چيګوارا څوک و ؟

چيګوارا څوک و ؟
تازه ګل شینواری
اېرنېستو چيګوارا د 1928 کال د جون په 14مه نېټه په آرژانتين کې زېږېدلی و . په 1953 کال کې ېې د (بوېنېس آېرېس) پوهنتون د طب د څانګې څخه ډيپلوم تر لاسه کړ. لا له ماشومتوب څخه د مبارزې پر روحېه سنبال و . د هغه پلار کيڼ اړخه نظریات لرل او د دوهمې نړېوالې جګړې پر مهال هغه او مېرمن ېې ( د چيګوارا پلار او مور) د هغې ډلې غړيتوب درلود ، چا چې د اراژنتين د ديکتاتور مشر ( خووان پېرونا ) پر وړاندې وسله واله مبارزه کوله . چيګوارا ېو څه وخت لپاره مکسيکو ته ولاړ او هلته ېی په ېو روغتېايي انستيتيوت کې د ډاکټر په حېث دنده واخيسته او له همغه ځاېه د هغه د سترې مبارزې لړۍ پېل شوه . خبره داسې وه چې هغه په مکسيکو کې د ( فيډل کاسټرو ) سره معرفي شو چا چې په کيوبا کې د انقلاب لپاره ځان چمتو کاوه . اېرنېستو همدغه وخت پرېکړه وکړه چې د طبابت له هوسا مسلک څخه لاس واخلي او خپل ژوند انقلابي مبارزې ته وقف کړي . د کيوبا په انقلاب کی د هغه بې مثاله جګړه ايزې وړتېا تبارز وکړ ، هغه ېو زړور سرتېری او پوخ قومندان شو . که څه هم چې هغه د ساه بندۍ سخت تکليف درلوده خو د دې باوجود ېې د جګړې ډګر په ډیر کامېاب ډول اداره کاوه . هم ېې جنګ رهبري کاوه او هم به ېې د زخمیانو درملنه کوله . د جنګ په میدان کې ډېر قاطع او حتا بې رحمه و خو هېڅکله ېې د خپلو سرتېرو سپکاوی او توهین نه کاوه .کله چې د کيوبا انقلاب کامیاب شو نو کاسټرو خپله ټوله توجو د کيوبا بېا جوړولو ته واړوله خو چيګوارا نه غوښتل چې مبارړه همدلته ختمه وبولي او ارام ژوند غوره کړي. هغه غوښتل چې په نورو لاتين امريکايي ( او نړۍ) هېوادونو کې هم انقلابونه تر سره کړي نو په 1965 کال کې له کيوبا څخه ( کانګو ) او ېو کال وروسته له هغه ځایه ( بولېيوېا ) ته ولاړ . په بولېوېا کې د هغه د نيولو لپاره سخت عملېات او کمينونه تر سره شول چې په دغو عملیاتو کې د متحده ايالاتو استخباراتي ادارې CIA ستر رول لوباوه . 1967 کال کې چيګوارا ونيول شو . تر اوسه هم څوک نه پوهېږي چې د هغه د وژلو امر چا ورکړی و خو د اکتوبر په نهمه نېټه د ( لا-ايګيره ) په نوم د ېوې سيمي په کليوالي ښوونځي کې د هغه د چاندمارۍ کولو حکم عملي شو.

د هغه د ېوې وېنا متن داسې و :که زه ېې وباېلم هم ، د دې مانا دا نه ده چې د دې جنګ ګټل به ناشوني وي، د ايورېست لوړې څوکې ته ختلو کې ډېر خلک ناکام شوي وو ،خو ( ايورېست ) بلاخره فتحه شو .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button