ښاغلي حکمتيار ته يوه مشوره

 

 

 

 

پاکستان، طالب وداعش او شورای نظار د افغانستان خواخوږي نه دي

 

نور د فتواو او بلنو وخت نه دی، يو درست جامع او هر اړخيز فکر کول په کار دي چې له برمته گرۍ hostage واسارته راخلاص او خپلواک شو

 

ښاغلي حکمتيار صاحب ،

 

تاسو په خپلې وروستۍ اعلاميه کې طالبان او شورای نظار د خپل گوند سرسخت دښمنان بللي او له خپلو پلويانو مو غوښتي چې د دوی په وړاندې د اسلامي دولت يا داعش ملاتړ وکړي.

 

تاسو ليکلي چې :

 

((کمونېستان، شوراۍ نظار او طالبان حزب اسلامي ته د لومړي دښمن په سترگه گوري. دښمنانو د حزب اسلامي په ضد زېزولي او د جهاد او مجاهدينو په ضد يې کاروي. دوی د واقعي مجاهدينو په خلاف له هېڅ جنايت ډډه نه کوي. د هېواد ډېری ستونزې دوی راولاړې کړي دي. د دوی په اړه بايد نوې تگلاره غوره شي.

 

که چېرې حالت داسې وي چې د دوی ترمينځ جگړه وي، طالبان يو لوري ته او کمونېستان او شورای نظار بل لوري ته، نو يا د هېڅ لوري مرسته مه کوئ او پرېږدئ چې هغوی په خپلو کې وجنگيږي، خو که دا ورته مناسبه او گټوره برېښي چې د يو لوري مرسته وکړي، نو د طالبانو مرسته دې وکړي. په دې شرط چې دغه طالبان له حزب اسلامي سره نه وي جنگېدلي)).

 

خو ((که چېرې د امارتي طالبانو او د هغو طالب جنگياليو ترمينځ نښته وي چې له امارت اسلامي وتلي او له دولت اسلامي سره يوځای شوي، نو د دغو جنگياليو مرسته وکړئ. دا ځکه چې طالبان د حزب اسلامي قسم خوړلي دښمنان دي او له دولت اسلامي سره هغه جنگيالي يوځای شوي چې د طالبانو له تگلارو سره مخالف دي او له حزب اسلامي سره نه پخوا جنگېدلي او نه اوس او په راتلونکې کې د جنگېدو اراده نه لري)).

 

زما مشوره و خو تاسو دا ده چې له طالب وداعش وشورای نظار او له څارگرې ادارې نه ځان ساته. د هېچا خوا مه نيسه او مه خپلو پلويانو ته ځينې داسې مشورې مه ورکوه چې هغه له اسلامي وافغاني ارزښتونو سره سمون نه خوري. او مه ترې داسې غوښتنې کوه چې هغه تاسو ته له هېڅ پلوه گټه نه لري او نه اسلامي وافغاني ارزښتونو سره سمون لري.

 

دلته په برتانيا او امريکا کې ځينې داسې کمپنۍ دي چې يوه روپۍ يې خپله نه لرله، خو نن د خلکو بسته لوی لوی بزنسونه په خپل واک کې اخېستي او د بزنسونو خاوندان په خپله پانگه او بزنس کې بېواکه دي. بزنس يې خپل وو، پانگه يې خپله وه او مزدور يې خپل وو، خو نن په خپل بزنس کې گېر دي او هېڅ نه شي کولی. په بله مانا خپله پانگه او بزنس يې ترې د خپلې پوهې او ايډيا له برکته په واک کې اخېستې او دوی بېواکه او ورته محتاجه دي.

 

د بېلگې په توگه ته يوه ټيکسي يا pizza ځان ته راغواړې، خپل ټول معلومات يا details دې په انټرنېټ کې ورته ليکې او لږ ساعت وروسته درته ټيکسي د کور مخته ودريږي يا pizza درته راوړل کيږي. دېته اړتيا نشته چې ته زنگ ووهې.

