چې د پاکستان به کار نه شي، نو د وژلو شي

سیدعبدالله پاچا

د پاکستان استخبارات هرکله د طالبانو په تحریک باندې نظر اچوي او ګوري چې څوک پکې د دوی په درد خوري، هغه ځان ته نږدې کوي، امکانات او پيسې ورته زیاتوي او څوک چې په درد نه خوري او لومړۍ حلقه کې وي، په اسانۍ سره یې داسې له منځه وړي چې خپله طالبان هم نه پوهیږي چې کس یې چا وژلی دی.

تازه بلوچستان کې د کویټې شورا یو مهم غړی چې قاري زعفران نومیده، د نامالومه کسانو په برید کې هدفي وژل شوی دی.

قاري زعفران د طالبانو د کویټې شورا مهم غړی و، په کویټه کې یې ژوند کو، خو دا چې څنګه او ولې وژل شوی دی، یواځې د پاکستان استخباراتو ته به مالومه وي چې ولې یې قاري زعفران له مخې لیرې کړ.

ځینې وخت د طالبانو خپل منځې جنجالونه هم د دې لامل کیږي چې ځینې طالب قومندانان او مشران په نښه شي، داسې موارد ډیر شته چې د طالبانو د خپلمنځي اختلافاتو له کبله ځینې مشران هدف شوي دي.

تر قاري زعفران دوه میاشتې وړاندې پيښور کې دوه نور مهم طالب قومندانان هدفي وژل شوي و، چې طالبانو پرې ځانونه غلي کړل، هغه کسان چې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې وژل کیږي، طالبان پرې غبرګون نه ښيي او نه یې له چا پوښتنه کوي، خو هغه کسان چې د افغان حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د طالبانو ووژل شي، بیا یې طالبان د غچ اخیستلو ګواښ کوي.

تراوسه طالبانو د قاري زعفران د مرګ خبر حتی تایید کړی نه دی، لامل دا دی چې هغه کویټه کې وژل شوی او طالبان اجازه نه لري چې د پاکستان تر کنټرول لاندې سیمو کې د یوې موضوع او یا پيښې په اړه نظر او تبصره وکړي.

دا پيښې څه نوې نه دي، پاکستان استخباراتو ملا عبدالسلام ضعیف په څېر لسګونه طالب مشران امریکا باندې خرڅ کړل او بدل کې یې ترې پيسې واخیستلې، ملا سلام ضعیف په خپل کتاب کې مفصله کیسه لیکلي ده.

طالبان د پآکستان د لاس الې دي او هر کله او هر څنګه چې وغواړي، همغه ډول پرې کولی شي، خو طالب تراوسه نه ځان له غلامۍ خلاص کړ او نه یې په دې شیانو سره خلاصیږي او نه ترې ځان خلاصولی شي.

طالب به یا د پاکستان په دستور جګړه کوي، د پاکستان د ګټو لپاره به ملیشه سازي کوي او یا به وژل کیږي او له منځه به ځي.

د طالب وروستی انجام یا مرګ دی، یا د پاکستان زندان او یا به پرتوګ ویستلی، کوم هېواد باندې د پاکستان له لوري پلورل کیږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button