ډیپریشن یا ژور خپګان څه ته وایي؟

نګین کرګر
هغه وخت د ژور خفګان علایم ښکاره کیږي کله چې یو کس د یو یا دوه ورځو لپاره خفه نه اوسي بلکې په متواتر ‌‌‌‌‌‌ډول د دوه اونیو یا زیاتره وخت لپاره خفګان ولري، یا هغه د علاقې وړ کارونه چې یې کول هغه ته نوره علاقه ونه لري. لکه د یو چا کریکټ لوبه زیاته خوښیده او اوس ورته اصلاً زړه نه ښه کوي چې دا لوبه وکړي. د تحرک کموالی ، په وزن کې زیاتوالى یا کموالى، د خوراک غیر مناسب ‌‌‌‌‌‌ډول زیات یا کم، کله کله خلک د اشتها زیاتوالى لري چی زیاتره خواږه شیان خوري یا د اشتها کموالى چې پخلي یا خوراک سره یې علاقه نه وي. کله کله بې خوبي باعث کیږي یا ځینې کسان زیات خوب کوي او بیا یې هم خوب پوره نه وي او بې انرژی وي. او یا ‌‌‌‌‌‌ډیر بې حرکته یا ‌‌‌‌‌‌ډیر متحرکه او نارامه اوسیدل. د غلطی احساس درلودل یا د یو پښیمانۍ احساس د یوې موضوع لپاره نه بلکې یو دوامداره احساس، همدارنګه نور علایم لکه د اجتماع څخه پرهیز کول او په انزوا کې اوسیدل. ځینې کسان چې ډیپریشن لري هغوی زیاتره وخت خفه نه وي بلکې ‌‌‌‌‌‌ډیر حساس وي او په یوه کوچنۍ خبره ‌‌‌‌‌‌ډیر احساساتي کیږي ، او یا قهر ورځي.

فزیولوژیک عامل یې د جنسي اړیکو نه خوښول او یا بی علاقه ګي ده، او یا ځينې کسان ‌‌‌‌‌‌ډیر احساساتي او ژړغوني وي. همدارنګه ځینې کسان ، د تمرکز اختلال لري او یا تصمیم نشي نیولى، یا د حافظې کمزوري لري او همدارنګه فکر کوي چې څرنګه خپل ځان زیانمن کړي. یا کله کله کوښښ کوي چې ځان وژنه وکړي. ضرور نده چې هریو کس دا ټول علایم ولري ، هغه وخت چې څوک دغه علایم د یوې اوږدې مودې لپاره یعنې د څو اونیو او میاشتو څخه ولري نو دغه ته مونږ ډیپریشن ویلى شو.

دا هغه علایم دي چې په ورځنیو فعالیتونو اثر کوي، اکثراً خلک چې د ژور خفګان سره مخامخ وي هغوی مضطربه هم وي او نور فزیکي دردونه لکه د غاړې او یا عضلاتو دردونه هم درلودلی شي.
د نارینه په پرتله ډیپریشن په ښځو کې زیات وي .

کومه ‌‌‌‌‌‌ډله خلک د ژور خفګان سره مخامخ کیدای شي؟

څوک چې په کورنۍ کې یې کوم یو غړى ژور خفګان ولري مثلاً چې دغه کورنۍ غړي ته د اولې درجی قریب ویل کیږي لکه کور کې پلار نو د دې کسانو د ډیپریشن سره مخامخ کیدل درې تر څلور ځله د نورو په پرتله زیات وي.دا یې ارثي عوامل دي او همدارنګه د چاپیریال اغیزه هم وي، دا چې څومره اغیزه ارثي وي او څومره د چاپیریال دا معلومه نده. یا کوم کس چې خپل عزیز کس له لاسه ورکړى وي، لکه اولاد میړه، او یا ‌‌‌‌‌‌ډیر ترې جلا شوی وي یا کورنۍ تاودتریخوالي سره یې وخت تیر کړى وي، هغه کسان چې د تراوما څخه تیر شوي وي، یا په ژوند کې یې لوی تغیرات ناڅاپي راغلي وي، همدارنګه غربت مسافري او یوازیتوب کولی شي د ژور خفګان سبب وګرځي.

