ډېر ساړه خواړه مه خورئ، ولې؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

په هر څه کې تعادل مراعتول د انسان په ګټه دي، ان که د خوړو په یخوالي یا تودوالي کې هم وي. متخصصین وایي د ډېرو یخو خوړو خوړل انسان د هاضمې د سیستم په ناروغۍ اخته کوي. دوی وایي ډېر ځله لیدل شوي چې زیاتره کسان د ډېرو یخو اوبو او یخو نوشابو تر څښلو وروسته د خېټې له درد سره مخ کېږي.

د تغذیې د چارو متخصصان وایي مخکې له دې چې خواړه وخوړل شي او په معده کې هضم شي، لومړی باید د اړتیا په اندازه ګرم شي. له همدې امله څومره چې د تودوخې له اړخه خواړه معتدل وي، هغومره پر معدې فشار کم او د درد مخنیوی کېږي.

دوی همدا راز وایي چې ډېری کسان بیا د تودو خوړو په خوړلو روږدي دي، چې دا هم پر معدې د فشار او درد لامل کېږي. د دې لپاره چې په معده کې د خوړو هضم په سم ډول ترسره شي، خواړه باید نه ډېر ګرم او نه هم ډېر یخ وي.

دغه راز ډېر ګرم خواړه د مرۍ او معدې د سرطان لامل کېږي. اغلې علي زاده وایي که د یخو او ګرمو خوړو ترمنځ واټن کم وي غاښونو ته چې د هاضمې د سېستم اړینه برخه ده، زیان رسوي. نوموړې وایي په یوه وخت کې د ګرمو او یخو خوړو خوړل د غاښونو په مینا کې درزونه پیدا کوي چې په پایله کې د غاښونو د له منځه تلو سبب کېږي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button