ډاکتر باختر احمدزیترې ستونزې

ډاکتر باختر احمدزی

افغانان د تېرو پنځه څلويښتو کلونو راهیسې د سترو کړاوونو څخه تېریږي چې ګڼو مهاجرتونو، جګړو، بهرنیو مداخلو، د نظامونو ړنګېدلو، په بهر کې رالوی شوو نسلونو او هلته رسمي او نارسمي تعلیمونو يی  په افغانانو  کې ژور سیاسي او ټولنیز بدلونونه  رامنځ ته کړیدي.

د ټولو افغانانو ستونزو څېړل به دلته لږ ستونزمن وي خو دې څيړنیزه لیکنه کې په ځانګړي توګه سره  د افغانستان د پښتنو جدي ستونزې چې له تېرو څو لسیزو راهیسې ورسره لاس او ګریون دي ذکر شويدي.

  • سیاسي زعامت نشتوالی

 د افغانستان پښتانه نن سبا د خپل سیاسي زعامت د نه شتون څخه کړیږي. نور قومونه د خپلو ايډیالوژیکو پولو څخه تېر شوي دي او خپل مشران سره له دې چې جرمي، جنايی او د جګړه مارۍ تاریخ لري خو د خپلو قومونو د سیاسي استازو په حيث يی قبول کړي دي چې ښکاره مثالونه یی د افغانستان په تېر څلوېښت کلن ناورین کې کتلای شو.

خو متاسفانه پښتانه تر اوسه پورې د سیاسي زعامت له نه شتون څخه ځوریږي چې ښکاره مثال یی تېرو ورځو کې په کابل کې یوه ډله د پخواني ولسمشر ډاکتر نجیب الله پلویانو غوښتل چې د خپل مشر تلین یاد غونډه جوړه کړي خو جهادي/جنګي ډلو خصوصا ښاغلي حکمتیار يی سخت مخالفت وکړو چې د نورو دلایلو ترڅنګ د حزب اسلامي توندلارې مذهبي دریځ څرګندوي. ددې معنی دادی چې نورو قومونو خپل هر ډول ايډیالوژیک مشران چې هر ډول جنایتي او جنګي جرمونو تاریخ لري د خپلو مشرانو په حیث منلي دي خو پښتانه لا تر اوسه  په تاریخي ضدیتونو او عقدو کې بند پاته دي. او نور لاملونه یی په لانډې توګه سره درسره شریکووم:

  • قبیلوي او محلي توپیرونه:  قبیله، د قبیلې مشر، د کلي مشر یا ملک، خان او نور عنعنوي مشران په افغانانو او خصوصا په پښتنو کې د سیاسي واک محلي بنسټونه تشکیلوي او دا کار له پېړیو پېړیو راهیسې په دې سیمه کې دود دی. دغه پورته جوړښتونه او بنسټونه که د زمان د غوښتنو سره سم تګ وکړي او ددغو جوړښتونو ترمنځ که یووالی، همغږي او سم پوهاوی شتون ولري نو کولای شي چې په لنډمهال کې  په نارسمي توګه سره د سیاسي ګوندونو تشه ډکه کړي.

خو د تاریخ په اکثره پړاوونو کې دغه جوړښتونه او بنسټونه د بهرني دښمن سره د مقابلې او یا د ستونزو د هواري پرځای یو دبل سره په ټکر کې پاته شويدي چې په اسانۍ سره د نورو په ځانګړي توګه سره د غلیم د موخو ترلاسه کولو لپاره ارزانه، موثره او اسانه وسیله ګرځېدلي دي.

اکثره قبیلوي ، محلي او کلیوالی توپیرونه ددې پرځای چې په سوله ایز او دودیز شکل هوار شي ، د ننګولو، زور او ضدیت حد ته رسیږي چې بیا مسله حیثيتي شکل نیسي او ددې حیثیتي مسایلو د پوره کولو لپاره هغه اړخ چې خپل ځان زیان ګالونکی ویني هم په لوی لاس د غلیم ځولۍ او احسان تر سیوري لاندې ځان پټوي چې په دې توګه سره دا هم د غلیم لپاره ارزانه، اسانه او کرایی پوخیانو په توګه دنده ترسره کوي.

قبیلوي اړ او دوړ، بې اتفاقي، تربګنیتونو،محلي دښمنیو، غیرت ناسم تعبیر اوبې ځایه ضدیتونو له کبله اکثره تاریخي فرصتونه مو له لاسه وځي او په لوی لاس په داسې اړ او دوړ کې را ایسار پاته کېږو چې لسیزې او حتی نیمه پېړۍ وخت ته بیا اړتیا وي چې په دې ستونزو برلاسي شو.