دغه ټول پورتني عواملو په نظر کې نیولو سره اوس مونږ کولی شو چې د دغه ماډل یا نقشې په اساس بهتره پوه شو چې ژور خفګان یعنې څه؟

فکر وکړئ چې په یوه دایره کې څلور مسطتیل موجود دي هر مستطیل. د دایرې په x y محور کې دى، هر یو یې د یو جلا احساس لپاره ځانګړی شوى دی مثلاً د x په محور کې مثبت خواته عادت او منفي خواته فزیولوژيکي عوامل دي او د y په محور کې افکار او د منفي خواته احساساتو مستطیل دى. تاسو کولی شئ دغه څلور مسطتیل د یو بل سره د دوه طرفه تیر په واسطه وصل کړئ. او دایره د یو حالت په نامه ونوموئ.

مثلاً دا حالت دى چې تاسو ته یوه ورځ ویل کیږي چې سر د دغې میاشتې څخه تاسې دغه کار ته مه راځئ ځکه نوره بودیجه نشته او تاسې د کار څخه وویستل شئ، داشو حالت. په داسی حالت کې ستاسې فکر کې څه تیریږي؟ رفتار مو څنګه وي ، لکه قهر ، ناامیدي، ویره، پښیماني یعنې ټول احساسات د منفي احساساتو وي او اعصاب نارامه وي او تیر شوي حوادث مو هم ذهن ته راځي ، په فزیکي حالت کې هم اثر کوي لکه د نس درد، اسهال، د عضلاتو شخي، بې خوبي ، او دا هم ستاسو په رفتار او احساساتو کې اثر کوي، همداسې تاسې ټوله ورځ هیڅ نه کوئ او کور کې پاتې کیږئ، خپل ورځینى مهالویش په مخ نه بیایئ ، په ځان پام نه ساتئ، او ځان درته یو غلط انسان ښکاري او بې انرژي حالت سره مخامخ کیږئ، یعنې یو منفي فکر مو ذهن کې تاویږي.

ډیپریشن یا ژور خفګان څنګه تداوي کیږي؟

ښه خبره دا ده چې ډیپريشن یا ژور خفګان تداوي لري. او دا ثبوت شوى تجربو په اساس درې ‌‌‌‌‌‌ډوله تداوي ده. فارماکوټیراپي یا دارو اخیستل، او رواني ټیراپي لکه سي بي ټي یا کانیټیف بیهیفیرال ټیراپي او انتر پرسونال ټیراپي یا اې پي ټي.
سي بي ټي ‌‌‌‌‌‌ډیره موثره ده خو بعضې کسانو ته. او همدارنګه اې پي ټي چې خپل مخصوص موضوعات لري او پرې غور کیږي.

خو کله کله د شرم او یا د ناروغۍ پټول د دې سبب ګرځي چې ناروغ سم تداوي نشي یا د مرض عوارض سم بررسي او تشخیص نشي او یا هم د اوږد مهاله تداوي او لګښت له کبله دا تداوي نشي.

خو ښه خبره دا ده چې د سي بي ټي او اې پي ټي ځینې موثره ټکي ناروغ خپله عملي کولی شي او د کورنۍ د غړو په مرسته.

سي بي ټي په ۷۵ فیصده کسانو کې موثره واقع کیږي او دا تداوي دراتلونکې دورو په وړاندې شخص بچ کولی شي، په دغه میتود کې د اوسمهاله مشکلاتو په هکله ‌‌‌‌‌‌ډیر ځیر کیږي او د تیر شویو تاریخچو څخه تیریږي، خو د دې لپاره باید کوښښ وشي. دا لن‌‌ډ مهاله تداوي ده او که چا د ‌‌‌‌‌‌ډیرې اوږدې مودې لپاره کړى وي نو غلطه ده او د ‌‌‌‌‌‌ډ‌‌‌‌‌‌یر پر مختللي ډیپریشن لپاره نده.

