چارمغز او مومپلي مو عمر زیاتوي

چارمغز او مومپلي مو عمر زیاتوي
 د ډنمارک د ماستریخت پوهنتون د زړه او د زړه د شریانونو د څیړنې په څانګه کې پراخو څیړنو ښودلې چې د چارمغز او مومپلیو خوړل د انسانانو د ژوند په اوږدوالي کې مرسته کوي او په زاړه عمر کې د خلکو د روغ او ښه صحت ضمانت کوي.
 دغو ډاکټرانو ویلي چي چارمغز او مومپلي دواړه د انسانانو پر صحت باندي یو ډول ښه اثر پریږدي خو هغه مومپلي چي په مالګه ککړ وي او یا غوړ شوي وي پورته اثر له لاسه ورکوي او خوړل یی کومه ګټه نه لري.
 د ډاکټرانو دغې څیړونکي ډلې د ۵۵ څخه بیا تر ۶۹ کاله عمر لرونکي یو لک او شل زره نارینه او ښځو باندې څېړنه کړې وه، دوی دغه پورته شمیره خلکو څخه ټول هغه کسان چې چارمغز او یا مومپلي یې خوړلي جلا کړي او له ادارې سره ثبت کړي وو او هغه خلک چي مومپلي یا چارمغز یې خپل ورځېنۍ غذا سره نه اخیستل هغه خلک یی جلا ګروپ بندي کړي وو، لس کاله وروسته چې یې کله دواړه ګروپه خلک بیا ولیدو نو هغه کسان چي مومپلی به یې خوړلي د هغو خلکو په پرتله چي مومپلي یا چارمغز به یی نه خوړل ډیر تکړه او صحتمند وو.
 د ډاکټرانو د څیړونکي ډلې مشر پروفیسر پیټ وان ډین برانډ وایي ټول هغه کسان چې چارمغز یا مومپلي به یی نه خوړل د هغو کسانو په پرتله چي مومپلي یا چارمغز به یی خوړل یا خو ډیر ضعیفه وو او یا وختی مړه شوي وو.
 څیړنه دا هم ښیی کوم کسان چې چارمغز او یا مومپلي خوري له هغو سره د میوو او سبزیو د خوړلو شوق پیدا کیږي، هڅه کوي چي خپل ورځني خورک کي میوې او سبزیجاتو ته لومړيتوب ورکړي.

 

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button