 

د order په پای کې يې خلکو ته د review يوه برخه section ورکړې چې ته په هغې کې خپل نظر ليکلی شې. د بېلگې په توگه ټيکسي يا pizza ناوخته راغله، سرويس يې ښه نه وو، گرمه نه وه. بيرته يې يوسه يا يې خوشې راکړه يا يې په نيمايي قيمت راکړه او داسې نور. هلته د review په section کې که چا يو منفي نظر ورکړ، نو دا په ټول بزنس منفي تاثير کوي او بزنس دې په ډېر لږ وخت کې له سقوط سره مخامخيږي او له مينځه ځي، نو ته بيا ۱۴ پيرېدونکي يا مشتريان پيدا کوې چې هغوی ستا د بزنس په باره کې بيرته ښه نظر ورکړې. يو منفي نظر له څوارلسو مثبتو نظرونو سره يو برابر دی. کمپنۍ بېغمه په خپل order کې دوه پونډه له بزنس والا نه اخلي. دوی په اول کې نه پوهېدل او خپله ځانونه يې ورسته ثبت کړل، خو نن رمباړې وهي او د خلاصون لاره يې ترې هم نشته.

 

بزنسيان يعنې کاروباريان دا وايی دا ضرور نه ده چې ته دې يو ميليون يا يو ميليارد پانگه ولرې چې خپل بزنس يا کاروبار پرې شروع کړې، بلکې داسې idea يا داسې يو ارزانه د يوې روپۍشی بايد جوړ کړې، خو چې په ميليونونو او ميلياردونو خلکو يې وپلورې.

 

نو راځم دېته، ښاغلی حکمتيار صاحب که دې په ياد وي کله چې روسانو له مجاهدينو سره د مخامخ خبرو وړانديز وکړ او ضياء الحق تاسو په هغه وخت کې دوکه کړئ چې نه تاسو ورسره دا وړانديز مه منئ. دا ستاسو د جهاد په تاوان دی. روسان نن دی او که سبا په وتو او تېښته دي او د ټولو حزبونو په استازيتوب يې تاسو هر چا ته مخې – مخې ته کولئ. ان تر دې چې له نورو تنظيمونو نه چا پوښتنه قدرې هم نه کوله او تاسو به د ضياءالحق په لمسون د ټولو استازيتوب کولو. ښاغلي صبغت الله مجددي، پير سيد احمد گيلاني او مولوي محمد نبي محمدي چې په هغه وخت کې په درېگوني اتحاد کې ول. پروفيسور صبغت الله مجددي او پير سيد احمد گيلاني د روسانو د دې وړانديز هرکلی وکړ چې موږ بايد له روسانو سره مخامخ خبرې وکړو چې په دې سره به په ژنيو کې د مجاهدينو رسميت پيدا شي او موږ به مستقيماً د قضيې يو اړخ شو، خو ضياءالحق مداخله وکړه او تاسو يې رامخته کړئ چې نه موږ له روسانو سره نه گورو. موږ خپل جهاد ته ادامه ورکوو، حکومت نور د ټينگې نه دی او په زور سره يې نيسو. تاسو خو دا د زور خبره له حاجي سهرگل سره هم کړې وه.

 

نو راځم د بزنسيانو يا د کاروباري خلکو پورې چې ضياءالحق په هغه وخت کې داسې يوه idea وکاروله چې په پايله کې يې موږ په لوی لاس خپل ځان د تاريخ دايمي کندې ته وغورځولو چې بيا ترې راپورته کېدل گران دي او پېړۍ به ونيسي.

 

تاسو ته پته ده چې ضياء په هغه وخت کې ستاسو په وسيله څومره په اسانه او ساده گۍ له موږه خپل سياسي وبهرنی واک په لاس کې واخېست ان تر دې چې نن هم پاکستان غواړي چې زموږ کورنۍ وبهرنۍ پاليسي په خپل لاس کې واخلي او کنترول يې کړي. تاسو يې په پېښور کې ساتلي ياست، حقاني يې په وزيرستان کې او ملا عمر يې په کويټه يا کراچۍ ساتلی دی. وروڼه او بچيان يې وايی چې موږ نه دی ليدلی او له مړي وژوندي يې خبر نه دي. همداسې ستاسو هم چې تېره ورځ له امريکا غږ سره ستا د زوی مرکه وه او وايی چې موږ له خپل پلار سره يوازې ليکنۍ اړيکه نيسو او ترې خبر نه يو چې هغه چېرې وسي؟ لينک دلته کتلای شئ :

 

http://www.pashtovoa.com/content/hekmatryar-iv-/2844933.html

 

داسې برېښي چې زوی دې هم د دروغو پوکڼۍ ولي.

