څنګه کولای شو صبر ولرو؟

لیکنه ـ ریاض مقامزی

په ټولنیز ژوند کې د صبر او زغم لرل خورا مهم دي. که موږ زغم او صبر ولرو خپله ذهني آرامي مو به ساتلې وي او چې ذهني سکون موجود وي نو انسان خپلې ټولې چارې په ښه شکل تنظیمولای شي. د صبر او زغم په اړه چې زه څومره مطالعه لرم، دا کوم څیز نه دی، چې و يې پيرو. بلکې د ځان د قانع کولو یوه تګلاره ده. که دغه تګلاره مو زده وي، نو کولای شو صابر اوسو.

په دې تګلاره کې د ضابر کېدو لومړنی شرط دا دی، چې خپل ځان وپېژنئ. ته په څه کې صبر کول غواړې. د لیکنې تر پایه به پر ټولو خواوو بحث وشي.

د ستونزو پر مهال صبر

ځينې وګړي د ستونزو پر مهال له بې صبرۍ سره مخ کېږي. ستونزې په رښتيا هم د انسان زغم له منځه وړي، خو څه کول په کار دي؟

د ستونزو پر مهال د الله “ج” یادونه او عبادت تاسو ته ډېره انرژي او صبر درکوي. نو که له ستونزو سره مخ یئ، غوره تګلاره همدا ده، چې خپل رب ته پناه یوسئ. خو دا په دې معنا نه ده، چې خپله هڅه به نه کوئ. کوښښ وکړئ د ستونزو د کچې او خنډونو پر ځای یې پر حللارو غور وکړئ. کله چې تاسو هره حل لاره پيدا کوئ، هغومره مو صبر او زغم ډېرېږي.

د قهر پر مهال صبر

د غوسې او قهر پر مهال د صبر او زغم لپاره ځينې تګلارې وړانديز شوي دي.

ـ له شیطانه پناه غوښتل (اعوذ بالله من الشیطن الرجيم …)

ـ د جنګ ځای پرېښودل.

ـ خپل حالت بدلول. که ناست وئ، پاڅېږئ او که ولاړ وئ کښېنئ.

ـ د اوبو څښل.

ـ څو ګامه منډه اخیستل.

ـ مقابل کس ته نه کتل.

د موخې په ترلاسه کولو کې صبر

ځينې نور خلک بیا د موخو ترلاسه کولو ته ډېره بېړه لري، چې په دې توګه یې زغم پای مومي او له یو ډول ذهني فشار سره مخ وي. په دې برخه کې هم مهمه خبره د خپل زړه او ذهن قانع کول دي. تاسو باید وتوانېږئ چې خپل ځان ته قناعت ورکړئ. “هر رقم چې زه غواړم هماغسې کېږي.”، “هر څه به سم شي.”، “الله “ج” مهربانه ذات دی.”، “لږ وخت نور پاتې” او … دې ته ورته نور هغه جملې دي، چې تاسو ته صبر او زغم درکولای شي.

په پرمختک کې صبر

په دې برخه کې هم اکثره خلک له بې صبرۍ سره مخ دي. خو دا چاره هم د حل کېدو وړ ده.

آیا تاسو چې پيدا شوئ، خبرې مو کولای شوې؟ په لاره تلل مو زده وو؟ خپله کورنۍ مو پېژندله؟

ځواب به مو حتما “نه” وي. نو همداسې پرمختګ هم وګڼئ. هر څه تدريجي پر مخ ځي. نن چې په کوم موقف کې یئ ممکن څه موده وروسته نه اوسئ. نو ولې تشویش کوئ؟

ددې ډول خلکو لپاره همدا جمله کافي ده، چې “هر څه کېږي خو پخيل وخت کې.”

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button