څومره خوب؟

لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری

خوب زموږ د ژوند یوه لویه برخه جوړوي. خوب د ارام، سکون او انرژۍ نوي کولو لپاره یو ضرورت دی او ځکه الله تعالی موږ ته د یو نعمت په شان رالېږلی دی. وَجَعَلْنَا نَوْمَكُمْ سُبَاتًا [النبا ۹]. ژباړه: او خوب مې تاسو ته ارام ګرځولی دی.

په بېلابېلو عمرونو کې د خوب اندازه

عمر
د خوب اندازه په ساعتونو
۱-۴ اونۍ
۱۵ – ۱۶
۱ – ۴ میاشتنی
۱۴ – ۱۵
۴ – ۱۲ میاشتنی
۱۴ – ۱۵
۱ – ۳ کلن
۱۲ – ۱۴
۳ – ۶ کلن
۱۰ – ۱۲
۷ – ۱۲ کلن
۱۰ – ۱۱
۱۸ – ۱۲ کلن
۸ – ۹
لویان
۷ نیم – ۸
تر پنځوس کلنۍ وروسته
۶ نیم

البته داسې خلک لیدل شوي دي چې ډېر کم خوب کوي، خو د کار او فعالیت اندازه یې ډېره زیاته ده. دغسې خلک استثنايي او کم دي.

د خوب ګټې

خوب یوازې د سترګو پټول او د مزاج ارامتیا نده، تر دې ډېر اوچت د ژوند دصحي لارو لومړۍ کیلي ده چې څو مهمې ګټې یې دادي:

حافظه پياوړې کوي

طبي پوهانو ثبوت کړې ده چې زموږ مغز د خوب په حالت کې په حیرانوونکي ډول فعال وي. هغه فزیکي او دماغي شیان چې موږ په ویښه زده کړې وي، مغز یې د خوب پر مهال تمرینوي او ښه یې زده کوي چې دې تهconsolidation وایي. ډېر زیات لیدل شوي دي چې یو کار موږ هله ښه اجرا کوو چې تر زده کړې وروسته یې د خوب یوه دوره تېره کړو.

ژوند اوږدوي

له حده ډېر یا کم خوب عمر لنډوي، خودا نده معلومه چې د ژوند دا لنډوالی د بې خوبۍ له امله دی که له بېخوبۍ څخه د نورو ستونزې نتیجه ده. په ۲۰۱۲ کال کې د ۵۰ – ۷۰ کلونو مېرمنو په منځ کې یوه څېړنه وشوه، هغوی چې تر پنځه ساعتونو کم او تر شپږ نیمو ساعتونو زیات خوب یې کاوه، مړینې یې تر نورو زیاتې وې. (د دغه عمر لپاره شپږ نیم ساعته خوب مناسب دی). خوب د ژوند پر کیفیت هم اغېز لري. د ځینو شیانو په قدر موږ نه یوو پوهېدلي. ډیر معتبر ډاکتران دې نتیجې ته رسیدلي دي چې که تاسو ښه خوب وکړئ، ستاسو ژوند به هم ډېر ښه وي.

د التهاب مخه نيسي

التهاب د زړه د ناروغیو، دماغي حملې، دیابت، د بندونو دردونو/ پړسوب، او مخکې له وخته زړېدو سره تړلی دی. څېړنو ښودلې ده چې کوم خلک چې د شپې ۶ ساعته یا ترې کم خوب کوي، په وینه کې یې د هغو نورو په نسبت د التهاب مسئول پروټینونه زیات وي، چې پوره خوب کوي. د ۲۰۱۲ کال یوې څېړنې وښوده چې C- Reactive Protien چې د زړه د حملو سره ملګری وي،د هغو کسانو په وینه کې لوړ و چې په شپه کې ۶ساعته یا ترې کم خوب کوي. هغه کسان چې په خوب کې د سابندۍ(sleep apnea) او یا کمخوبۍ په خاطر تداوي شوي دي، د وینې د لوړ فشار ستونزه یې ښه شوې ده.

نوښت ته لار اواروي

مخکې لدې چې فکر مو کار پرېږدي او له خوبه ټالۍ وهل پیل کړئ، ویده شئ. مغز د خوب په وخت کې حافظه راټولوي او پیاوړې کوي یې. دماغ مو د ورځې زده شوي شیان منظموي او له سره برابروي چې په نتیجه کې مو فکر له نوښته ډکېږي. د هاروارډ او بوستون پوهنتونونو استادانو ثبوت کړېده چې په خوب کې د دماغ احساسي برخه پیاوړې کېږي چې د نوښت سره مرسته کوي.

په لوبو کې ګټونکي کېږئ

که تاسو لوبغاړي یاست د ګټلو یوه اسانه لار مو داده چې پوره خوب وکړئ. د سټینفورډ پوهنتون څېړنو ثبوت کړې ده چې هغه د فوټبال لوبغاړي چې اته اونۍ یې هره شپه نهه ساعته خوب کړی و، د تمرین د منځني حد وړتیا یې تر خپلو حریفانو ډېره زیاته شوې وه، د ورځې له خوا ستړیا یې ښه شوې او ساه یې قوي شوې وه. دې څېړنې د ټینس او لامبو په باب د پخوانیو څېړنو ورته نتیجې تایید کړې.

