څنګه پوه شو چې پر قهوې روږدې یو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي

روغتیا پالان او څېړونکي وایي که قهوه په ټاکلې اندازه او مناسب ډول وکارول شي، یو بې خطره درمل دی خو په زیاته اندازه کارول یې ګڼ زیانونه درلودلی شي.

ځیني پر دې اند دي چې سهار وختي هېڅ شی هم د یوې پایلې قهوې په اندازه انرژي نه شي درکولي.

خو ایا پر بدن یې د منفي اغېزو په اړه هم خبر یاست؟

ایا پوهېږئ قهوه ولې انرژي درکوي او خوب مو تښتوي؟

د نورو درملو په څېر کافین هم ستاسو پر مغز اثر پرې باسي او ويښ مو ساتي.

کافین په نړۍ کې په ورځني ډول تر ټولو ډېره مصرفي غذایي ماده ده چې خلک یې د دماغي ستړیا د له منځه وړو لپاره کاروي، خو د فرانسې له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت بیا وایي چې کافین بیا یوه بې خطره غذایي ماده ده.

د کافین اصلي سرچینه د قهوې دانې دي، دغه غذایي ماده په چای، کاکو او ان په ځینو نوشابو لکه کوکاکولا او انرژۍ لرونکو نوشابو کې هم شتون لري.

څه پوه شو چې پر قهوې روږدي یو؟

هغه کسان چې پر قهوه روږدي وي، تل د ستړیا احساس کوي او روحیه یې ضعیفه ښکاري، د خوب پر وخت د کافینو د اړتیا احساس کوي، د مجبوریت له مخې نه د خوند اخیستو. د کافینو اثر یوازې تر ۶ ساعتونو پورې دوام کوي.

څېړونکي وایي که قهوه په ټاکلې اندازه او مناسب ډول وکارول شي یو بې خطره درمل دي، خو په زیاته اندازه کارول یې ګڼې ستونزې زېږوي.

له دې سره سره معده هم د زیاتې قهوې توان نه لري، که د ورځې درې ځله او یا هم له دې زیاته قهوه څښئ هڅه وکړئ په تدریجي ډول یې را کمه کړئ.

په منطقي ډول له قهوې ګټه اخیستل خپلې ګټې هم لري؛ څېړونکي وایي چې د قهوې څښل د لویې کولمو د سرطان، پارکینسون او ان د الزایمر ناروغیو مخه نیسي، د بډوډو ډبرې او سردرد لپاره ګټور څښاک دی.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button