  1. د دودیزو ، توندلارو مذهبي ډلو او انقلابي لیبرالو سیاسي ډلو راڅرګندېدل: د اعلیحضرت محمد ظاهرشاه د ۱۹۶۴ میلادي کال اساسي قانون سیاسي ګوندونو ته درسمي فعالیت جواز ورکړو چې په دې توګه سره د ولسواکۍ لسیزې نوی باب پرانیستل شو. ښي لاسو او چيي ګوندونو خپل فعالیتونه پیل کړل چې  افغانستا د لویديځ او ختيځ  د  ټکر په مرکز بدل شو. په تېرو ۴۰ کلونو کې زمونږ سیاسي ګوندونه په ډېر افراطي شکل او یا عکس العملي توګه سره تشکیل شوي دي او حتی ځینې ګوندونه خو له هیواده بهر د نظامي موخو ترلاسه کولو لپاره  تشکیل شوي دي چې په اوږدمهال کې يې ملي موثریت د ګټې پرځای زیان اړولی دی.

اکثره سیاسي ګوندونه د مذهبې کورنیو د نفوذ  او اغېز له کبله د دوی کورنیو ته منسوب دي چې یوازې تشریفاتي شکل لري او تر ډېره حده پورې يې خصوصا په پښتنو کې د ملي ګوندونو د تشکیل مخه نیولې دی. 

د غازي امان الله خان ریفورمونه چې په ډېرې چټکۍ سره یی غوښتل افغاني ټولنه د اروپا سره برابره کړي او په همدې توګه ۷ د ثور د خلک دیموکراتيک ګوند خونړۍ کودتا چې په تونده او انقلابي شکل سره يي غوښتل دودیزه  اسلامي ټولنه کې په یوه شپه ورځ  کې د  مسکو په قالب کې واچوي. زمونږ د دودیزې ټولنې او مذهبي ډلو له خونړي غبرګون سره مخامخ شوه . 

په تېرو اتیایمو کلونو کې په پېښور  کې د مېشتو جهادي ډلوپه شکل کې  جدي خونړي غبرګونونه چې  د داخلي نا انډولتیا او د بهرنیو غلیمانو په مټ يي د وخت نظامونه چپه کړل  چې ورپسې د طالبانو سخت دریځه دودیز اسلام یی بل توندلاری شکل وه چې په اصل کې په ټولنه کې د ملاواکۍ او ددوی د ټولنیز او سیاسي محرومیت یو غبرګون وه ، کوم چې د اسلام د چتر لاندې راڅرګند شو او اکثره یی په پښتون مېشتو سیمو کې وده وکړه کومو چې د عصري سیاسي بنسټونه د تکامل مخه یی نیولی دی.

  • د مېرمنو ناڅرګند سیاسي رول 
  •  اسلام

په افغاني ټولنه او خصوصا پښتني ټولنه کې ښخې د سترو محرومیتونو سره لاس او ګریوان دي چې عمده لاملونه د اسلامي شعایرو څخه افراطي تعبیرونه، د پښتو او پښتونولي ارزښتونو په ناسمه توګه پلې کول او د ولسواکۍ په انقلابي شکل عملي کولو څخه سرچینه اخلي. 

زموږ په  ټولنه کې د اسلامي اصولو څخه د ځينو ملایانو، ملکانو او  عامو خلکو له خوا چې د حقیقي اسلام څخه نه پوره معلومات لري او نه ورڅخه بشپړه پوهه لري، نو دوی چلند او تفکر د مېرمنو د سیاسي او ټولنیزو حقونو ترلاسه  کولو لاره کې ستر خنډ دی.

غوره به دا وي  چې مروجه حکومتونه د عامو خلکو د عامه پوهاوي لپاره د  جوماتونو  ملا امامان په دې برخه کې  وروزي ترڅو د حقیقي اسلام اصلي څیره خلکو ته وړاندې کړي.

د قومي مشرانو ، مخورو او نورو هېوادوالو هڅونه او ورته د عامه پوهاوي مباحث برابرول  ، دا به زیات ګټور وي.

  •  پښتو

زموږ د  ټولنې دودونه  په ځانګړي توګه د پښتونولي څخه په ناسمه توګه سره ګټه اخیستل کیږي. ځینې دودپاله پښتانه اصلي مسلمانان او پښتولي د اسلام سره برابر ګڼي چې  ددوی په تعبیرونو او تفسیرونو دا د مېرمنو  دحقونو په ترلاسه کولو  کې ستر خنډونه  دی.