په ښوونځي کې مو نمرې ښې کوي

د خوب په مجله کې د ۲۰۱۲ څېړنو ښودلې ده چې د ۱۲ او ۱۶ کلونو په منځ کې ماشومان چې د سابندۍ، په خوب کې د خرهار، بې نظمه تنفس، د خوب د ګډو وډو پېښو، د تمرکز او زده کړې له ستونزو سره مخ و او د مهمو دندو په تر سره کولو کې یې ستونزې درلودې، زیاتره هغه وو چې خوب یې کم کاوه. د بلې څېړنې نتیجې ښیي چې هغو شاګردانو چې کم خوب یې کاوه تر هغو کمې نمرې اخیستې وې، چې پوره خوب یې کاوه. که تاسو غواړئ چې ډېر کار او زده کړه وکړئ او پدې توګه خپل خوب قربانوئ، نو دا سرچپه نتیجه لري؛ د خوب دا محرومیت مو زده کړه له زیان سره مخ کوي.

دماغي تمرکز مو بهتروي

د خوب کموالی د دایمي ستړیا یو حالت ته لار اواروي. ماشومان د بېخوبۍ په وړاندې د لویانو په شان غبرګون نه ښيي. لویان بې خوبه ښکاري، خو ماشومان له حده ډېر فعال وي. د ۲۰۱۲ کل په پیډیاټریک ژورنال (د ماشومانو د روغتیا مجله) کې خپره شوې یوه څېړنه وایي چې د ۷ او ۸ کلونو هغه ماشومان چې په شپه کې یې تر ۸ ساعتونو کم خوب کاوه له حده ډېر فعال، بې توجه او ژر راپارېدونکي وو. ډاکترانو د خوب او په دماغ کې د برقي بدلونونو د مقایسې په باب څېړنې کړي اود دوی دواړو متقابل تړاو پیدا کړی دی، یعنې په هر ډول چې خوب کوو، هماغسې مو دماغ اغېزمنوي.

د صحي وزن په ساتلو کې درسره مرسته کوي

که غواړئ د وزن د کمښت لپاره غذایي رژیم مراعات کړئ، نو پوره خوب هم وکړئ. د شیکاګو پوهنتون څېړونکو میندلې ده چې هغو کسانو چې د رژیم سره منظم پوره خوب کاوه، ۷۵٪ بایلل شوی وزن یې د بدن اضافي ذخیرې وې، خو هغو کسانو چې خوب یې بې نظمه و، د بدن د عضلو څخه یې وزن بایللی و. (دواړو ډلو په یوه اندازه وزن کم کړی و). هغه کسان چې کم خوب یې کاوه تر هغو نورو ډېر وږي کېدل چې پوره خوب یې کاوه. خوب او میتابولیزم په بدن کې د یو شان هورمونو له خوا کنټرولېږي او ځکه د بې خوبۍ په وخت کې اشتها زیاتېږي چې وزن زیاتېدو ته لار اواروي.

روحي فشار کموي

دواړه بېخوبي او روحي فشار یو شان دي او د زړه او رګونو سیستم اغېزمنوي. خوب په څرګند ډول روحي فشار،کولسترول او په نتیجه کې د وینې فشار کموي.

د ټکرونو مخنيوی کوي

د لویو لارو د حفاظتي ادارې د ۲۰۰۹ کال راپور وایي چې د بېخوبه وګړو د موټرو د ټکرونو شمېر د الکولو د نشه یانو تر ټکرونو هم زیات دی. د بېخوبۍ خطر ته ټولنې هغه شان توجه نده کړې، څومره چې ژور او مرګونی دی. بې خوبي د غبرګون او پرېکړې وخت هم اغېزمنوي. یوه شپه بېخوبي د ډریورۍ پر مهال دومره خطر پېښولی شي لکه د الکولو څښل چې یې پېښولی شي.

له ژور خفګان څخه مو ژغوري

ښه خوب زموږ روغتیا زموږ تر ګمان زیاته ښه کوي. د خوب کمښت کېدای شي د ژور خفګان په سببونو کې راشي. د شپې ښه خوب د وارخطايي او اضطراب له ښه کېدو سره مرسته کوي. له ښه خوب سره تاسو ښه احساسي ثبات تر لاسه کوئ. که تاسو فکر کوئ چې د اونۍ د کار اوږده ساعتونه به د اونۍ د رخصتیو په پوره خوب جبران شي، دغه سمه ارزونه، نده، تر څو هره ورځ منظم او پوره خوب ونکړئ، حالت مو نه شي ښه کېدای. مهم شی د یو توازن تر لاسه کول دي.

نور ښکاره کړئ
دا هم ولولی
Close
Back to top button