څوارلسمه ۱۴ پیړي د تیریدو او پنځه لسمه ۱۵ پیړۍ ۱۴۰۰ليږديز، لمريز کال د پیل کیدو په درشل کې

څوارلسمه ۱۴ پیړي د تیریدو او پنځه لسمه ۱۵ پیړۍ ۱۴۰۰ليږديز، لمريز کال د پیل کیدو په درشل کې
زموږ په هیواد کې ۱۴ پیړۍ هیښوونکي پیړۍ وه . ځکه په دغه پیړۍ کې ۱۴ بیلابیل شخصیتونه د واک په ګدۍ ناست ، او دا واکمنۍ له ستونزو،کړاوونو او خونړیو پیښو او کـکریو له بایللو سره جوختې او تړلي وي.
په ۱۴ پیړۍ کې دپاچاهانو او واکمنانو نوم لړهم ۱۴ تنوته رسیږي اوهغه دادي :
۱ـ اعلیحضرت غازي امان الله خان .
۲ـ د سقاوزوی اميرحبيب الله .
۳ـ اعلیحضرت محمد نادرشاه .
۴ ـ اعليحضرت محمد ظاهرشاه .
۵ ـ سردارمحمد داود خان .
۶ ـ نورمحمد تره کی .
۷ ـ حفیظ الله امین .
۸ ـ ببرک کارمل .
۹ ـ داکتر نجیب الله .
۱۰ـ حضرت صبغت الله مجد دي .
۱۱ـ برهان الدین رباني .
۱۲ـ ملا محمد عمر .
۱۳ـ حامد کرزی .
۱۴ـ محمد اشرف غني .
هو! ماته هیښوونکي ښکاري ۱۴ پیړۍ او۱۴ بیلابیلې کـکرۍ د واک په ګدۍ .
دا پیړۍ یوه داسې پیړۍ ده چې په پیل کې یې خپله خپلواکي تر لاسه کړه . او د دغه پیړۍ په لړ کې درې نړیوال سترځواکونه د انګلیس نړیواله امپراتوري د اتحاد جماهیرشوروي سوسیالیستي امپراتوري ،د امریکا متحده ایالاتو ابرځواک په ګونډو اود شرموونکوماتو سره مخامخ شول .
آه ! اه! دریغه! دریغه! په دغه د وینو او مرګونو په خونړۍ پیړۍ کې په میلیونو ، میلیونو افغانان ووژل شول . په میلیونو لیتره دافغانانو سرې ویني وبهول شوې ، په میلیونو،میلیونو افغانانو خپل کور،کلی اوجونګړې پریښودې د نړۍ په ګوټ،ګوټ کې لکه توپان وهلي آلوتونکي او مارغان خواره واره شول . زياتره د سمندرونو بې رحمه څپوکې لاهو اود نهنګونو خوراک شول .
لا یې پخپل کور اوکلي کې هره ورځ ماتمونه دي . سترګې د تړمو، تړمو اوښکوپه تویولو اوخولې آه ،آه له کوکارو ستړي شوي . د ګلونو په څیر تنکي ماشومان او د خواخوږو مهربانو میندو په مطهربطن کې تنکي ، تنکي نه ټوکیدلي ګلونه وژل کیږي .
۱۴ غمجنې او ویرجنې پیړۍ څه ناچارې دې وکړې . خیالیګری لکه د شمشاد هسکه څوکه ،شمله ورې اومخورې کـکری دې خاورې اوپه وینو کې ولمبولي اوبیا دې د سلو کلونوپه لړ کې څه نامرده او بې ضمیره غله او متحجري توري څیرې په افغانانو واکمنې کړې او دادی د ۱۵ پیړۍ په درشل کې د کریملین او سپیني ماڼۍ حرفوي اوبشریت ضد شيطانان د نویو خونړیو لوبو او دخپلو استعماري نقشود پلي کیدو په لټه کې دي .
زما ټپي ، ټپي وطنه ګران افغانستانه !
۱۵ پیړۍ ۱۴۰۰ لمریزکال دې د بیلابیلو کورنیو او بهرنیو دوښمنانو د نابودی پېر اوسه . نیکمرغي، سوکالي او پرمختګ دې په نصیب شه . او کنه په زغرده ووایه چې :
آسمانه زر کوه را پریوزه ـــ په موږ قیامت دی چې په نورو قیامت شینه
اکبري ـ ۱۷/۳/۲۰۲۱

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button