 

همدا نن يې ته په يوه … کې ساتلی يې، حقاني يې بله کې او ملا عمر يې په بله کې ساتلی چې يو له بله خبر نه ياست چې څه تيريږي؟ هماغه وخت د سولې خبرې د ضياء په لمسون ستاسو په وسيله سبوتاژ شوې چې تر ننه بيا موږ خپل سياسي واک ترلاسه نه کړ. جنرال کټوازی چی د کابل د ساتلو لپاره د يو شل زره کسيز پوځ لپاره گومارل شوی وو چی کابل به تخليه کيږي او امنيت به ټول د دغه شل زره کسيز پوځ په وسيله ساتل کيږي، چا ترور کړ؟

 

روسان چې پوی شول چې مجاهدين خپل واک نه لري، نو له پاکستان سره يې خبرو ته غاړه کېښووه چې همداسې پاکستان غوښتل او هماغسې ورته وشول، نو بيا جونېجو ورته وټاکل شو او زموږ په استازيتوب يې له هاتف او ملگرو ملتونو او نورو بهرنيو هېوادونو سره خبرې کولې، تاسو خو بيا چا په دوه منه لېټۍ هم نه حسابولئ. ولې داسې وشول؟

 

په دويم ځل بيا د مسعود په وسيله د ايران د لمسون له امله خبرې سوتاژ شوې چې په نتېجه کې د جبل السراج د پښتنو ضد ائتلاف رامينځته شو چې له امله يې د کابل ښار په اور کې وسوځېده. سياف او جنرال حميدگل خپلې فتواوې ورکولې چې ((کابل بايد وسوځول شي))، ((کابل بايد په وينو کې ولمبول شي))، ان تر دې چې د جوماتونو قبلې يې سمې نه دي چې دا بايد ونړول شي او له سره جوړ شي. له بده مرغه چې تاسو يې په کابل کې د شوراۍ نظار يا د شمال ټلوالې په وسيله له واکه محروم او هم يې پر طالبانو بيا له سره سُنت کړئ. دېته د پاکستان د حکومت، پوځ و څارگرې ادارې idea وايې چې تل يې موږ جهاديان په يوه او بله پلمه له يو بله لېرې او جلا او په تياره کې ساتلي يو.

 

ښاغلی حکمتيار صاحب ،

 

اوس مشکل دا دی چی تاسو کمونېست تعريفولی نه شئ او بله دا چې تاسو څوک کمونېست بولئ؟ لومړی دا چې د پېښور پر دېوالو به ليکل شوي وو چې ((جنگ، جنگ تا ختم گيلمجم)) بيا دې له هماغه کمونېستو گيلمجمو سره اتحاد وکړ)). ولې؟

 

دويم دا چې له يو کمونېست ډاکټر نجيب الله سره دې روغه نه کوله او په زور دې ترې حکومت نيولو، خو بيا دې د هغې له مخالف له بل کمونېست شهنواز تڼي سره بيا د پاکستان په مشوره د هغه پر ضد په کودتا کې لاس يو کړی وو. حال دا چې همدغه کمونېست مو بيا څارگرې ادارې ته په لاس ورکړ او هغه ترې د درې څلور مياشتو په موده کې ښه کوچ ويستل او د افغانستان د ټولو محرمو اسنادو رازونه يې ترې واخېستل او بيا يې تاسو ته حواله کړ.

 

زه به ستاسو د ۱۳۶۰ مو لمريز کلونو [غالباً چې ۱۳۶۲ وو] د هغه وخت ستاسو د يو ليک يادوري وکړم چې تاسو په هغه وخت کې ښاغلي ثنا گل ورياخېل ته چې د تورغر په بېټنيو کې يې جبهه لرله او د حزب اسلامي قوماندان وو. تاسو خپل يو تن ته يو ليک ورکړی وو او هلته مو په هغه وخت کې هم همداسې له خپلو اړوندو قوماندانو نه غوښتنه کړې وه چې :

 

لومړی دا چې تاسو کوښښ وکړئ چې په خپل شاوخوا کې د نورو تنظيمونو يا حزبونو (ډلو) کسان وي، هغوی خالي سلاح کړئ او وسله ترې واخلئ او ساحه په خپل کنترول کې واخلئ.