مثلا دوی په دې باور دي چې ، ښځه یا  “د کور دی یا د ګور دی”، نو د  دوی چلند او تفکر د مېرمنو د سیاسي او ټولنیزو حقونو  ترلاسه  کولو  لاره کې ستر خنډ دي.غوره به دا وي  چې مروجه حکومتونه د عامو خلکو د عامه پوهاوي لپاره  قومي مشران ،د  جوماتونو ملا امامان ، ځوانان او مدني ټولنې غړي په دې برخه کې  وروزي ترڅو د حقیقي اسلام اصلي څیره خلکو ته وړاندې کړي.

  • ولسواکي 

  په افغاني ټولنه او خصوصا پښتني ټولنه کې ښخې د سترو محرومیتونو سره لاس او ګریوان دي چې عمده لاملونه د اسلامي شعایرو څخه افراطي تعبیرونه، د پښتو او پښتونولي ارزښتونو په ناسمه توګه پلې کول او د ولسواکۍ په انقلابي شکل عملي کولو څخه سرچینه اخلي. 

 د غازي امان الله خان ریفورمونه چې په ډېرې چټکۍ سره یی غوښتل افغاني ټولنه د اروپا سره برابره کړي او په همدې توګه ۷ د ثور د خلکو د ولسواک ګوند خونړۍ کودتا چې په تونده  او انقلابي شکل سره يي غوښتل دودیزه اسلامۍ ټولنه  کې په یوه شپه ورځ کې د بهرنیو هېوادونو په  کچه بدلون  او سمون راولي چې  زمونږ د دودیزې ټولنې او مذهبي تولارو له خونړي غبرګون سره مخامخ شول.

 د  تېرو ۱۰۰ کلونو  راهیسې د غازی امان الله خان  له دور را نیولې چې په مقابل کې د شینوارو، دګوډ ملا، او  حبیب الله کلکاني چې د سقاو پرځوی مشهور وه  بغاوتونه، د شهید سردار داود خان او  ۷ د ثور د کودتاچیانو مقابل کې  په پېښور کې د مېشتو جهادي ډلوپه شکل کې خونړي غبرګونونه چې   اکثره یی  د داخلي نا انډولتیا، د بهرنیو غلیمانو په مټ د وخت نظامونه چپه کړل.  په ۱۹۹۴ میلادي کال کې د جهادي ډلو مقابل کې  د طالبانو سخت دریځې ډلې خونړۍ حرکت د  دودیز اسلام بل توندلاری شکل وه چې په اصل کې په ټولنه کې د ملاواکۍ او ددوی د ټولنیز او سیاسي محرومیت یو غبرګون وه کوم چې د اسلام د چتر لاندې راڅرګند شو. طالبانو په لنډه موده کې وکولای شو  چې په  اکثره  په پښتون مېشتو سیمو کې  پرمختګ وکړي کومو چې د عصري سیاسي بنسټونه د تکامل مخه  ونیوله .

د طالبانو په ټوله موده کې ښوونځي، پوهنتونونه او نورې تعلیمي ادراې د نجونو په مخ وتړل شوې چې دا اکثره د دودیزو پښتنو د کلتور کوم چې وایی ، “ښځه یا  د کور دی  او یا د ګور” څخه سرچینه اخلي. طالبانو په دې اړه هیڅ کومه واضحه اومعقوله طرحه  او دلیل نه درلودلو چې ولې یی د نجونو د تعلیم مخه ډب کړیدی. طالبانو سره له دې چې د هیواد اکثره سیمې یی د جهادي او نورو ملیشو څخه ونیولې خو وې نشو کولای چې نړۍ ته قناعت ورکړي او دوی په رسمیت وپېژني.