مثلاُ په پورتني مو‌‌ډل کې که مونږ په یو مستطيل کې یو مثبت تغیر راولو دغه مثبت تغیر په نورو مستطیلونو چې په دغه دایره کې موجود دي اثر کوي.

د دې لپاره چې وکولی شو.

خپل خفګان کم کړو نو دا ټکي باید پام کې ونیسو.

لومړۍ بايډد زده کړو چې ژور خفګان څه دی څنګه رامنځته کیږي ، ولې رامنځته کیږي چې دا مو په پورتنیو معلوماتو کې وموندل، بیا. پوه شو چې څنګه کولی شو چې خپل خفګان ورسره کم کړو؟ او بیا چې ما هغه څه زده کړل چې په خپل ورځني ژوند کې څنګه عملي کړو او څنګه خپل ژوند څخه د خفګان په ځای خوند واخلو؟
بل قدم کې باید خپل رفتار ته تغیر ورکړو، لکه څرنګه چې په مو‌‌‌‌‌‌ډل کې دي ، ځکه د هر څه په وړاندې زمونږ رفتار په ټوله حلقې اغیزه اچوي. ځکه خپل رفتار ته تغیر ورکول د افکارو د تغیر سره سمون خوري، او افکار بدلوي .

ځکه کله چې څوک خفګان ولري هغوی هغه کارونه نه کوي کوم چې د دوی روغتیا لپاره ګټور دي، نو ځکه یو پلان جوړول چې څرنګه خپل رفتار د حالاتو په وړاندې بدل کړو او یو مهالویش ځانته جوړ کړو. مهمه برخه یې د ځان پاملرنه او ورځنى مهالویش دى.

که دغه پروسه شروع شي نو په نورو هم اغیزه کوي، کله چې په ژور خفګان کې فعالیت کم کړو ، لکه سپورټ یا خپل دوستان نه لیدل، او یا په انزوا کې اوسیدل د دې څخه مخنیوى کوو. ، مهمه دا ده چې د خپل ځان څخه شروع کړو ، د خپل خوراک او خوب خیال وساتو، کريکټ مو خوښيږي هغه لوبه وکړئ یا فوټبال یا ګلدوزي ,رسامي او نور فعالیتونه وکړئ

څرنګه خپل رفتار بدلولئ شو؟

په خپل رفتار کې یو یا دوه موضوعات خوښ کړئ، چې مشخص، واقعي او په مهالویش برابر وي.
مثلاً هرسهار منظم اوسیدل ، سپورټ کول او دا ورځني کارونه په مهالویش په مخ بیول په وخت ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ خوړل. او داسې عام ورځني کارونه.

که تاسې خپل مهالویش سرته ورسوئ، تاسې به د بریا خوشحالۍ احساس وکړئ اوکه سرته ونه رسیږي نو تاسې قهر ، پښیماني او غضب سره مخ کیږئ، نو دې کې تاسو کوم یو خوښوئ؟

هر څوک کولی شي چې په منفي افکارو کې ښکیل شي خو کله چې د خفګان سره مخ شي دغه منفي افکار چې پورته ذکر شوي دي ‌‌‌‌‌‌ډیره غلبه کوي. او همدا منفي افکار دي چې خفګان پرمختللى کوي او دا افکار په هر چا کې فرق کوي خو یو مشخص ګ‌‌‌‌‌‌ډ خواص دا دي چې دوى د ځان په هکله منفي خیال لري او په خپلې پیاوړتیا شک کوي. حال دا چې دوی به په خپل کار کې بریالي وي اونورو ته یو پیاوړی شخص ښکاري.

یا هم ځینې د نورو په هکله منفي فکر لري او د ژوند هر اړخ ورته منفي ښکارې . همدارنګه د راتلونکي په اړه منفي فکر لري او داسې کسان چې سملاسي منفي افکارو کې بوخت وي تمرکز هم په هره منفي خبره کوي.

