خړې لوخړې، مړه لوګي ترې خيژې
دمایوسۍ سلګۍ ،ګریزونه کوي
په غم لړلي اسويلي ترې خيژي
سکروټې مړې دي تش ايرې پاتې دي
ترخې ترخې څوخاطرې پاتې دي
راځي لږسوچ پرې وکړو
دا ملامته څوک دی !؟
***
او یا وایي :
څه روان دي ستا دونيا کې لويه خدايه
څوک خاوند د څوکورو اوڅوک بې ځايه
څوک بې رزقه ،جامې نه لري په غاړه
څوک لري بيا بې حسابه دغه دواړه
څوک له فقره وير، فرياد کړي په ځان تنګ وي
چا په کور کې موټرونه رنګ په رنګ وي
څوک خوري وينې د مظلوموپرې چاغیږي
څوک له لوږې نه په سرو سترګو ژړېږي
دچالاس د بل په وينو سور ککړوي
څوک بسمل غوندې په خاورو کې خړپړوي
د چا ځمکه بستره ، تيږه بالښت وي
دچا نرم اونازک ، ډېر يې ارزښت وي
څوک تنور په شان په سرو غرمو کې کارکړي
څوک بيا ناست ارام ،امرونه اوګفتار کړي
څوک د بل لپاره ځان فدا، قربان کړي
څوک دبل په زيار وځان ته جوړجهان کړي
څوک کړي فکر څنګه نن شپه به سبا کړي
څوک له ډېرې خوشالې شين وي ،خندا کړي
***
او یا وایي :
ښکاروکه ظاهرژوندي ،باطن کې هر زړه مړی دی
موږله ژوندستومانه ،ژوند له موږه ځينې ستړی دی
خدايږولګيدلی پرپښتون دليوني سپي رنځ
وينې دخپل ورورڅښي ده ته ښکاري لوی پياوړی دی
نورخلک خپل ژوندکړي موږاخته دځان په ويرکې يو
سورککړ په وينو د وجود مو هر يو غړی دی
لت پت موچمن دی پاڼې پاڼې سره ګلان پراته
خدايه رالويدلی پرموږڅه تندرخوشمړی دی
کاڼي بوټي سوزي دبارودو ترې لوګي خيژي
دغه يې سوغات دی چې دښمن موږته راوړی دی
سترګې مو ړندې دي پرې پرده ده دنفرت خوره
عقل اوشعوردجنګ،جګړې ديو رانه وړی دی
کورد غليم وران شه دايې څه کانې راوکړلې
اوردځان ځانۍ يې پرلمن راپورې کړی د ی
بس کړه جنګ پښتونه لار دسولې علم ونيسه
سوال درته زاري کړم دلوی خدای روی مې دروړی دی
زه خو(منتظر) يم دپښتون ديوه نيکمرغه ژوند
ګران راته ترځانه دپښتون هريووګړی دی
***
– ښاغلی منتظرمسید په خپلو شعرونه کې دظلم، استبداد، نابرابریو او اختناق پر خلاف خپل دریځ په ډاګه څرګندوي. د بیلګې په توګه دا بیتونه ګورو:
دمستبد له ظلمه شور مه کوه
ويره يې ډارله ځواک اوزور مه کوه
پاڅه په سوک يې ورله مات کړه [ورسک]
ذغم، حوصله، صبر ورته نورمه کوه
فيصله منځ کې چې دحق، باطل کړې
توپيردلوړ، ټيټ، سپين اوتور مه کوه
چادرته ويل؟! ماتې دښمن لپاره
صرفه پرپلاردې هم پرورور مه کوه
که خوښ ژوندون دې وي بې [مرڼودرڼو]
دپلاراومور زنيازبینه لور مه کوه
هرکارچې کړې په خپل تدبيريې کوه
استفاده سؤ له مجبور مه کوه
سکون دروح،جنت فردوس دې په کار؟!
دلازاري دپلاراومور مه کوه
***
او یا وایي :
لږمې پريږدی
چې په چوپه اوخاموشه
غلې دپه يوه ګوښه کې
تک تنهايوازې ځانته
لږساعت يوه ګړۍ کينم
خپل خوره وره، ورک شوي
تراهيدلي ،ويريدلي
بوږنيدلي ريږديدلي
عقل،پکراوشعورمې
سوچ اوخيال سره راټول کړم
ځان،جهان ،حالت راغلی
دښه، بدپه تله تول کړم
لږمې پریږدﺉ! چې سوچ وکړم
دتورمخې بدمرغۍنه
تکې تورې تاريکۍ نه
دغمونودکوهي نه
ددښمنې ناپوهۍ نه
دوتولار که پيداکړم
داتیاره توره رڼاکړم
لږمې پريږدﺉ!