  • جومات، حجره او ښوونځی

حجره په پښتني ټولنه کې له  کلونو راهیسې د سیاسي فعالیت، په کلیو کې  د شخړو د هوارولو او د سیاسي انسجام مرکزي حیثیت لري. د اسلام د راتګ سره سم جومات د مذهبي امورو مرکز شو. د نویو عصري علومو له دودولو سره سم په ټولنه کې د سیاسي فعالیت یو نوی باب هم پرانیستل شو. د وخت په تېریدو سره د ملک، ملا او معلم ترمنځ د  سیاسي او ټولنیزو دندو په عدم تفکیک له امله ناڅرګندتیا او حتی کله نا کله  ټکرونه رامنځ ته شویدی. په تېرو څلورو لسیزو کې د حجرې تاریخي او دودیزې رول  او په همدې توګه سره د عصري علومو د ښوونځيو هغه رول چې د اعلیحضرت ظاهرشاه او شهید سردار داود خان وخت کې  په ټولنه کې په تکاملي او تدریجي شکل سره رامنځ ته شوی وه خو د ثور د انقلاب مقابل کې د خونړیو غبرګونونو په منځ ته راتلو سره د حجرې او ښوونخي  د رول  د څنګ ته کېدو لامل شول. ددې په مقابل کې یی ځایي انقلاب ته وفادادو بنسټونو لکه دیني مدرسو او مذهبي ملایان د هغه وخت د اړتیاوو  او همدارنګه د ګاونډي پاکستان د یوې منظمې اوږدمهال سټراټيژي له مخې وده ورکړه. ددې دوه بنسټونو رول ځکه تبارز وکړو چې له یوې خوا  خصوصا پاکستان غوښتل چې داسې افراطي جنګیالي وروزي چې  د وخت د اړتیا وو سره سم کار وکړي او له بل پلوه په اوږدمهال کې  په ملي ډول د حجرو او ښوونځيو کوم چې افغان ټولنې کې د اسلام سره سم یی د ملي ارزښتونو بقا هم غوښتله مخه ډب کړي. دې حرکتونو په لوی لاس غوښتل د افغان ملت پالنې مخه ونیسي او یا یي ډېره  کمزوری کړي. 

  • ناسالم /افراطي مذهبي تعبیرونو او ناڅرګندې مذهبي ډلې  د ملي /سیاسي شعورد کمزورتیا لامل

پيښور ته د میلیونونو افغانانو له مهاجرتونو او په کابل کې د ډاکتر نجیب الله د حکومت له سقوط نه را وروسته  د تبلیغي ډلو تګ راتګ زیات شو. دا ډله چې مرکز يي په پاکستاني پنجاب ایالت رای وڼد کې واقع دی او اکثره نالوستي کلیوال کسان په رضاکارانه توګه سره  په ظاهره د ټولنې د اخلاقو د سمون په موخه فعالیت کوي خو داسې ډېرې راپورونه شته او لیدل شويدي چې په افغانستان کې بوخت تبلیغي ډلو کې د پاکستان د استخباراتو کسان هم تګ راتګ کوي.

 بله موخه یی چې دلته زیاته لیدل شويدی دغه نالوستي کلیوال کسان د خپلو ناسمو تعبیرونو له امله اکثره دولتي فعالیتونو او ملي ارزښتونو ته د خپل لیدلوري او تعبیرونو له امله دناسمو او کفري ټاپو په لګولو سره په عامو افغانانو کې د خپل سیاسي نظام او ملي ارزښتونو حیثیت ته یی زیان اړولی دی. 

 په وروستیو کلونو کې لیدل شويدي چې دغو ډلو او ددغو ډلو له تاثیر لاندې کسانو د افغانستان ملي بیرغ، ملي سرود، ملي پولي واحد، ملي ګتو او ملي ادارو ته د خپلو پوچو شعوري پروپاګند له لارې چې د اسلام د نوم لاندې یی ترسره کوي زیانونه رسولی دی او عام افغانانو ذهنونه یی په دې اړه مغشوش کړیدي.

 لنډه دا چې په تيرو څلورو لیسزو کې د افغانتسان ملي ارزښتونو لکه ملي بیرغ، ملي سرود، ملي پولي واحد، ملي ګتې او ملي ادارو ته  ناسمو/افراطي تعبیرونو له امله ځپل شویدي. 

  •  ضدیت/ځپل منځي  دښمني او مذهب د بهرني غلیم  له خوا د یوې وسیلې په توګه کارول

  د احمدشاه بابا د لمسیانو، جمال خان او  سردار پاینده خان د کورنیو ترمنځ دښمني  په شخصي او سیاسي تربګنیت ولاړه وه چې  د واک د ترلاسه کولو  او غچ اخیستلو لپاره يي د زمان شاه سترګې ړندې کړې او په پای کې شاه شجاع د  خپل حیثیت  د اعادې اود انتقام ترلاسه کولو لپاره سیکانو اوبیا  انګریزانو ته پناه وروړه.

