څه ډول د ورځنيو کارونو په کولو کې پرمختګ وکړو؟

محمد آصف ” احمدزى “
بريالي کسان تل په دې هڅه کې وي، چې څنګه د ورځنيو کارونه په کولو کې پرمختګ وکړو.
کامياب کسان د ورځنيو کارونو د کولو پرمختګ غواړي او تل کوښښ کوي چې خپل کارونه په ښه پلان سره مخ پر وړاندې يوسي، همدارنګه د ښه پلان سره سره د خپلو ورځنيو کارونو په وړاندې مثبت فکر لري چې دا مثبت فکر بيا له دوى سره په خپلو کارونو کې مرسته کوي.
خو برعکس ناکام کسان بيا دا وړتياوې نه لري تل د ورځنيو کارونو په اړه منفي فکر کوي، چې دا ناسم فکر دوى د بريا لوري ته نه بلکې د ناکامۍ لوري ته سوق کوي.
که تاسې غواړى چې خپلو ورځنيو کارونو کې پرمختګ وکړئ نو مهرباني وکړئ لاندې کړنې مو په خپل ژوند کې پلي کړئ؛ کېداى شي لاندې موضوعګانې ستاسو په ورځنيو کارونو کې له تاسو سره مستندوى شي!
شخصيت جوړونه مو وکړئ!
په ټولنه کې ټول کسان شخصيت درلودونکي دي؛ بزګر، هټۍ وال، مټر چلوونکى، ډاکټر، ښوونکى … او داسې نور. البته له شخصيت جوړونې مو موخه دا ده: مونږ او تاسو بايد په ځان کار وکړو، د ښې زده کړې او مطالعې له لارې بايد ځانونه خپلو موخو ته ورسوو، ځکه مطالعه د انسان شخصيت جوړوي؛ د شخصيت جوړونې لپاره تر ټولو ښه او اغېزمن ملګرى کتاب دى.
نو راځئ د مطالعې او زده کړې له لارې په ځان کار وکړو او خپل شخصيت جوړونه وکړو!
که تاسې په شخصيت جوړونې باندې کار وکړئ، دا به له تاسو سره د ورځنيو کارونو په حل لاره کې مرسته وکړي، ځکه ستاسو شخصيت تاسو ته شهرت درکوي او وروسته دا شهرت تاسو ته د ښه کار کولو انرژي درکوي.
د کار په اړه مثبت فکر وکړئ!
((منفي فکر منفي انرژي درکوي او مثبت فکر مثبته انرژي))
د ښه پرمختګ لپاره بريالي کسان د کار له پيل نه مخکې مثبت فکر کوي. که تاسې غواړى چې خپلو ورځنيو کارونو کې پرمختګ وکړئ، نو د ورځنيو کارونو په اړه مو مثبت فکر ولرئ، ځکه مثبت فکر تاسو ته ښه ليد لورى ټاکي او تاسې لا د خپلو کارونو په وړاندې پياوړي کوي او دا پياوړتيا له تاسو سره د کارونو په ښه کولو کې مرسته کوي.
همدارنګه کوم کارونه چې تاسو په ورځني ژوند کې تر سره کړي، په هغو کارو باندې فکر وکړئ، کوم کارونه مو سم دي او کوم کارونه مو ناسم؛ په ښو کارونو باندې عمل او له ناسمو کارو څخه مو ځان وژغورئ.
د کار په اړه له نورو سره مشوره وکړئ!
کله چې کار پيل کوئ، غوره به دا وي چې د کار له پيل کولو مخکې د کار په اړه له کورنۍ يا ملګرو سره سلا ( مشوره) وکړئ. کېداى شي د ملګرو سلا ستاسو د ورځنيو کارو په پاره ګټوره تمام شي؛ کوم کار چې په مشورې سره پيل شي هغه کار هرو مرو بريالى کيږي.
تل د کارونو پر وړاندې ريښتيني اوسئ!
په کارونو کې ريښتيني اوسېدل تاسو ته د ښه کار کولو انګېزه درکوي.
که غواړى ورځني کارونو کې پرمختګ وکړئ ريښتيني اوسېدل غوره کړئ، که ريښتيني اوسېدل د تل لپاره غوره کړئ ستاسو ورځيني ټول کارونه به په ښه توګه پاى ته رسيږي او هيڅ کله به د ناهيلى احساس و نه کړئ.
ورځنى مهال وېش جوړ کړئ!
د ورځني مهال وېش جوړول خپلو مخو ته د رسېدو لپاره غوره او مناسبه لار ده.
تاسو یو ورځنی مهالویش جوړ کړئ، هغه څه چې کول یې غواړئ، هغه پکې ولیکئ او کوم کارونه چې کړي مو دي هغه هم پکې وليکئ.
همدارنګه خپلې موخې مو وټاکئ او خپل ورځنى مهالوېش مو داسې عملي کړئ، چې خپلو موخو ته مو ورو ورو، ور ورسوي.
نوټ:
که مو فکر په منفي موضوعاتو بوخت شو، کارونه مو منفي لوري ته او که مو فکر په مثبتو کارو بوخت شو، کارونه مو مثبتو لوري ته سوق کيږي.
لاس تر زنې کېناستل پکار نه دي، بلکې خپلو موخو ته ځان رسول پکار دي. د خپلو ورځنيو کارونو پر وړاندې لټي کول نه بلکې هڅه کول پکار دي، که چيرې هڅه ونه کړو هيڅ کله به خپلو اهدافو ته ونه رسيږو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button