***
او یا وایي :
راشئ ای ملګرو،نور دغم خبرې نه کوو
نه تویوواوښکې ، دماتم خبرې نه کوو
غم په خوشالي مینځو،ناخوالوته سرور راوړو
ټپ،پرهاردې ورک شي ، دملهم خبرې نه کوو
ستایو به ښکلادبڼ،وږمونه به يې خونداخلو
تړمو،تړمواوښکودشبنم خبرې نه کوو
غوږنیسو مطرب ته،دنغمويې سوزاوسازاورو
موږيې سراوټال،دزیراوبم خبرې نه کوو
لمریادوو،ورځ یاده ،رڼااوروښنايي ګورو
شپه هیره،تیاره هم دتورتم خبرې نه کوو
ډاردا درقیب نه دی ،له مینې لاس په سرچې شوو
تاتندی کړتریو،ځکه صنم خبرې نه کوو
نورنو(منتظره)خپل چمن کې خزان نه زغمو
تل غواړوپسرلی دبل موسم خبرې نه کوو
***
– ښاغلی منتظر مسید په خپلوشعرونوکې مینه اومحبت، ښکلا،رازونیاز،حسن و جمال سوزوګداز اودطبیعت دمناظرو ښکلا په ډیرو رنګینوتصویرنو، خیالونواو سمبولونو
ښاغلې شهسوار سنګروال د پښتوادب تکړه شاعر، نامتو لیکوال او څیړونکې د ښاغلي زیب منتظر مسید د شعر او شاعرۍ په اړه په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي:
(د منتظر صاحب شاعرۍ ته تم کیږم څو شیبې :
محترم مسعود صاحب ماته د ځوان او تاند شاعر ښاغلي منتظر زېب مسید یو شمیر شعرونه په دې تمه راولیږل چې په دې پلمه پرې یو څو کرښې ولیکم:
ما لا تر اوسه دغه ځوان شاعر نه دی لیدلی، خو د انجینر صاحب د لیکنې له مخې، دی نه یوازې شاعر دی، یو ژباړن او لیکوال هم دی… ده د وزیرو او د وزیرستان د مسیدو تاریخ هم لیکلی دی، او لکه چې ښکاري دی پخپله هم مسید دی.
وزیر بیا د سلیمان زوی، د ککي لمسی او د کرلاڼي کړوسی دی چې ځینو دی د کپکاس یو نامتو شهزاده بللی دی. سراولف کیرو په دې آند دی، چې کرلاڼ د ترکستان له میمنې څخه راغلی دی (پټانز ۵۸۷ مخ)، چې اوس د ده اولاده نه یوازې په وزیرستان کې استوګن دي بلکې په کابل، پروان، کندز، مزار شریف، پکتیا او د پښتونخوا په ټوله سیمه، ان په هندوستان کې میشت او ودان دي.
ما، چې د مسید صاحب کوم شعرونه تر لاسه کړل یو شمیر شعرونه یې قافیه وال او یو شمیر نور یې د آزاد شعر په بڼه کښلي دي.