 

دويم دا چې که مو وسه نه رسيږي، نو تاسو له حکومت سره لاس يو کړئ او هغوی په هغه ساحه کې له مينځه يوسئ. حکومت خو په هغه وخت کې کمونېست وو او د ببرک کارمل وخت وو چې تاسو دا ډول غوښتنه له خپلو مجاهدينو نه کړې وه.

 

درېيم دا چې تاسو اهل سنت والجماعة هغه علماء (ملايان) له مينځه يوسئ چې زموږ د منشور مخالف يا زموږ له منشور سره سمون نه خوري. د دوی په شتون کې زموږ اهداف نه پلي کيږي. ستاسو اهداف څه ول؟

 

نوټ : دا به نو الله تعالی ته پته وي چې دا به ستاسو د تخريب لپاره وو او که ستاسو ريښتينی ليک وو چې له خپلو مجاهدينو مو غوښتنه کړې وه او د اوس په شان بعينه غوښتنه او فتوا مو په هغه وخت کې هم کارولې وه، خو داسې يو ليک هغه وخت کې د مولوي خالص د څپر عمومي محاذ ته په لاس ورغلی وو.

 

هغه تن ستاسو هغه ليک په ناپوهۍ کې د سروبي د مولوي جلال الدين حقاني جبهې يعنې ((د څپر عمومي محاذ)) ميا رسول بابا ساحې ته راوړی وو او دا ليک يې ناظم صاحب چې په سور سترگي قوماندان باندې مشهور وو ورکړی وو. هغه چې لوستی وو، نو هغه بيا هغه ليک مولوي جلال الدين ته ورکړی وو چې په هغو ورځو له پېښوره جبهې ته راغلی وو او هغه بيا حاجي دين محمد ته ورکړی وو او هغه لکه چې د مولوي خالص سره شريک کړي وو. هغه کس ته يې څه ويلي نه وو، خو هغه يې امانت د ثنا گل جبهې ته وړی وو او هغوی ته يې سپارلی وو.

 

زه منحيث يو مسلمان افغان درته مشوره درکوم چې ستاسو د سياسي ناپوهۍ نه چې په هغه وخت کې چې لا زلمکی او ځوان وې او د جنرال نصيرالله بابر تر خاصې روزنې او پالنې لاندې وئ د پرديو د ناولو موخو جنگ لا په هغه وخت کې ستاسو د درېواړو په وسيله راوتپل شو چې لا نن د طالب او سبا ته به د داعش راباندې راوتپل شي چې بڼه يې مذهبي او موخې يې سياسي دي او د خلکو سياسي بقا او تضمين دی او د ځان ورکونه او د هېواد تباهي ده. گوره چې اوس واړه وغټ هر څوک په دې مسايلو پوهيږي، نو ښه به دا وي چې د هېچا اړخ او خوا ونه نيسې او د خپل ځان دفاع وکړې.

 

گوره چې د کمونېست ډاکټر نجيب الله مشوره دې په هغه وخت کې ونه منله چې تاسو ته يې په حکومت کې د گډون وړانديز کړی وو او تاسو د هغه د ليک درناوی ونه کړ او خبره مو له څارگرې ادارې سره شريکه کړه او هغوی له ربانيخېلو سره شريکه کړې وه. دوه مياشتېنی عبوري حکومت يې راته جوړ او له هغې وروسته يې رباني ته واک حواله او خبره ورپسې هغسې جنجالونو او جنگونو ته ورسېده چې ساری يې په تاريخ کې نه ليدل کيږي. د جمعيت يا د شورای نظار اړيکي لا په هغه وخت کې ستا په تناسب زيات او پراخ وو او ستاسو اړيکي يوازې او يوازې له يوې مشخصې مرجع يا څارگرې ادارې سره وې او هغوی بيا داسې پخپل انحصار کې راوستی وې چې د هغوی له خوښې او شتون پرته له هېڅ يو بهرني سره د ليدنه کتنه ناشونې وه او تر ننه پورې لا هماغه انحصار پاتې دی.

