څوک د بیان ازادۍ دښمن دي؟

نویداحمد څرک

طالبانو په خپل ريژيم کې رسنیو ته اجازه نه ورکوله او حتی د خپل حکومت پروړاندې یې یوه خبره هم نه شوه اوریدلی چې د طالبانو پرضد یې څوک وکړي.

اوس چې خلکو د جمهوریت په اډانه کې د بیان ازادي خوند ولیده، هیڅکله هم له طالبانو نه ډاریږي چې خبرداري باندې یې خولې چوپ کړي.

وروسته له هغې چې طالبانو هلمند مرکز لښکرګاه باندې برید وکړ او په دې برید کې یې سلګونه کورنۍ بې ځایه کړې، لسګونه ملکي وګړي یې شهیدان او ټپيان کړل، لسګونه کورونه او تاسیسات یې وران کړل، خلکو پرې سخت غبرګون وښود او د طالبانو دا عمل یې وغنده.

د چهارشنبې په ورځ طالبانو په یوه اعلامیه کې خبریالانو او رسنیو ته ښکاره خبرداری ورکړی، که چیرې د طالبانو وحشتونه او ظلمونو ته همداسې انعکاس ورکړي له سخت ځواب سره به مخ شي.

له طالبانو هسې هم خلک دا تمه نه کوي چې ګنې خلکو ته به ګلان غاړه کې واچوي، بلکې طالبانو ته خلک ښيي چې دوی په جمهوریت کې ژوند غواړي او دا ژوند به هیڅکله د طالبانو په امارتونو ور نه کړي.

طالبان له خلکو، خبریالانو او رسنیو غواړي چې د دوی هر وحشت ته دې هرکلی وکړي او دا جګړه دې ورته توجیه کړي، خو داسې نه کیږي، یواځې د پاکستان ملایان او جي ایچ کیو مفتیان کولی شي چې د طالبانو جګړې او ظلمونه توجیه کړي.

طالبان له رسنیو غواړي چې د دوی هر ډول وحشتونو ته دې یا انعکاس نه ورکوي او که انعکاس ورکوي، نو نباید داسې انعکاس ورکړي چې خلک پرطالبانو باندې لعنت ووایي.

طالبان د هلمند په جګړه کې له سختې کرکې سره مخ شول، د روژې مبارکه میاشت کې ښځې، ماشومان او سپین ږیري له کورونو وویستل او نامالوم لوري ته یې کډې ور په سر کړې.

دا هر څه خلکو په خپلو سترګو ولیدل او د طالبانو دا عمل او ظلم یې وغنده، خو دا چې طالبان د خپلو وسله والو پرضد هیڅ تبلیغات نه شي منلی، رسنیو او خبریالانو ته یې سخت خبرداری ورکړ.

تاسو تیرو شل کلونو کې وګورئ چې طالبانو پر طلوع تلویزیون د برید مسوولیت منلی، د خبریالانو وژل کیدل او ترور مسوولیت یې منلی دي، داسې ډیرې پيښې چې حتا د مدني فعالانو وژل کیدل چې د دوی ظلمونو پروړاندې چوپ نه و پاتې شوي، د طالبانو په بریدونو کې شهیدان شول.

طالبان غواړي چې ټول خلک دې له دوی سره یو نظر شي، که یو نظر نه کیږي، غلي دې شي او که نه غلي کیږي، نو و به وژل شي، خو خلک هیڅکله تیار نه دي چې د ظلم پروړاندې خوله بنده کړي.

لکه حکومت باندې چې نقد کوي، داسې به یې طالب باندې هم کوي او په دې لار کې ټولو رسنیو، خبریالانو، مدني فعالانو او د خواله رسنیو کارکوونکو هر ډول قرباني منلې ده.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button