ډي، این، ای “DNA” څه ته وایي؟

لیکوال: نجیب الله عادل

د آیت ژباړه: “که د ځمکې ونې، قلمونه او سمندر مشواڼۍ شي….. بیا به هم د “اللّٰه” الفاظ په لېکلو ختم نشي؛ بېشکه اللّٰه غالب او د حکمت خاوند دی. (لقمان ـ۲۷).
د میډیکل ساینس Medical Science د محققینو په وینا په دغه مبارک آیت کې د قرآني الفاظو په ځای د انساني بدن جینیاتي الفاظو یعنې “ډي این ای” ته اشاره شوې.
انساني وجود له ۶۰۰ ملیارده حجراتو “خلیاتو” جوړ دی، د هرې خلیې (cell) په مرکز کې د مالیکیول کیمیایي ماده شتون لري، چې هغه ته DNA ویل کېږي. په دغه ډی این ای کې اللّٰه سبحانه و تعالی د انساني وجود د بقا تر فنا پورې تمام جینیاتي تفصیلات او معلومات ساتلي وي. د هر انسان په ډي این ای کې تقریباً درې نیم اربه ابجد حروف ابجد لیکل شوي، چې په ساینسي اصطلاح کې ورته “نیوکلیوټایډ” Neuclutide وایي.
د هرې خلیط په مرکز کې د نیوکلس ماده شتون لري. په نیوکلس کې د باریک پېچلي تار په بڼه کروموسومز وي. د کروموسومز په مرکز کې بې شمېره نقطې شتون لري، چې معلوماتي جینز (Gens) ورته وایي. ساینس زیاتوي، چې په یوه انساني خلیه کې تقریباً دوه متره اوږده DNA موجوده وي، نو که بالفرض د ټول بدن د ملیاردونو خلیاتو DNA مستقیمه پیمایش کړل شي، نو اوږدوالی یې تر ۱۱ اربه کیلو متره رسېږي، چط دغه مسافت د لمر او ځمکې تر منځ له مسافت څخه ۷۰ چنده زیات ده. لنډه دا چې په یوه خلیه کې درې نیم اربه الفاظ دي او په یوه بدن کې ۶۰ ملیارده خلیات دي. له دومره وسیعو معلوماتو او الفاظو ذخیره کولو څخه انساني ساینسي علم هم عاجز دی. د انساني بدن دغو جینیاتي الفاظو نظریې ته اللّٰه سبحانه و تعالی په سورت لقمان ۲۷ کې واضحه اشاره کړې ده، چې معاصر ساینس ورته DNA وایي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button