څنګه بریالیتوب ته رسېدای شو؟

بریالی همت

د بریالیتوب یو ستر راز د انسان په وجود کې د بري د کسب انګېزه ده. په انساني وجود کې د کار او بري روحیه او انګېزه د هغه د فعالیتونو پر کیفیت او کمیت دواړو اغېز ښیندي. د بري هدف لنډمهالې ګټې نه، بلکې په شته وضعیت کې تحول او بدلون دی. بری هغه مهال ترلاسه کیږي، چې سړی په خپلو غوښتنو او اهدافو خبر وي.

موږاو تاسې هر یو غواړو، چې په خپلو فعالیتونو کې بریالی وو، خو نه پوهیږو، چې څنګه؟ یو مثال در کوم. په پوهنتون کې په یوه مشخص مضمون کې ازموینه ور کوم. زه مکلف یم، چې د موضوع اړوند مطالعه وکړم.

خپله مخینه وڅېړم او دا هم وګورم، چې په تېرو ازموینو کې مې د بري لپاره څه ډول چلند غوره کړی و؟ اوس څه وکړم؟ ایا دا وخت او هغه وخت سره متفاوت نه دي؟ هغه مېتود او اوسمهالي مېتودونه یو تربله د پرتلې وړ دي؟

په ګوته کړي اهداف د ترلاسه کېدو وړ دي؟ زه په داسې موقعیت کې یم، چې مشخص هدف ته پرې ورسیږم؟ ولې سره له دې، چې شپه او ورځ ریاضي لولم، بیا مې هم سر نه پرې خلاصیږي؟ لامل یې څه دی؟ دا څووم ځل دی، چې پانګونه کوم، خو هر ځل په کې زیان کوم؟ دا ټول خپل عوامل لري او د دغو عواملو تشخیص او حل موږ ته د بريالیتوب لار راښيي.

ډېرځله موږ فکر کوو، چې کاش د فلانکي غوندې کور مې درلودای! کاش یو نوی موډل موټر مې درلودای!. دا یوازې هیلې او ارماني خبرې دي. خو کله مو هم پر دې فکر کړی، چې څنګه کور واخلم او څنګه د موټر څښتن شم؟! زه فکر کوم که د هیلو پر عملي اړخ تمرکز وکړو، حصول به یې ممکن او حتمي وي.

د بریالیتوب لپاره تر ټولو مهم څیز عملي تصمیم دی. که تصمیم ونیسئ، چې نن باید ددفتر ۵۰ په سلو کې چارې ترسره کړئ، دا کار کولای شئ، خو که تصمیم مو یوازې پر خوله او کاغذ وي، خو عمل مو ضعیف، هدف ته نه رسیږئ. پوهان وايي، چې تاسې بریالیتوب خپل عادت و ګرځوئ.

له ځان سره دا فکر او ذهن وساتئ، چې په خپل فعالیت او عمل کې بریالي کیږئ. دغه روحیه او خوی تاسې ته د بریالي کار قوت او یوه مثبته انرژي در کوي. د بري څرنګوالی هم ډېر مهم دی. یو کس ته به دا ستر بری وي، چې خپل مدیر ترې خوشاله وي، یا ښه معاش واخلي، خو بل به د ادارې د تولیداتو ډېرېدل، یا شهرت بری وي. د بري د نوعیت تشخیص مهم دی.

په یوځل مه غواړئ، چې هدف ترلاسه کړئ، تدریجي کار وکړئ. لومړی له هغو خویونو کار واخلئ، چې د هدف په حصول کې درسره مرسته کوي، وروسته مو ټول خویونه پر همدې لور متمرکز کړئ. د تقدیر چارې پرځای، خو ژوند تاسې پخپله ترسیموئ.

پوهان وايي: « فعال پاتې کېدل، په ژوند کې د مسوولیت منل دي». که غواړئ مسوولانه ژوند وکړئ، د فرصتونو، موقعیتونو او وخت کارونې لپاره ځانونه فعال وښيئ. فعال خلک ځانونه له هر ډول شرایطو سره سموي، حتا شرایط د ځان په ګټه څرخوي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button