شعر که په هره بڼه او منځپانګه وي، وي به، خو د شعر ویلو ستره هستي هماغه شاعرانه تخیل دی. شعر لکه د پسرلي تنکۍ نرۍ وږمه چې د بڼ د رنګینو غوټیو ژبګۍ تخنوي، سا ورکوي، او د ښکلا پر مخ ورته د مینې او عاطفې ډک لاس راکاږي. د ګران شاعر یو شمیر شعرونه په همدې تول برابر دي. خو یو شمیر نور یې ماته د تامل وړ دي. د شعرونو څو بیلګې داسې دي:
تندې اخیستي ور روان یو د سراب په لوري
څیرمه تر څنګ مو د چینې اوبه رڼې پاتې شوې
یا داچې:
شیرخان، میرویس، احمد، غفار نه مومم
ناهیلی ګرځم، خپل ټاټوبی لروبر لټوم
حقیقت او رښتیا ویل که هر څو غښتلي وي هنر نه دی. هنر شعر ته ښکلا او رڼا بخښي او په زړه پورې استعارې، هستي او مستي. شعر لکه د پیکاسو انځورونه په پټه خوله غږېږي او خبرې کوي:
راشئ ماښام…
له خپله ځانه سره…
تورې تیارې راولئ
په آسمانو کې بره
بیا د رڼو ستورو او سپینې سپوږمۍ
د جل او بل اتڼ پیغام راوړي
نوی الهام راوړي
ـ ـ ـ ـ ـ ـ
زه منتظر بس د هغه ماښام یم
چې له خپل ځانه سره…
زما دې تور او دې تیاره جهان ته
د بیلتانه په اور کې
سوي کورته
زما سپیره جهان ته
لږ شان رڼا راولي
بس له خپل ځانه سره
محبوبې تا راولي
لکه څنګه چې قافیه وال شعر خپلې سنتي ځانګړتیاوې لري، آزاد شعر او د شعر نورې بڼې هم همداسې درواخله. لکه چې څرګنده ده د قافیې له نهو (۹) تورو څخه “روي” د قافیې اصلي توری دی او له “روي” نه پرته قافیه نه تړل کیږي. د قافیې په کلمو کې د متحدو غږونو لومړی متحد غږ “روي” ګڼل کیږي، په دې شرط چې قافیه موسسه، مردفه، او مقیده نه وي، لکه:
نه یې ملک، نه یې لښکرې نه ګنجونه
تر خانانو دماغي دي ښکلي نجونه
که چیرې قافیه یو غږ ولري او یا یو توری، کنسوننت وي که واول، “روي” دی.
له روي سربیره ردف، قید، تاسیس، دخیل، وصل، خروج، مزید، نایر… هر یو خپل ځای لري.
همداراز په آزاد شعر کې هم خپلې ځانګړنې لیدلی کیږي. یانې په دا ډول شعر کې څپیز او خجیز انډول ډېر مهم دی. شاعر چې کله د شعر لومړي ټکي پیلوي، باید د خج ټکې وپیژني چې شعر ترپایه هماغه انډول وساتي.
زه د تکړه شاعر منتظر صیب د شعر څو بیلګې د ساري په توګه راوړم.
زه ګل، ګل د صحرا وم
په بیدیا کې لوېدمه
نه ښکلا د چا د بڼ وم
نه امیل د چا غاړې
+ + +
یار مې خبر له حاله څه دی په ما څه تیرېږي
څه یې پروا ده؟ چې په غم کې یم که ښه تیرېږي
ما وېل زما اوښکې به توپان شي، یار به ولړزوي
هسې ګرېوان ته څاکي څاکي تر لیمه تیرېږي
لکه ماشوم تر لاس راکاږم زړه د ژوند سفر ته
خو خدایږو یاره چې ته نه یې وخت مې نه تیرېږي
دا یې پساد ټول تر بڼو لاندې کتلو کې وه
چې یې مسید کړ منتظر اوس ترېنه نه تیرېږي
پای
د مسید صاحب د لا ښو شعرونو په هیله
په درنښت: شهسوار سنګروال
( ۱۳/۶/۲۰۱۲) لندن)
ښاغلی زیب منتظر مسید یو دروند، پاک، سپیڅلې، با
احساسه او مینه ناک شخصیت دی.دی دخپلو یارانو او دوستانو سره په ډیره پسته او خوږه ژبه غږیږي او د دوی په منځ کې خپل ځای او مقام لري.
دمنتظر مسید صاحب د پوره پیژندګلوي لپاره ما د ده سره یو ادبي مرکه نیولې ده ، هیله من یم چې ستاسو ادبي تنده پرې ماته شي .
منتظرمسید صاحب زما سلامونه او نیکې هیلې ومنې . اجازه راکړی، چې خپلې پوښتنې پیل کړم.
ګران مسعود صاحب زه هم خپل سلامونه تاسو او ټولو مینه والو ته وړاندې کوم.زه ستاسو په خدمت کې یم.