 پیر روښان چې په بایزید روښان سره هم مشهور دی، نوموړي د وخت حاکم مغولو پرضد یو لښکر تیار کړو او غوښتل یي چې مغولو څخه خپلواکي واخلي خو مغولو د مذهب نه په استفادې دده  پرضد د سیدعلي ترمذي( پیر بابا) او اخوند دروېزه له لارې  د تبلیغ او پروپاګنډ له لارې  خپلو شومو پلانونو ته دوام ورکړو.

 د پخواني پاچا محمدظاهرشاه او د هغه د اکازوی سردار داودخان ترمنځ اختلاف چې د ظاهرشاه پرنظام باندې د سپينې کودتا لامل شو او په دې توګه سر د شاهي نظام پای وموند.

د شهیدا سردار داودخان د جمهوريت د تآسیس نه وروسته یو ډله مخالفین پاکستان ته  وتښتیدل او پاکستان چې له ډېره وخت د افغانستان د دولت پرضد د وسله والو مخالفینو په لټه کې وه نو وې کولای شول چې دا مخالفین سره منظم، تربیه او په وسلو سنبال کړي او بېرته یی افغانستان ګڼو سیمو لکه لغمان، کونړ،پنجشیر او پکتیکا ته ولاړل او د نظام پر ضد یی وسله وال بغاوت پیل کړو. په همدې توګه  د شهید داود خان پرضد د ۷د ثور خونړۍ کودتا نور مخالفتونه وزېږول چې د وخت د رژیم د ظلم له لاسه نور افغانان پېښور ته کډوال شول چې دا لړۍ د روسانو د راتګ سره زیاته شوه او د افغانستان د وخت د رژیم او روسانو پرضد یوه جګړه پیل شو.

  په اتیایمو لیسزو کې  د مذهبي مشرانو په فتواګانو او مذهبي تفسیرونو څخه د وخت د رژیم پرضد ګټه پورته شوه تردې چې  د ۱۹۹۲-۱۹۹۶ میلادي کلونو کې د جهادي ډلو دخپلمنځي جګړو کې هم مذهبي ډلو  د یو دبل پرضد د جهاد له نوم نه په ګټه اخیستلو سره خپلو جګړو ته دوام ورکړو.

طالبانو د جهادي ډلو دخپلمنځي جګړو او وحشتونو نه په ګټه اخیستلو سره د ټولو پرضد جهاد پیل کړو او جهادي ډلو ته يي”  د شر او فساد “ ډلې ویل او ددوی پرضد یی جګړه وکړه چې هرې ډلې د خپل ملاتړو خپلولو او زیاتولو لپاره د خاصو انګېزو څخه ګټه پورته کولو.

په پای کې  د ۲۰۰۱ میلادې کال کې سیمې ته د امریکا د راتګ سره سم  د طالبانو تر نوم لاندې ډلې د پاکستان له خوا راټولې او په منظم ډول د افغانستان د دولت او مېشتو بهرنیو ځواکونو پر ضد جنګ ته دوام ورکړو، حال دا چې امریکایانو د  پاکستان له لارې په لسګونو زره بریدونه  ترسره شوي وه ، طالبانو يي په اړه هیڅ هم نه کول  او هغه يي  مسلمان ورور هیواد باله.

  • د ملي سیاسي کرښو ناڅرګندتیا

په افغانستان کې په ۱۹۹۲ ميلادي کال کې د مجاهدینو ددولت رامنځ ته کېدو څخه را وروسته  د هېواد د سیاسي ملي کرښو او ملي ګټو څرګند تعریف ګونګ شو او ۲۰۰۱ میلادي کال کې د نوې دولت له منځ ته راتللو وروسته د هیواد  ملي کرښې او ملي ګټې او بهرنی ملي سیاست ناڅرګند برخلیک خپل کړو. سره له دې چې پاکستان په افغانستان کې په یوه نااعلان شوې جګړه بوخت دی خو افغان دولت هغه سیاسي کرښې تر اخره تعریف نه کړې چې ګاونډیانو او بهرنۍ نړۍ سره په کوم ډول اړیکې غواړې او کومې یی سرې کرښې دي.

یوه علت یی شاید دا وي چې دلته افغان دولت تر ډېره حده په بهرنیو مرستو متکي وه او بهرنیانو یوازې د ترهګرۍ په ناڅرګنده جګړه کې ښکېل ول چې د ترسره کولو لاره یی ترډيره حده پورې غلطه وه  ځکه افغانستان کې د جګړې د دوام اصلي ملاتړی پاکستان وه  خو د امریکا اولویدیځ له خو پر پاکستان باندې هیڅ ډول سیاسي ا اقتصادي فشار  را نه  وستل شو.

