چیرته چې قدرت پروت دی

 

 لیکونکی: اجمل خان ځاځی

 سریزه: افغانستان د آسیا په زړه کې موقعیت لري او خپل ستراتیژیک موقعیت یې، چې د مهمو تجارتي لارو په تقاطع کې قرار لري خپله د دې سبب شوی، چې له پخوا راهیسې بیا تر نن تاریخ پورې د نړۍ ډېر لرې پراته او هم ګاونډ کې هیوادونو پام ځانته واړوي او د خپل حاکمیت لپاره پر افغانستان یرغل وکړي او خپلو موخو ته ځآن ورسوي. د دې لپاره د سیمې او نړۍ زبرځواکونه غواړي، چې افغانستان تر خپل تاثیر لاندې ولري، نو بې له شکه باید د (لويې لوبې) د اصولو په اساس باید د سیمي اصلي او لوی لوبغاړي وپېژني او هم د دوی د موجوده او راتلونکيو ستراتیژیو په سیمه ایزه او نړیواله کچه څېړنه وکړي او هم د افغانستان د خلکو کلتور او تاریخ ته په درناوی سره د افغانستان د ولس زړونه لاس ته راوړي. تاریخ شاهد دی، چې هېچا افغانستان د تورې او ټوپک په زور نه دی ساتلی، د افغانستان اشغال اسان دی مګر د دې هیواد ساتل او د خلکو اداره فقط او فقط حکمت او لوی تدبیر غواړي، چې بدبختانه لا تر اوسه د افغانستان ولس په یو نړیوال زبر کې هم ونه لید. افغانستان د سیمې له شپږو هیوادونو (چین ، ایران ، تاجکستان ، ترکمنستان ، ازبکستان او پاکستان ) سره ګډه پوله لري، چې له دې شپږو علاوه درې مهم هیوادونه (روسیه ، چین او ایران ) د سیمې اصلي لوبغاړي شمېرل کیږي، چې له دې جملې څخه روسیه، چې په مرکزي آسیاء زیاترو سیمو یې خپل تسلط او واک درلود که څه هم واک یې له پخوا کم شوی، خو د دې توان لا لري، چې پر سیمه خپل اغېز او رول ژوندی وساتي . د بن هوکړه، چې د افغانستان لپاره خورا مهمه او حیاتي هوکړه ګڼل کېده له پیل څخه یې ستونزې درلودې او نیمګړې هوکړه وه ، په حقیقت کې داسې اوږدې او د زیات مالي لګښت درلودونکې هوکړې ته هېڅ اړتیا نه وه، ځکه په افغانستان کې ولسي سیستم (لویه جرګه ) د سلګونو کلونو پخوا راهیسې شتون لري، نو په دې توګه نوی تازه راوړل شوی غربي نظام، چې د دیموکراسۍ نوم ورته اخلي، چې بنسټ يې د ولس د رایو په اساس حکومت منځ ته راځي او بیا د افغانی دودیزې (لويې جرګې) چې د دېرش یا پنځه دېرش میلونو وګړو په نمایندګي فقط درې یا څلور زره تنه تصمیم نیسي او د حکومت په منځ ته راوړلو کې خپل ځانګړی رول لوبوي او هم يې مشروعیت تر انتخاباتو زیات وي، یو ځای کولو او بیا کارولو ته هېڅ اړتیا نه وه، ځکه دا دواړه سیسټمونه د یو او بل سره په توافق سمت کې حرکت نه کوي، بلکې د یو او بل پر خلاف دي. د بن هوکړه، چې په نتیجه کې یې باید یو قوي مقتدر او مرکزي حکومت مینځته راغلی وای یو ناکامه او کمزورې هوکړه وه، چې ونه توانېدل خپلې ټاکلې موخې ترلاسه کړي، په میلیونو ډالر تش په نوم او پر هغو ټاکنو ولګېدې، چې نړۍ یې د درغلۍ شاهده وه. هغه لګښت، چې پر یادو ټاکنو وشو کېدلای شول د کابل او نورو ښارونو د کوڅو پخولو او خلکو ته د استوګنځایونو پر جوړولو مصرف شوي وی، چې اغېز به يې تر ټاکنو لا ډېر وو. د افغانستان دودیزه لویه جرګه ممکن د یادوو ټاکنو پر ځای غوره ثابته شوې وای، د همدې لویې جرګې غړو به یو وړ او مناسب شخص د ریس جمهور په توګه غوره کړی وو او بیا به د همدې لویې جرګې له غړو څخه ولسي جرګه،مشرانو جرګه، ولایتي او ولسوالیو شوراګانو غړي غوره شوي وای، اما نړیوالې ټولنې هغه وعده شوې روپۍ، چې باید له افغانستان سره مرسته شوې وای یوازې په دې ولګولې، چې افغانانو ته دا ورزده کړي، چې څنګه خپله رایه صندوق ته واچوي. بدبختانه په دې اسطلاح سیاسیونو کې، چې هم د بون په جلسه کې تر ټولو وړاندې ناست و او هم بیا د موقتې ادارې په جوړېدو کې داسې څوک نه وو، چې نړیوالې ټولنې ته ووايي، چې دا سراسر اشتباه او خطاء ده او قناعت یې ورکړی وی، چې افغانان له هغه کس څخه، چې دوی ورته رایه په صندوق کې اچوي زیاته اړتیا یوې مړۍ ډوډۍ ته لري…….

