ژبه باید سمه استعمال کړو

له تاند ویب پاڼی څخه

ژبه د خبرو کولو وسیله ده، چې دانسانانو ترمنځ د خبرو تبادله پرې ترسره کېږي.

د ژبې استعمال خورا ډېر ارزښت لري، که سالمه استعمال شي، ډېر زړونه به لاسته راوړو که ناسمه استعمال شي، ډېر زیات زیان به ووینو.
ځکه که د یو کس د ژبې استعمال سم نه وي، د هغې ونې په څېر دی چې خلک یې یوازې د سوځولو لپاره کاروي، ژبه هغه څیز دی، چې هډوکي نه لري، خو زړونه ماتولی شي.

رسول الله (ص) فرمایلي: مسلمان هغه نه دی چې خلک يې د ژبې او لاس څخه په ضرر شي، مسلمان چې کله د نرم عادت څخه محروم شو، په حقیقت کې له ټول خیر څخه محروم شو، نرمي د انسان له ژبې څخه صادرېږي.

نیکه خبره کول هم صدقه ده!

که انسان څوک په لاس ووهی یا په کوم څیز د هغې تکلیف ډېر وخت پورې نه پاتې کېږي، مګر په ژبه ځینې وخت انسان داسې خبره وکړي چې هغه ټول عمر کې نه هېرېږي.

د ژبې وجود ډېر کوچنی دی، خو د دې ګناهونه ډېر سنګین دي، دا یو داسې ګناه ده، چې د ټول کور سکون پرې بربادېږي او ژوند کول ستونزمن کوي.
ټولو مسلمانانو سړیو او ښځو ته دا حکم دی، چې خپله ژبه په قابو کې وساتي، داسې خبرې د خولې څخه نه ویستل چې
نورو ته پرې تکلیف و رسېږي، دا سبب د عذاب دی او ګناه ده.

ناحقه یو مسلمان ته تکلیف رسول حرام عمل دی، چې څنګه د لا سونو او د اشارو په ذریعه چاته تکلیف ورکول ګناه ده، دغه شان د خبرو په ذریعه هم ګناه ده.
د دی لپاره دا خیال ساتل په کار دي، چې د خولې څخه داسې خبرې و ویستل شي چې چاته پرې تکلیف ونه رسېږي.

د تورې پرهار جوړېږي، خو د ژبې پرهار نه جوړېږي.

علیه عزیزي

درنښت

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button