 

ستا همدا نژدې دوستان په دې خوښ نه دي چې تاسو په کابل کې د مشر لالا له خوښې پرته واک ولرئ. دا چې پر هغوی يې له KGB سره پر روابطو برسېره بيا هم ستا پر تناسب پر هغوی يې پانگونه کړې او پرې باور لري، نو ځکه يې ورته په کابل کې له ښاغلي کرزي راواخله تر ښاغلي غني پورې په واک کې شريک کړي دي او د واک زياته برخه يې دوی ته ورکړې ده چې همدا د ډيره کي په مقابل کې ناسم عدالت دی. د حکومت له ټولو امتيازاتو د مجاهدينو او په يو او بل نوم برخمن دي، خو ستا برخه خواره ده. دا ځکه چې په هغه وخت کې له تاسو څخه ځينې داسې تېروتنې وشوې چې جبيره کول يې خورا گران دي او هېواد ته يې له هر اړخيز پلوه زيات زيان واړوه. په لوی لاس ميدان جمعيت وشورای نظار ته پاتې شو چې روسان وامريکايان، اروپا او ټول ورسره خوشاله دي، خو له موږ پښتون ټبر سره نه دي او لا تر ننه زموږ سره ناباندې دي او نړيوال ذهنيت لا زموږ په مقابل کې درست نه دی. د ضياء د هغه وخت ملاتړ تاسو ته هېڅ گټه ونه کړه.

 

عجيبه شان دی د شمال ټلواله يا د نظار شوری سره له دې چې له روسانو سره يې په هغه وخت کې ښه اړيکي لرل او اوس يې هم لري او له غرب سره يې هم له پخوا نه لري او اوس يې هم لري، بيا هم غرب پر هغوی باور کوي او پر تاسو يې نه کوي. ولې؟

 

ستاسو له اوسنۍ غوښتنې او فتوا نه خو په دواړو حالتونو کې د نورو حارگرو ادارو ته گټه رسي نه خپلو مجاهدينو او هېوادوالو ته. که د طالب او د شمال ټلوالې + کمونېستانو سره جنگ وي، نو د طالب لاسنيوی وکړئ يعنې د څارگرې ادارې د يو ډول لاسپوڅو لاسنيوی او ملاتړ وکړئ. دا ځکه چې پاکستان غواړي په دې سره لږه سزا د شمال ټلوالې ته ورکړي.

 

که د طالب او د داعش ترمينځ جنگ وي، يا هغه طالبان چې امارت يې پرېښی وي او له اسلامي دولت يا داعش سره يو شوي وي او هم له حزب اسلامي د جنگېدو مخينه نه لري او نه ورسره په راتلونکې کې د جنگېدو نيت لري، نو بيا د داعش او له هغه طالبانو لاسنيوی او ملاتړ وکړئ چې له امارته جلا شوي وي او له اسلامي دولت سره يوځای شوي وي. داسې انگېرل کيږي چې د څارگرې ادارې له لورې داسې هڅې روانې دي چې طالبان ټول اوس پر داعش راټول کړي چې د رسنيو له لورې يې طالب لوړ پوړي چارواکي او قوماندانان په وزيرستان کې راټول کړي وو او ورته يې ويلي چې ((تاسو اوس بايد له دې وروسته خپل شعار بدل کړئ، بيرغ مو بدل کړئ او نوم مو بدل کړئ او موږ به تاسو سره له دې وروسته له پخوا زياته مرسته وکړو او د طالب په نوم فعاليت ته نوره اجازه نشته. پرته له شکه چې طالب په پيل کې څارگرې ادارې رامينځته کړی وو او نور يې له ډېرې برنامۍ نه نه سي سپورټ کولی.

