څوک ملامت دي طالب که حکومت؟

چا ملامت دي طالب که حکومت؟

نویداحمد څرک

تازه د ملا هیبت الله له قوله طالبانو یو اختریز پيغام نشر کړی او په هغې کې یې هڅه کړې چې د روان وضعیت مسوول افغان حکومت وبولي او دوی ترې ځان مبرا کړي.

د ملا هیبت الله اختریز پيغام کې ضد و نقیض خبرې شته دی.

لکه یو ځای کې وایي چې دوی د سولې خبرو ته ژمن دي او تاوتریخوالی د حل لار نه ده، خو تاسو وګورئ چې د افغانستان په ۲۲ ولایتونو کې همدې وسله والو طالبانو جګړه پيل کړې او هره ورځ وینه توی کیږي.

د طالبانو د مشر اختریز پيغام کې د سولې پروسه کې مقابل لوری یانې افغان حکومت ملامت کیږي، خو خپله طالب مشر په دې پیغام کې نه دي ښودلي چې د سولې لپاره یې کوم ګام پورته کړی دی.

خو افغان حکومت یې ښودلی شي چې د طالبانو ۵۵۰۰ زندانیان یې خوشې کړل، لویه مشورتي جرګه یې راغوښته، د نورو طالب بندیانو د خوشې کیدو ژمنه یې وکړه، مذاکراتي پلاوی یې وټاکه، د سولې طرحه یې وړاندې کړه، د ترکیې کنفرانس کې یې د ګډون لپاره چمتووالی وښود.

خو طالبانو برعکس، خوشې شوي زندانیان یې بیرته د جګړې لیکو ته ولیږل او تر نن دا دی جګړه کوي چې ځینې یې وژل شوي او زیات شمير یې لا هم د جګړې په لیکو کې د افغانانو پروړاندې جګړه کوي.

طالبانو د دوحې د بین افغاني خبرو پر ځای هلمند، کندهار، غزني، فراه، فاریاب، بغلان او کندز کې جګړه زیاته کړه او هیڅ ډول یې سولې ته لیوالتیا و نه ښوده بلکې جګړې باندې یې تمرکز زیات کړ.

د طالبانو د مشر ملا هیبت الله اختریز پيغام کې ولوستل شي، د طالبانو عمل او خبرې درمالومیږي چې څومره لوی توپير لري.

طالبان د سولې پروسه او مخامخ مذاکراتو باندې په داسې حال کې ټینګار کوي چې له یوې خوا د استانبول له پروسې وتښتیدل او له بلې خوا یې د افغانستان په زیاتو سیمو کې جګړو ته شدت ورکړ.

ایا داسې کیدلی شي چې یوه ډله دې د سولې لیواله وي، خو هغه دې په جګړه باندې تمرکز کوي او تاوتریخوالی دې زیاتوي.

هغه څه چې طالبان وایي، افغانستان کې وضعیت هغه ډول نه دی، ډير توپير کوي، طالبانو مقابل لوری یانې افغان حکومت ملامت کوي چې د سولې لپاره یې خنډونه جوړ کړي، خو طالبان خپله مخامخ مذاکراتو ته نه کیني او له نړیوالو کنفرانسونو سره بایکاټ کوي.

افغان حکومت د سولې لپاره خپله اراده او هوډ څرګند کړی، عملي ګامونه یې اخیستی، خو طالبان هیڅ د مثال په ډول نه شي ښودلی چې د سولې پروسې لپاره یې ګام اخیستی وی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button