ژباړه او ټولنې ته ترې څو موخې

لیکنه: عبدالوهاب مومند
د یوې ژبې ودې لپاره ژباړه هغه چاره ده چې یوه ژبه پرې بډایه کېدای شي، په یوه ټولنه کې لیکوالي یوازې علمي تشه نه شي پوره کولي او یا هم یوه ټولنه هېڅکله د علمي معلوماتو څخه بشپړ برخمنه نه وي، نو بیا اړتیا پیدا کېږي چې همدغه عملي تشه د ژباړې له لارې ډکه شي او پرمخ تللې ژبې څخه علمي معلومات خپلې ژبې ته وژباړو.

ژباړه هغه علم او هنر دی چې د ژبې بډاینې لپاره له یوې ژبې څخه بلې ژبې ته د مطالبو لېږد ته ژباړه ويلل کېږي. دا چې په ژباړو کې د ټولنې غوښتنه څه ده او موږ د ژباړې له لارې خپلې ژبې ته څومره ژمن یو او باید واوسو؟ اوس به یوه لنډه یادوونه ترې وشي:

په افغانستان کې اکثره وخت د ټولنې د اړتیا په صورت ژباړې نه ترسره کېږي او که ترسره هم شي خو کم تر سترګو کېږي چې د ټولنې اړتیا او غوښتنه پکې په پام کې نېول شوې نه وي. اوس ډېری ژباړل شوي کتابونه د ارواپوهنې پر بنا ولاړ دي خو د اکاډمیک ژباړل شويو کتابونو پروسه ورو روانه ده، چې باید چټکه شي. د ارواپوهنې، د ځوانانو اصلاح او سمون او همدارنګه د ټولنیزو لیکنو ژباړل شوي کتابونه خورا پرېمانه تر سترګو کېږي نو اوس اړتیا ده چې باید د اکاډمیک او د پوهنتونونو په چاپېریال کې د عملي غوښتنو په اساس ژباړه چټکه روانه شي او په کتابتونونو کې د اکاډمیک او د پوهنتون کتابونه تر هر نور ژباړل شوي کتابونو زیات تر سترګو شي.

همدارنګه افغانستان یو داسې هېواد دی چې کرنې، مالداري، هوا او د خوږو اوبو څخه برخمن هېواد دی چې کرنې او مالداري په کې ډېره کېږي خو د سالمې مالداري، د هوا پېژندنې، د خوږو اوبو څخه د څنګه ګټې پورته کول او د کرنیزو ځمکو ودو لپاره لا تر اوسه داسې پرېمانه کتابونه په دې برخه کې نه دي ژباړل شوي، چې باید زښته مطالب ورته وژباړل شي. د همدغو اړتیاوو په اساس په ژباړه کې د ټولنې غوښتنه دا ده چې باید داسې علمي کتابونه وژباړل شي چې د ټولنې یوه تشه پرې ډکه شي، دا چې ژباړونکي خپلې ژبې ته څومره ژمن دي اکثره دا خبره د خپلې ژبې د لیکدود، سمه لیکنه، لیک نښې او د ګرامر په محور چورلي خو په ادبي او نورو ژباړو کې هم باید لږ حساسه واوسو او داسې اثار وژباړو چې د ټولنې په فرهنګ او دین پر خلاف نه وي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button