 

ستاسو د غوښتنې محتوا په دواړو حالتونو کې د هېواد او هېوادوالو ان دا چې د طالب و داعش په خير هم نه ده. د دې ډول غوښتنو گټه بل چا ته رسيږي او دا ستاسو په سياسي ناپوهۍ دلايت کوي چې لا تاسو تراوسه خام ياست او د چا خبره ((راز)) نه شئ ساتلی، نو ځکه مو سياسي وفزيکي شتون په ټولنه کې له تجريد او انزوا سره مخ دی. ايا ښه به دا نه وي چې داسې يوه idea يا مفکوره وکاروې چې په پايله کې د څارگرې ادارې له برمته گرۍ راخلاص او د گران هېواد او هېوادوالو په گټه تمامه شي.

 

زما مشوره خو تاسو ته دا ده چې د يو کمونېست احمدزي راز دې ونه ساته چې په انگرېزۍ کې ورته confidentiality وايی چې عموماٌ دا له قانوني legal requirements، بزنيسي business requirements او اخلاقي manners يا له liabilities ذمه واريو څخه ده. د راز ساتلو والا نه ياست.

 

ښاغلي ته مې مشوره دا ده چې که سوله کيږي، نو بايد ټولې خواوې پکې شاملې وي نه يو لوری يعنې د کوټې څانگه چې هلته د بلوچ ملتپالو پر وړاندې له ملا عمره د يوې سياسي متروکې کار اخلي او په وزيرستانونو او پېښور کې بيا له دې نورو دواړو مخالفينو، خو داسې برېښي چې امريکا د پاکستان په نغوته او خوښه له ملا عمر سره سوله غواړي، خو له دې نورو دواړو سره نه. دا ځکه چې حقاني شبکې پر امريکايانو ناتاره گوزارونه کړي دي او هغه ورته مطلوب کس دی. او له دې بل سره بيا شعوري اختلاف دی. د ښاغلي مرسي په مقابل کې له اسرائيلو لپاره چوپ دي، نو نوموړي ته به څنگه زړه ښه کړي؟

 

زموږ او عربي داعش ترمينځ توپير شته چې هغه د سعودي واسرائيلو په وسيله رامينځته شوې او اسرائيلي گټې ساتي او زموږ داعش دلته بيا د پاکستان د څارگرې ادارې په وسيله رامينځته شوی او د پنجاب گټې ساتي، خو پاکستان کوښښ کوي چې له هغه داعش سره تړاو ورکړي. دا چې هلته او دلته سياست سخت او ژور دی، نو په اسانه يې توپير لږ گران دی، خو ولې وخت به يې روښانه کړي.

 

تېرو ترخو تجربو ثابته کړې چې په تېر کې زموږ جهاديان چا خپلواک، ارام او پرمختگ ته پرې نه ښوول،هم يې پخوانی هېواد مشر کرزی پرېشووه او نه به اوسنی هېواد مشر څوک خپل واک، ارامتيا او پرمختگ ته هغسې پرېږدي، لکه څومره چې موږ ورته هيله لرو. خو که موږ له داسې غوښتنو تېر شو او په خپلو تېرو کړو وړو له سره غور وکړو، نو هيله شته چې افغانستان به يوځلې بيا له سره وده او پرمختگ وکړي او وبه غوړيږي. افغانستان شموله فکر په کار دی نه ډله ييز او گروپي او نه دغسې بېځايه غوښتنې چې هېچا ته کومه گټه لري. بس دی نور دې ډول غوښتنو او فتواو د هلاکت کندې ته ورغورځولي يو. ښه به دا وي چې د نورو له اسارته ځان راخلاص کړو او د خپل باعزته ژوند څښتنان شو. تر څو به د مهاجر په نوم د بل په غېږ کې پراته يو، تر څو به مو بهرنۍ پاليسې د نورو په لاس کې وي؟ له خپل هېواده مو څه بد ليدلي دي؟ عزت په خپل هېواد او خپلې خپلواکۍ کې دی، نه د نورو په غېږ کې.

 

 

 

په درنښت

 

سيد حسين پاچا

 

 

 

حکمتيار وايي طالبان او شورای نظار د حزب اسلامي سخت دښمنان دي

 

http://www.taand.com/archives/51346

 

 

 

حزب اسلامي د شمال ټلوالې په پرتله طالبان او بيا د دوی په پرتله داعش غوره بللي

 

http://www.rohi.af/fullstory.php?id=39050

 



 

 

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button