 د پاکستان غوښتنې په رسمي توګه هیڅ وخت له افغان دولت سره شریکې نه شوې خو یو ځل د ملي امنیت پخواني رییس او د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال،  ښاغلي امرالله صالح په ۱۸ستمبر ۲۰۱۹ میلادي کال په  کابل کې د (افغان سولې په تړاو نړيوال کانفرانس) تر سرليک لاندې کانفرانس کې، چې د  پښتونخوا د مشرانو په ګډون د نړۍ له بېلا بېلو هېوادونو څخه ورته مېلمانه راغلي وه ،  ښاغلي صالح  په خپلو خبرو کې وويل:
د اسامه بن لادن له وژلو وروسته له پاکستان څخه افغانستان ته وړانديز وشو، دا يو ليکلی وړانديز و، چې هېڅ لاسليک يې نه درلود. افغانستان ته وويل شول که دا ۱۱ شرطونه منئ، نو طالبان په ۶ مياشتو کې له مينځه ځي او افغانستان کې به سوله راشي.
هغه شرطونه اوس هم شته او که موږ دا د ذلت شرطونه ومنو، نو اوس به هم سوله راشي.
هغه ۱۱ شرطونه دا و:

  1. : ډېورنډ ته هېڅ کله کرښه مه وايئ، بلکې سرحد ووايئ او د دغه سرحد د امنيت ټاکلو لپاره باید دواړه حکومتونه ګډ کمېسيون جوړ کړي.
  2. -: د اوبو په سر بايد د افغانستان او پاکستان ترمنځ شخړه نه وي او د اوبو په وېش دواړه هېوادونه بايد تړون وکړي. ځکه د کونړ سيند د چترال سيند دی او بيا چې پاکستان ته داخلېږي، بل نوم اخلي.
  3. -: د افغانستان دریمه برخه د پوځ، استخبارات او پوليس مشرتابه بايد د پاکستان په مرکزونو کې وروزل شي.
  4. -: پاکستان بايد منځنۍ اسيا ته لاسرسی ولري، له هېڅ شرط پرته، خو افغانستان ته موږ هند ته دا لاسرسی نه ورکوو.
  5. -: افغانستان دې خپل ستراتيژيک تړون لويديځ هېوادونو سره لغوه کړي.
  6. -: د افغانستان طبيعي زېرمو او کانونو د استخراج دې په يوه مشترکه شرکت جوړ شي، چې پاکستان، چين او افغانستان دې په کې ګډون ولري او نور څوک دې د افغانستان د کانونو راويستلو حق ونه لري.
  7. -: د افغانستان او پاکستان استخباراتو ترمنځ دې ډېرې نږدې اړيکې جوړې شي او ورځ تر بلې دې قوي شي. دوی ويل چې د افغانستان استخبارات دې د پاکستاني استخباراتو يوه څانګه شي.
  8. -: که چېرته افغانستان خپل ستراتيژيک تړون له لويديځ هېوادونو سره لغوه کوي، نو تشه رامنځ ته کېږي، نو پاکستان، چين او افغانستان به يو ګډ ستراتيژيک تړون وکړي.
  9. -: هندوستان کونسلګرۍ دې د افغانستان له خاورې وويستل شي، همدا راز د هند شرکتونو، اېنجيوګانو او نورو خلکو ته هېڅ فعاليت حق ورنکړل شي. هندوستان دې يوازې په کابل کې سفارت ولري.
  10. -: هغه کړۍ، شخصيتونه، رسنۍ، چې د پاکستان په ضد ليکنې کوي، خبرې کوي او غږ پورته کوي، دوی بايد غلي شي او که دوی يې نه مني، بايد وتړل شي.
  11. -: ډېورنډ کرښه، چې پاکستان يې سرحد ګڼي، بايد دا د دواړو هېوادونو ترمنځ يو فولادي نړيوال سرحد وي، خپلې اړيکې دې په پاکستان کې له پښتنو سره پرې کړئ. که کوم پښتون مشر ته کابل ته د ورتګ بلنه ورکوئ، نو لومړی به د پاکستان له حکومت اجازه اخلئ، موږ به هم همداسې کوو. دوی وويل چې پښتون قوم بايد په دې پوه شي چې پښتانه يو نه دي، د پاکستان پښتانه دې خپله سياسي قبله اسلام اباد وګڼي.

ښاغلی صالح وايي، چې د پاکستان دا 11 شرطونه منل ذلت دی او د افغانستان خرڅول دي. خلک وايي چې تاسې د سولې په مخکې خنډ يئ، خو موږ د افغانستان د وقار ساتونکي يو.

