ډاډمن پاکستان او د افغانستان باطل خیال

پښتو ژباړه: ارین احمدزی

د ولسمشر محمد اشرف غنی په مشرۍ د نوی حکومت له رامنځ ته کیدو سره سم افغانستان تر بل هر وخته ډیر پاکستان ته ور نږدې شوی دی. په دې اړیکو کې ډیر باور شته خو نامشخصې پایلې لری. په نویو اړیکو کې د دواړو هیوادونو تر منځ څارګریز هوکړه لیک او په ګډه د پولې دواړو غاړو ته د دوښمن په نښه کول پکې راځی.

دا همکارۍ د دواړو هیوادونو په تاریخ کې له ستر خنډ څخه تیریدل دی، ځکه په تیر کې د دواړو هیوادونو تر منځ رسمې هوکړې نه وې.

دا کیسې دوه لارې سړک ته پاتې کیږی ځکه په داسې ځای کې د دواړو هیوادونو څارګریزې ادارې کولای شی په خپل وار سره سیستم را قابو کړی.

البته شونې ده له یو بل څخه ناسمه ګټه هم پورته کړی. ای اس ای یو عمر ددغو کارونو تجربه لری خو د افغانستان ملی امنیت بیا نوې اداره ده او د پاکستان په مقابل کې یې تجربه بیخی کمه ده.

د پاکستان په اړه د کابل کړنې خوشبینانه دی. دغه کار په پاکستان کې هم ډیر شوی دی. افغانستان هڅه کوی په دې برخه کې د پاکستان متحدین لکه چین، عربستان او امریکا هم مرسته وکړی چې له دې لارې پاکستان خوندی شی او اقتصادی لیوالتیا یې ډیره شی. ددې ترڅنګ پاکستان باید وهڅول شی چې نور د افغانستان په اړه خپله کړنلاره بدله کړی.

په وروستیو میاشتو کې افغان ولسمشر محمد اشرف غنی په بې ساری ډول پنډۍ ته ولاړ چې اسلام اباد له طالبانو سره سولې ته وهڅوی او بیا یوه سیاسی سوله وشی.

نو دلته باید کابل ته د پالیسی د بدلون په بدل کې امتیاز ورکول شی. باید شته وضعیت د پاکستان له جوړیدو تر اوسه پورې وڅیړل شی. په افغانستان او پاکستان کې د سولې په موخه باید پاکستان ځینو پوښتنو ته ځواب و وایی چې له دې لارې سوله ییزې او ستراتیژیکې خبرې شونې شی.

په تیر کې د دواړو هیوادونو د مشرانو ترسره کړی خوځښتونه تکتیکی وو او تر ډیره پکې ستراتیژک ژوروالی نه ښکاری. دغه کار د پنګ پانګ د لوبې په څیر دی چې دواړه لوری پکې امتیاز غواړی، خو پاکستان به تر ډیره ګټونکی وی.

نوی حکومت له درې لارو هڅه کړې چې له پاکستان سره نږدې شی. ۱ـ د پاکستان له پوځ او څارګرې ادارې سره په لوړه کچه ژمنې. ۲ـ د پاکستان له پوځی او سیاسی حاکمې کړۍ سره خبرې چې ددغه هیواد ستر ګوندونه هم پکې دی.۳ـ د پاکستان د ملاتړو پر مټ د یاد هیواد اړ ایستل چې خپل سیاست بدل کړی ځکه د ناټو له دا ځل وتلو سره به یې پایله عکس وی هغه وخت به پاکستان ته زیان ډیر وی او پاکستان به یې ډیره ګرانه بیه پرې کړی.

له دې سره سره چې پاکستان د افغانستان له سولې جدا کیدای نه شی خو دا چې ویل کیږی دغه هیواد به طالبان د خبرو میز ته را کش کړی او سیاسی هوکړه به وشی یوازې یوه مبالغه ده. اوس پاکستان پر طالبانو کنترول نه لری. بل دا چې څارګره اداره یې له دې ډلې سره پراخې اړیکې لری، خو دوی هم پوره کنټرول نه لری.

د افغانستان د سولې له بهیره نن دوی په خپله خاوره کې د سیاسی وسیلې په توګه کاراخلی؟ تر دې مخکې دغه کار مشروعیت درلود او څارګریزې لوبې ته ورته و. دواړه لوری د امتیاز په لټه کې دی.

د کابل او اسلام اباد وروستی تکتیکی خوځښتونه تر ډیره شونې ده له ریا پرته د سولې په برخه کې د افغانستان او پاکستان په ډیرو سیمو کې و وینو.

داسې ښکاری په روانه لوبه کې داسې شونې ده چې طالبانو او د دوی ترهګرو پلویانو ته به په افغانستان کې مشروعیت ورکړل شی. بل دا چې دا ځل به افغان لوری او طالبانو ته بل خیالی انځور د دوښمن او تندلاری توب داعش یا اسلامی دولت وی. نو ښه به وی چې دا لړۍ یا چټکه شی یا دا چې هره ورځ یې باید سرعت ډیر شی، چې د پخلاینې لړۍ جاری وی او وروسته د طالبانو یوه برخه د سیاسی بهیر یوه برخه شی او وروسته ځان ته عمومی ځای جوړ کړی.

اوس نو افغان دولت باید له پاکستان سره د همکارۍ له امله امتیاز تر لاسه کړی خو په کومه بیه، څه امتیاز باید ولری؟ سوله په څارګریزو او پوځی کارونو نه شی کیدای.

دغه حرکت باید دواړو لورو ته له قدرتی توازن سره سم وی دواړه لوری باید پوه شی چې دغه کار یوازې له سیاسی لارې شونی دی نه د توپک له شپیلۍ.

د افغانستان او پاکستان دولتونه کله هم نه شی کولی خپل تاریخی موضوعات او پوښتنې پټې کړی او هره ورځ په تکتیکونو تیره کړی.

دواړه باید موکه له لاسه ور نه کړی او ژر تیر ته په نه کتو سره پیل وکړی.

دوی دواړه باید په اساسی تاریخی او مهمو موضوعاتو خبرې وکړی.

شونې ده تیرې خبرې د دواړو لورو تر منځ ستونزې ډیرې کړی. نو ددغه بهیر همداسې دوام به هم پر هغو لارو موږ بوزی چې کلونه پرې تللی یو او خبرې مو پرې کړی دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button