څه چې زړه ته تاوان لري، مغزو ته هم ښه ندي – څیړنه

غفار کاکړ
د وینې لوړ فشار، شکر او چاقۍ په شان بیمارۍ چې په عمومي ډول زړه تهدیدوي د مغزو جوړښت هم تخریبوي او په اوږدمهال کې مغزي سکتې او د عقل کموالي لامل کیدلی شي.

د صحي مالوماتو پوهانو په یوې نوې څیړنې کې د مغز د جوړښت او د زړه او رګونو ستونزو تر منځ اړیکه وارزوله. په دغې څیړنې کې د ۴۴ څخه تر۷۹ پورې عمر لرونکو ۹۷۷۲ کسانو برخه اخیستې وه.

پوهانو وموندله چې د وینې لوړ کولسټرول پرته د سګرټ استعمال، د وینې لوړ فشار، د نبض لوړ فشار، شکر او چاقۍ په شان ستونزې په مغز کې غیر عادي بدلونونه رامنځ ته کوي چې بیلګه یې په هغو کسانو کې لیدل شوې چې عقلي زوال سره مخ دي.

د څيړنې نتایج ښيي چې د دغو عواملو له کبله د مغز هغه برخه ډیر تاوان ویني چې د ډیرو پیچلو مهارتونو په اړه د فکر کولو مسول دي. په هرې پیمانې چې یو کس له پورته یاد شوو عواملو څخه په خپل وجود کې ولري، همغومره به د یو ناسالم مغز خاوند وي.

د دغې څیړنې ارشد څیړونکی او د برتانیا د ایدنبورګ پوهنتون استاد “سایمون کاکس” د رویترز خبري آژانس ته ویلي چې هر څوک د خپل ورځني غذایي رژیم په ښه کولو، وزن کمولو، ورزش او تمرین زیاتولو او سګرټ نه څښلو سره کولی شي چې هم د خپل زړه او د وینو رګونو روغتیا وساتي او هم د الزایمر په شان مغزي بیماریو باندې د اخته کیدو مخه ونیسي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button