ډېرې اوبه څښل د يادښت ځواک پياوړی کوي

ژ: جنايل

امریکا: د ډېرو اوبو څښل د ښه روغتيا سربېره د يادښت ځواک په پياوړتيا کې لويه ونډه لري.

په امريکا کې يوې نوې څېړنې ښودلې چې اوبه يوازي د بدن د پوستکي له تازه ساتلو سربېره د يادښت ځواک په پياوړتيا او وده کې لويه ونډه لري. څېړونکي وايي چې د دماغو شپېته سلنه برخه له اوبو څخه جوړه شوې ده؛ نو ځکه د اوبو ډېر څښل ذهن پياوړی کوي، د ذهني کمزوريو او د بدن د مالګو مخه نيسي.

په ناسته اوبه څښل ډېر ګټور دي
په ياده څېړنه کې د اوبو څښلو لپاره اسلامي طريقه ګټوره ښودل شوې ده، د اسلامي طريقې له مخې په ناسته اوبه څښل بدن ته د اړتيا وړ اوبه ننوځي او په ولاړه اوبه څښل بدن ته له اړتيا ډېري اوبه ننوځي.

په برتانيه کې د خوراکي توکو پر بدن د اغېزې يوې بلې څېړنې ښودلې چې اتيا سلنو خلکو د اوبو څښلو له تجريبې له ذهني ناروغيو څخه خونديتوب موندلی او دغه يې بريالې تجريبه بللې ده.

Exit mobile version