  •  د پښتنو د حاکمیت مسّله

پښتانه د ستر امپراتور احمدشاه بابا  څخه چې د معاصر افغانستان بنسټګر دی ، په افغانستان کې په واک حاکمه سیاسي ډله بلل شویدی خو متاسفانه له یو څو حکومتونو څخه پرته  نور ټولو حکومتونو او امیرانو  وخت په  داخلي اړ او دوړ او یا له بهرنیو یرغلګرو سره په اخ او ډب کې  تېر کړیدي. په دې توګه چې :

  1. په دغه حاکمیت کې  به د ا ومنو چې د دولت په رآس کې به یو پښتون ناست وه خو بیوروکراسي ټولنه د ناپښتنو او نوره ټوله بیوروکراسي د ناپښتنو لکه قزلباش، فورمولیانو، تاجیکو او نورو  پاړسیوانانو په لاس کې وه 
  2. بله دا چې پښتنو خصوصا خپلې ژبې ته هیڅ پاملرنه نه دی کړی او همدا لامل دی چې  د احمدشاه بابا لمسیان او زامن، د محمدزیو د کورنیو اکثره شاهانو ځپله ژبه په دربار کې ځکه له لاسه ورکړې چې پښتانه په دربار کې هم نه وه او نه هم پښتو د دربار ژبه وه.
  3. لکه څنګه چې فرهنګي حاکمت د پښتنو نه وه نو له همدې امله د پښتنو مېرمنو تعلیم  ته هم هيڅ پاملرنه نه دی شوی چې په دې توګه د پښتو نیم نفوس په کورونو کې د تعلیم له نعمت څه محروم دی چې دې کار هم  د پښتو ژبې په دود کولو کې ستر خنډ جوړ کړیدی.
  4.  د لوی امپراتور احمدشاه بابا نه را وروسته  بهرني  تاړاکونه ، ګڼ کورني بغاوتونه، د وخت د امیرانو عدم سیاسي پوخوالی او بې اتفاقي  ددې لامل شول چې افغانستان د یوه قوي  ملي دولت  څښتن نه شو.

  •  د سیاسي کارونو عدم همغږي

 پښتانه د ثور د انقلاب را وروسته، د جهادي/جنګي ډلو ، طالبانو د امریکا له یرغل تر ننه چې په سیاسي، اقتصادي  او هر لحاظ زیات وځپل شول. لاندې کارونه او ډلې په کې زیاتې ښکېل وي:

  1. د وخت حاکمو پښتني ډلو او ګروپونو د نورو ډلو او فکرونو څخه د سیاسي خطر په خاطر نورې مخالفي سیاسي ډلې نه شوې زغملای نو ځکه یی وځپلې، 
  2. بهرنیو هېوادونو سره پښتو د تعامل او سازش ژبه نه درلوده نو هغوی  د یرغلونو په مقابل کې یی وسله وال مقاومت وکړو چې دې کار ځینې نا پښتنانه ډلو ستره ونډه درلوده 
  3. او په پای کې زموږ د جنوب شرق په نوم مسلمان ګاونډي ددې لپاره چې افغانستان کې قوي ملي او مرکزي دولت د بنسټ مخه ونیسي نو په افغانستان اوخصوصا پښتنو ډلو او سیمو کې يي په خپله ګټه او تعبیر مذهبي افراطي ډلې د یوې وسیلې په توګه وکارولې او کاروي يي او نورې ملي ډلې او شخصیتونه يي يا په سیاسي ډول کمزوري کړل او یا یی په فزیکي توګه محوه کړل.
  •  د ملي او معیاري رسنیو نه شتون

په ۲۱ مه پېړۍ کې په هېواد کې د معیاري  چاپې، برېښنايی او ټولنيزې رسنۍ(تلویزیون، راډیو،ورځپاڼې،مجلې او نورو) نه شتون په ځانګړې توګه سره د پښتنو سهم په دې برخه کې ډېر خوار دی . د ملي او معیاري رسنیو نه شتون ددې لامل شویدی چې د پښتنو غږ او کلتور هم  ددوی په سیمو کې او هم نړۍ ته په رسولو  او همغږۍ کې ستره ستونزې زېږولي دي.

د ۲۰۰۱ میلادي کال راهیسې ګاونډیانو په شعوري توګه  او لویدیځ ملتونو په شعوري او ناشعوري توګه سره هغه رسنۍ تقویه کړې چې اکثرو د مېشتو قومونو تر منځ نفاق ته لمن  وهلې او په افراطي توګه سره  یی د لویديخ  د دودونو رایجولو ته کار کړیدی.