د دغه افکارو د له منځه وړلو لپاره باید کلمه وکارول شي، لکه وویل شي زه باید دا کار په ښه توګه پر مخ بوځم، زه باید خپل خوب سم کړم، زه باید کتاب ولولم، زه باید دغه ……. کارونه سر ته ورسوم. د ځان په هکله منفي خبرې بندې کړئ، او خپلو منفي افکارو لپاره یو روحي فلټر جوړ کړئ.

مثلاً کله چې ستاسې فکر منفي اړخ ته ځي تاسې پدی فکر وکړئ چې څه سبب شو ؟ او د خپلو احساساتو هغه پروسه ځان سره وسنجوئ. او پوه شئ چې څه سبب شو داسې حالت تاسو ته راپیښ شو.

څرنګه په خپلو منفي افکارو غالبیدای شو. په دې فکر وکړو چې که زه یوه منفي خبره وکړم او چا باندې زه ‌‌‌‌‌‌ډیر ګران اوسم هغه به په دې هکله څه نظر لري؟

که یو زړه ته رانيږدې کس زما په حالت کې وایي نو ما به هغه ته څه ویل؟

آیا دغه منفي فکر همدې موقع کې ښه دی که نه کومه بله مثبته لاره هم لري ؟ نتیجه به یې څه وي ؟ آیا زه یو فکر د حقیقت سره پرتله کوم؟ کیدای شي حقیقت بل څه اوسي؟ زه کوم شواهد لرم چې دغه فکر پرې ثبوت کړم؟ او کوم شواهد لرم چې زما دغه فکر منفي کوي، یا یې غلط ثابتوي؟

که زما په هکله یو څوک په حقیقت باور کوي نو د هغه عکس العمل به دې فکر سره څرنګه وي؟
آیا دا څه چې زه فکر کوم حقیقت لري؟ که لري نو د حقیقت لپاره ثبوت ولې نشته؟

آیا زه یو عمومي فکر کوم او دا وایم چې کیدای شي داسې خبره تیره شوې وي، څومره زه په ریښتینوالى باور لرم؟ څومره ځله دغه فکر ماته یو رقم ځواب راکړى دى؟

هرځل چې زه یو منفي فکر تکرار کړم د مقابل شخص عکس العمل ثابت وي یا مختلف؟
ښه فکر او مثبت فکر خپل عادت وګرځوو، څنګه؟

هرکله خپل منفي فکر د یو مثبت او اغیزمند فکر سره تبادله کړو، دا وخت نیسي خو ناشونې ندى. پدې باید تمرین وشي چې څوکره زیات تمرین وکړئ هغومره بریالي یاست.همدارنګه د مشکلاتو د حل لارې لپاره تاسې کولی شى نورې مثبتې د حل لارې ولټوئ او په خفګان غالب شئ.

تل باید خپل خفګان په هکله خبرې وکړئ یا ډاکټرته لاړ شئ، که خبرې ونه کړئ ستاسې وضیعت نور هم کړکیچن کیږي، که کورنۍ کې مو څوک په خفګان اخته وي مرسته ورسره وکړئ ، خبرې وکړئ ورته ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډ ورکړئ چې هر څه به سم شي. یوه لاره چې اکثراً ډاکټران یې مذهبي ټولنو کې توصیه کوي دعا او عبادت دې د طبیعت او د خلقت نظاره ده چې انسان ته ‌‌‌‌‌‌ډیر قوت وربښي ، او راتلونکې ته یې امید ورکوي، کله کله سهار وختي لمرخاته ته ځیر شئ چې څه حکمت پکې دى، د لمر ناستې سره یې توپیر څه دى، پرته له هر شک او تردید په بنده ګانو اوحالاتو په پوره اخلاص خپل رب یاد ساتئ.

د آنټي ډیپرسانټ د کار او فعالیت د کتاب، ۲۰۰۵ څخه چې بیلسکر او پیټرسن لیکلى دى.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button