 د افغانانو د ارادو په خلاف هغه پخواني ټوپکماران، چې لومړي پړاو کې فکر کېده، چې خپلو کړنو له امله به په خپله سزا ورسیږي، خپلو کړو وړو حساب به ورسره وشي او محاکمه به شي خو باالعکس هغوی په لوړو پوسټونو وګمارل شول، د جمهور رئیس مرستیالان شول، مارشالان شول، کابینې غړي شول، والیان شول، ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړي شول، قانوني مصؤنیت يې ترلاسه کړ، بې له دې، چې د چا وړتیا او مسلکي پوهې ته وکتل شي د اردو او د پولیسو لوی لوی قومندانان او جنرالان شول… په دغه دور کې د عامو افغانانو له امیدونو سره لوبې وشوې او د افغانانو اعتماد په بین المللي ټولنې او امریکایانو مخ په ختمېدو حرکت وکړ. په پیل کې امریکا او متحدینو یې شمالي ټلوالې ته په دې هیله، چې دوی به امریکا ته مخلص او باورمند دوستان پاتي شي پوره اختیارات ورکړل، دوی ته یې د هر څه کولو جواز ورکړو خو امریکا او متحدین یې په دې نه پوهېدل، چې دا ټوپکماران له پخوانیو بادارانو یعنې روس او ایران له استخباراتو هم معاش اخلي، دوی امریکا ته نه بلکې خپلو پخوانیو بادارانو ته وفادار دي . د همدغو ټوپکمارانو د غلطو معلوماتو او مشورو په اساس امریکایان د افغانستان د لوی قوم (پښتون) پر خلاف کړل، امریکایانو په ټول افغانستان کې په ځانګړي ډول پښتون میشته سیمې جنوب، جنوب ختیځو او مشرقي ولایتونو کې د پښتنو کلي، کورونه بمبار کړل، مرګ ژوبله يې ور واړوله او ډېر بې ګناه وګړي يې بندیان کړل، چې په پایله کې د ۲۰۰۱ م کال راهیسې د همدغو غلطو مشورو او معلوماتو پر اساس امریکا او متحدین یې د افغانستان د لوی قوم (پښتون) دښمنان وګرځېدل او د دوی ترمینځ فاصله ورځ تر بلې زیاته شوه . که چېرې د افغانستان روانو حالاتو ته په ژوره توګه نظر وکړل شي، له هغه حالاتو سره ورته والی لري کوم وخت، چې د روس سور لښکر په افغانستان کې په جګړه د افغانانو سره بوخت وو، غربي هیوادونو په ځانګړي ډول امریکا او برطانيې د مجاهدینو په نوم ډلو سره مالي او تخنیکي مرستې کولې او تقریباً یوه لسیزه یې سرې لښکرې دلته په جنګ کې داسې ښکېلې وساتلې، چې له ماتې سره، سره يې د روس امپراطوري هم ورټوټې، ټوټې کړه او امریکا ته میدان خالي پاتې شو، چې په نتیجه کې امریکا د نړۍ د بې جوړې قدرت په شکل کې را څرګند شوه. اوس هم هماغه حالات دي او هماغه وخت دی او هم هغه لوبغاړي دي، خو په دومره توپیر سره، چې اوس امریکا او متحدین یې جګړه کې عملاً دخیل دي او روس ، چین او ایران مخالف لوري ورته تقویه کوي، یعنې طالبانو سره هر اړخیزې مرستې کوي، لکه امریکایانو او برطانویانو به، چې د مجاهدینو سره کولې. امریکا او متحدین یې عملاً په میدان کې په جګړه بوخت دي، خو روس، چین او ایران خپل ځانونه تقویه کوي او د دې حالاتو دوام به امریکا او متحدین یې د روس په انجام اخته کړي، چې دا یو روښانه حقیقت دی. د افغانستان سیاسي جغرافیوي موقعیت تل ښودلې، چې د افغانستان موقعیت په سیمه کې یو خاص ارزښت لري، نو پر افغانستان واکمني او تسلط سره په ډېره اسانۍ سره کېدای شي په مرکزي آسیاء، د چین په مهمو برخو ، د ایران او د آسیاء په جنوب ختیځو سیمو باندې خپله ولکه ټینګه کړي، نو همدا وجه ده، چې افغانستان تل د زبرځواکونو د فکر مرکز ګرځېدلای او تل یې هڅه کړې، چې افغانستان کې شتون ولري مګر په دې لویې لوبې کې لوبېدل پوره غور دقت اوهر اړخیزې پوهې او ځیرکتیا ته