څوک لمونځ نه کوی ؟

نثار احمد صمد

 د درېیم ټولګي معلم د شاګردانو څخه وپوښتل چی آیا راته ویلای سیً هغه کوم انسانان دي چی لمونځ نه کوی ؟
 یوه ماشوم په معصومیت سره ځواب ورکړ چی هغه خلک لمونځ نه کوی چی مړه سوي دي .
ښوونکي وویل چی صحیح ده .
دوهم زده کونکي په افسوس سره وویل چی هغه خلک لمونځ نه کوی چی زده یې نه دی .
معلم وویل چی دا هم صحیح ده .
درېیم شاګرد په لوړ ږغ وویل چی هغه خلک لمونځ نه کوی چی مسلمانان نه دي .
استاد وویل چی دا هم صحیح ده !
هو ګرانو لوستونکو ، څومره ادبی کنایه ده ! که ښه متوجه سو په رښتیا هم لمونځ هغه کسان نه ادا کوی چی زده یې نه وی یا مسلمانان نه وی ! او یا په رښتیا هم مړه سوي وی . راسیً چی اوس موږ د دغو ماشومانو د ځوابونو مطابق خپل ځانونه و ارزوو . پوښتنه دا ده چی موږ له دغو ډلو څخه په کومه یوه کی شمیرل کیږو ؟ آیا مړه سوي یو ؟ آیا لمونځ مو زده نه دی ؟ او که مسلمانان نه یو ؟ په حقیقت کی دا درې واړه ځوابونه ډیر باریک ، حساس او خطیر دي . رسول الله (ص) فرمایی چی لمونځ د مسلمان او کفر بېلونکی دی . او فرمایی چی لمونځ د اسلام پایه ده . روایت دی چی په قیامت کی به لومړۍ پوښتنه د لمانځه وی .
انسان اصلأ د الله تعالی د عبادت لپاره خلق سوی دی ( الذاریات ـ ۵۶ ) ، نوری چاری فرعی دي . خو زموږ زیاتره ځوانان ، آن زاړه هم لمونځ نه کوی چی په دې سره د لویی ګناه مرتکب کیږی حال دا چی قرآنکریم لمونځ د بدو کارو مانع بللی دی . مهمه باریکي دا ده چی لمونځ او هر عبادت باید په خپل اصلی مفهوم سره وی نه دا چی عبادت په عادت او سرعت سره اوښتی وی ! نو هیله ده چی نور نو هغه څه راپیل کړو چی لپاره یې دې دنیا ته راغلي یو . راځی چی د بدلون او سمون فیصله وکړو ، یعنی د لمانځه څخه یې راپیل کړو . اسلام راته وایی چی لمونځ وکړه مخکی له دې چی تا ته لمونځ درکړه سی ( د جنازې ) . که هوس دی نور دې بس دی !
منبع : د لیکوال اثر : ( اخلاقی کنایې ؛ درېیم ټوک ؛ ناچاپه ) .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button