 په دې منځ کې پښتانه د داسې معیاري او ملي رسنیو له عدم شتون څخه کړیږي چې هم د دوی سیمو ترمنځ ښه پیغام  ورسوي او هم د نورو قومونو سره يي د وصل کړۍ شي.

  • د پښتو ژبې سره  ناغېړي او سیاسي چلن

 شاید د ژبو د انډول او ودې لپاره اکثره نور قومونه هم ګیلې او شکایتونه ولرې خو د د پښتو ژبې اړوند  لاندې مهمې مسلې درسره شریکووم:

    1. د وخت  اکثره حکومتونو ورسره سیاسي چلن کړیدی په دې مانا چې د نورو قومونو د خوشالولو لپاره یی ورته کار نه دی کړی او یا یی د ملي یووالي په نوم له خپلې ژبې څخه تېر شویدي چې دا يي بیا د خپلې ژبې سره  او قوم سره بې عدالتي کړیدی.
    2. پښتنو ورسره ناغېړی کړیدی چې څومره حق یی چې په لیکلو، لوستلو او ویلو کې وه ، ادا شوی نه دی
  • اکثره ناپښتنو د یوه ملی مسولیت او مکلفیت په حیث حتی دومره تکلیف نه دی کړی چې که پښتانه خپله ژبه ووایی  او دوی ورباندې د پوهېدو احساس وکړي.
  1. د لوی احمدشاه بابا له دورسره له دې چې سیاسي حاکمیت د پښتنو په لاس کې وه خو دې  حاکمیت کې پښتنو په فرهنګي لحاظ او خصوصا خپلې ژبې ته هیڅ پاملرنه  نه دی کړی او همدا لامل دی چې د احمدشاه بابا لمسیان او زامن، د محمدزیو د کورنیو اکثره شاهانو ځپله ژبه په دربار کې ځکه له لاسه ورکړې چې پښتانه په دربار کې هم نه وه او نه هم پښتو د دربار ژبه وه.
  2. په دغو تېرو دورونو کې سره له دې چې د دولت په سر کې به د هډ له نظره یو پښتون حاکم وه خو په ژبني لحاظ پښتنو حاکمیت ډير کم کړیدی  او نوره ټوله بیوروکراسي د ناپښتنو لکه قزلباش، فورمولیانو، تاجیکو او نورو پاړسیوانانو په لاس کې وه.
  3. لکه څنګه چې فرهنګي حاکمت د پښتنو نه وه نو له همدې امله د پښتنو مېرمنو تعلیم  ته هم هيڅ پاملرنه نه دی شوی چې په دې توګه د پښتو نیم نفوس په کورونو کې د تعلیم له نعمت څه محروم دی چې دې کار هم  د پښتو ژبې په دود کولو کې ستر خنډ جوړ کړیدی. د پښتنو د مېرمنو د نه تعلیم کولو لاملونه شاید د پښتو په ژبه نه تدریس، د پښتنو د دود سره سم د جلاتعلیم کولوخصوصا د پوهنتونونو په کچه د جلا تدریس (د نجونو او هلکانو) د شرایطو نه شتون، مدارنګه مذهبي نا سم تعبیرونه چې،  ښځه یا د کور دی یا ګور دی. 

 لنډه دا چې د  پښتنو د سیاسۍ زعامت نه شتون،  د ولسي جرګې/ولایتي/ولسوالي شوراګانو او نورو انتخاباتو کې نا عادلانه سیستم کارول، په سیاسي، تعلیمي، او ټولینزومسایلو کې  د پښتنو مېرمنو نا څرګند رول ،  مذهبي  ناسالم تعبیرونو او ناسم پوهاوی، د مذهب څخه توندلاری تعبیر او تفسیر، د  مغرضو ګاونډیو هېوادونو مداخله، د افغانستان د مېشتو قومونو په واک کې د شریک کېدو دبرخلیک په اړه  څرګنده تګلاره، د معارف ترلاسه کولو لپاره د محرومو،ناامنو او لرې پرتو سيمو ته نه پاملرنه او اکثره مسایلو سره سیاسي چلن د افغانستان د سیاسي برخلیک نور هم مغلق کړیدی  او د ستونزو د زیاتوالي لامل ګرخي.

په درنښت

ډاکتر باختر احمدزی

   کابل، افغانستان

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button