پوښتنه: ستاسوشوق او مینه د شعر ویلو سره څنګه پیدا شوه، کوم احساس اوچا دې ته وهڅولې، چې دشاعري او لیکوالیو ډګر ته مو مخه کړه؟ لمړنۍ شعر مو کوم شعر وه؟
ځواب :
په کورکې دخوشالخان بابا،رحمان بابااو ځینې شعرونو نور دیوانونه وو، چې زماپلار به هغه لوستل. دموقع په مساعدیدو سره به ماهم کله ناکله دهغوپاڼې اړولې رااړولې . دانوهغه مهال ووچې زه نوی ژڼی شوی وم ، پدې موسم کې کابوهر څوک شاعرانه احساسات لري، نوماته به یې هم خوندراکوه . په ځانګړې توګه ،دخوشال بابا شعرونه به مې ډیرخوښيدل اودهغه دشعرپه پیروي به مې کله ناکله مات ګوډ شعرهم ولیکه . بس همداسې ورو ورو مې دشاعرۍ خواته مخه کړه. داچې چاتشویقولم، بایدووایم ، سره لدې چې زمامشرورور قاسم مین به کله ناکله دشوق له مخې شعرونه ویل اوموږته به یې اورول ،لکن زما دخدای بخښلی پلار- سره لدې چې دشعرسره یې مینه درلوده اوهغه به یې وخت ناوخت لوستل- دځینونوروپښتنوپه څیر، دشاعرانوسره نه لګیده.دده په اندشاعران بې عمله کسان ووچې په ژوندکې کوم ټاکلی اوواحد دریځ نه لري ، دحالاتوسره ځانونه اونظر بدلوي. خوکومه ورځ یې زماپه کتابچه کې ،زما یوشعرلیدلی وو، هغه یې خوښ شوی وو، دځان سره یې اخیستی وو اوان ځینوکسانوته یې هم ورښودلی او ستاینه یې کړې وه.ماته یې دومره وویل چې « تاته پته ده چې زمادشاعرانوسره نه لګي ،لکن دغه شعردی ډیرښکلی لیکلی دی اوخوښ مې شو». نور نو ملګرواو دوستانو دشعرلیکلوته هڅولم.
پوښتنه:ستاسو په نظر د ادبي سبک اومکتب تعریف څه دی، او یو ادبي سبک او مکتب څنګه منځ ته راځي او څنګه له منځه ځي؟ ولې په معاصره دوره کې ادبي سبک او مکتب نشته. آیا ورته کار نه دی شوی او که دا حق څوک نه لري؟
داچې په معاصره دوره کې ولې نوی سبک نشته اویاڅوک ددې حق لري یایې نلري ،باید ووایم چې ، زماپه پکرسبک داړتیاله مخې رامنځته کیږي ، دچاپه ځاني غوښتنه نه ،نوښکاره خبره ده چې دحق لرلویانه لرلوموضوع نده مطرح. شایدچې تراوسه ورته اړتیانه وي پيښه شوې.
پوښتنه: سپن شعریا نوی اوآزادشعراو کلاسیک شعر څه توپیر لري؟ یو شمیر شاعران په دې عقیده دي، چې سپین یا آزاد شعر په پښتو ادب کې له ډیر پخوا څخه موجود وه. تاسو په دې اړه څه نظر لرئ او دا راته وویاست ، چې دآزادیا سپین شعرمفکوره دچاله خوا چیرته او څنګه را پیدا شوه؟
پوښتنه: تاسو دادبي نقد او کره کتنې په اړه څه نظر لرئ، او دا راته وویاست، چې ولې په هیواد کې دننه او بهر دادبي نقدونو په اړه ادبي مرکزونه، چې هلته با صلاحیته ادبي او فرهنګي منتقدین او کره کتونکي موجود وي نه جوړیږي؟
ځواب :
لکه دژوندهره پروسه ، دپيښوهربهیر، هرخوځښت ، ادبیات هم دخپلې ودې اوپرمختګ لپاره هڅونې ، سمون یااصلاح او تشویق ته اړتیالري.ادبي کره کتنه ، دیوه ادبي اثرپرتله کول، غورچاڼ او دښیګڼو اونیمګړتیاوو، په ګوته کول دي. یوکره کتونکي ته ښايي چې دکره کتنې په وخت کې دیوه اثرښیګڼې رابرسیره کړي، هغه وستایي او وهڅوي . نیمګړتیاووته یې ګوته ونیسي او دهغو دسمون یااصلاح وړاندیز هم وکولی شي. یانې داسې نه چې نیمګړتیاته ګوته نیسي ،لکن دسمون لاره یې ورته څرګنده نه وي.