د پوهېدو وړ ده چې پاکستان د افغانستان په اړه ځینې عمدي بدګمانۍ او تخیلي ادعاوې لري. د داسې بدګمانیو د ریښتینولۍ او ادعاوو د پلیتوب لپاره پاکستان وخت سره په تړاو، بېلا بېل وسایل کارولي چې د هغو په سر سر کې يی د افغانستان په وړاندې نااعلان شوې اوږده جګړه یادولای شو.
د دې نااعلان شوې جګړې په تړاو، کندهاریانو ته په غونډه کې ولسمشرغني ویلي، د وسلوالو طالبانو پرځای باید د سولې خبرې له پاکستاني حکومت سره پیل شي.
کندهار کې د BBC خبریال مامون درانی وايي، ولسمشر غني وویل: «سوله له ورور سره نه کېږي، بلکې له هغه چا سره کېږي، چې جګړه کوي، او پاکستان وړاندې له افغانستان سره نا اعلان شوې جګړه پیل کړې ده، موږ باید له پاکستان سره د سولې خبرې پیل کړو، چې طالبان سولې ته اړباسي»
ولسمشر غني وايی چې سوله باید د شرایطو په سمون کې وي چې دا شرایط له دې وړاندې نوموړي (اشرف غني) له پاکستان سره مطرح کړي دي. البته دلته د نورو شوو خبرو ترڅنګ، د اشرف غني موخه له خپل هغه لیک څخه ده چې څو ورځې وړاندې يي پاکستاني چارواکو ته استولی دی. ولسمشر غني وايي چې پاکستان پوهول شوی چې پر افغانستان تپل شوي جګړه روانه ده!
بلخوا که څه هم ولسمشر غني، د ټاکنیز کمپاین په مهال د ډیورنډکرښې په تړاو ویلي وو چې د دې کرښې برخلیک د افغان حکومت یا دولت له واکه پورته دی او هغه د کرښې پر دواړه غاړو پرتو افغانانو په هوډ پورې اړه لري. خو له هغې روسته لندن ته د دولتي پلاوي په مشرۍ د ولسمشر غني د سفر په مهال او هم په روستیو کې کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د استخباراتي تفاهملیک ډنډورو زور واخیست، نیوکګرو د نظام د سپکاوۍ په موخه، ډیورنډ کرښه یوځل بیا د خلکو په خولو کې ورکړه.