اړتیا لري. په سیمه کې اوسني حالات دومره کړکېچن نه دي، خو سمه او هر اړخیزه پوهه غواړي که موږ وغواړو د سیمې ستونزې او هغه قدرتونه، چې دلته ښکېل دي په دقیق ډول وڅېړو موږ په ډېرې هوښیارتیا سره لوبه ګټلی شو او که چېرې د دې توان ونلرو بې له شکه موږ د دې لويې لوبې بایلونکي یو. په موجوده حالاتو کې امریکا او متحدین یې له طالبانو سره په یوه نامعلومه او مجهوله جګړه کې بوخت دي او بل لوري ته د سیمې قدرتونه زیار باسي، چې امریکایان په جنګ کې بوخت وساتي، چې هم يې مالي او هم ځاني تلفات لوړ شي. دغې بې معنی جګړې او زیاتو مالي او ځاني تلفاتو د امریکا‌ اداره دې ته اړ کړې وه، چې دوی خپل پوځیان د کال ۲۰۱۶ په آخر کې له افغانستان څخه په مکمله توګه وباسي، مګر د روس او امریکا تر منځ په اوکرایین او سوريې کې راپورته شوې شخړې او ناندریو د امریکا پالیسي جوړونکی او ریس جمهور بارک اوباما دې ته اړ کړ، چې خپل نظامي شتون په افغانستان کې وساتي. د کابل د پخواني رېژیم ناندریو د افغانستان او امریکا حکومتونو اړیکې د امنیتي تړون پر نه امضا خړې پړې کړې وې او په دې توګه د سیمې قدرتونو ته ښه چانس په لاس ورغلی وه، چې خپلو موخو ته ځان ورسوي او له سیمې څخه د امریکا ټغر ورټول کړي، مګر امریکې په وخت د دې سیمیزيې لوبې مخه ونیوه او په نتیجه کې يې ګډ حکومت راوست، چې هېڅ یوه خوا د دې تړون د امضا مخالفت ونه کړي، چې البته د امریکا په دې ضعیف حرکت د افغانستان حالات ورځ تر بلې د بد څخه لا بدتر شول او لا هم مخ په خرابېدو روان دي. افغانستان تل د داسې لویو لوبو مرکز پاتې شوی او تل یې په داسې لویو لوبو کې اغېزناک رول درلودلای، امریکا او متحدینو ته يې پکار دي، چې په افغانستان کې یو قوي مرکزي حکومت، چې اقتصادي کلک ملاتړ ولري رامینځته او ملاتړ یې وکړي، دا به هم د افغانستان راتلونکي ته او هم به امریکا او متحدینو لپاره ګټور تمام شي او هم به د افغانستان د ولس رضایت تر یوې اندازې لاس ته راوړي. اوسنۍ نا امني او سیاسي بحران د روسیې او ایران لخوا طرحه شوی، چې یو ځل بیا افغانستان د تیارو کندې ته واچوي، حالات ورځ تر بلې په خرابېدو دي، که چیرې نړیواله ټولنه په وخت او په جدیت سره مثبت اقدام ونکړي نو ممکن ټول هیواد کې اوربل شي او هیواد یو ځل بیا په کورنۍ جګړه اخته شي، چې په هغه صورت کې به فقط د امریکا سره یو لاره وي او هغه د افغانستان څخه تېښته، چې همدا خو روس، ایران، چین او پاکستان غواړي. نړیواله ټولنه ، ناټو او په ځانګړي ډول امریکا باید سترګې خلاصې کړي همدا د عمل وخت دی زر باید لاس په کار شي داسې نه، چې بیا وخت ورڅخه تیر وي. په عاجل ډول باید د انکشافی پروژو پلي کول پیل شي، چې بې روزګاره وګړو ته د افغانستان په څلور سوه ولسوالیو کې د کار ضمینې مساعدې شي، په عاجل ډول باید افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه بیرته هیواد ته راستانه کړي او دوی ته د استوګنې او کار ضمینې په فوق العاده توګه سره برابرې کړل شي، ولسي او قومي تړونونو ته دې ضمینې مساعدې کړي، چې د قومونو په وجود کې د امنیت په راوستلو کې د پام وړ ګړندي ګامونه اوچت شي او د افغانستان د سرحداتو د څار اداره دې د ملي امنیت په لوی ریاست کې جوړه شي، چې هم سرحدات ټینګ کړل شي او هم هر یو شخص، چې ګاونډيو هیوادونو ته تګ او راتګ کوي وڅارل شي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button