څرنګه پر ځان باور پیدا کړو؟

ژباړن حمیدالله تسل
هغه خلک چې پر خپل ځان پوره باور لري هغوی پر خپلو وړتیاوو باور لري، هر وخت خپل مهارت ښیي او ناوړه غوښتنو ته په ښکاره توګه نه وايي. دغه خلک په رواني توګه روغ دي او د ځان تر ځنګ نورو ته هم ارزښت ورکوي.
د پوهنتون استاد ډاکټر کیهان نیا چې د (مشاوره خانواده) لیکوال دی لیکي: د دې لپاره چې پر خپل ځان بایللی باور بیا ترلاسه کړئ، لومړی خپلې وړتیاوې وپېژنئ او په لازم وخت کې يې څرګندې کړئ.
خپل ځان په مثبت فکر کولو سره وپېژنئ!
پر خپل ځان مو باور زیات او بدبیني کمه کړئ. تاسې به ځلونو د یو چا په مقابل کې خپل فکر نه وي بیان کړی او د هغو په کړنو به د نقد کولو زړه نه‌لرئ، له همدې امله به تل له خپل ځان سره په کشمکش کې وئ.
هغه خلک چې د خپل فکر د څرګندولو لپاره پر ځان پوره باور نه لري مختلف عوامل لري، چې پیل يې د ځان کم ګڼل او پر ځان بې باوري ده. دغه خلک د ژوند له ښو کامیابیو استفاده نه‌شي کولی او په ژوند کې يې خپل مسوولیت نه دی پېژندلی. پر عادي ډول دغه خلک د نه ویلو توان نه لري؛ یعنې د ناوړه پېښو په مقابل کې ځواب نه‌شي ویلی او که له ناوړه کړنو سره مخ شي سترګې ترې پټوي. له همدې امله پر ځان غوسه کوي، چې څنګه مې د ناوړه کړنو ځواب ورنکړ او د هغه په مخ کې کم راغلم. دغه خلک تل د کمزورتیا، ضعف او ستړیا خبرې کوي او ځان نالایقه او کمزوری انځوروي. دغه خلکو ته ستره کوتنیونه داده چې له خپلو وړتیاوو څخه استفاده نه کوي، په عادي توګه په کم څه قانع کېږي.
برعکس هغه خلک چې پر خپل ځان پوره باور لري پر خپلو وړتیاوو ولاړ دي، په هر حال کې خپله وړتیا ښیي. د نامعقوله غوښتنو په مقابل کې په قاطع توګه نه وایي. دغه خلک په رواني توګه روغ دي او د ځان سربېره نورو ته هم ارزښت ورکوي. داسې خلک هم شته چې دروغجن غرور لري او مخ يې پر نقاب پوښلی وي، ترڅو خلک د ده پر ځان له بې باورۍ خبر نه‌شي. د نورو ذهنونو د اړولو لپاره کېدای ځینې کارونه هم وکړي؛ خو باید پوه شي چې دا یو نقاب دی؛ دوی په واقعي بحران کې بیا د مدیریت توان نه لري. دغه خلک د ناوړه پېښو پر وخت له سترس او اضطراب سره مخ کېږي او پرېکړه نه‌شي کولي.
د دې لپاره چې پر ځان بایللی باور بیا ترلاسه کړئ، لومړی باید خپلې وړتیاوې په ګوته کړئ او په لازمو ځایونو کې ښکاره کړئ.
خپل شخصیت باید په مثبت فکر سره وپېژنئ.
پر ځان مو باید باور زیات او بې باوري کمه کړئ. که په چا کې دغه حالات ښکاره شي پر ځان د باور او قوي کېدو حس پیدا کوي؛ ترڅو وکولی شي په یو ډول >خپل خر له اوبو پورې باسي< دغه خلک له نورو سره مینه کوي، په خبرو او عمل کې ښایسته خاطرې پرېږدي، د سختیو په مقابل کې سپر کېږي او د خپل درون د پیاوړتیا لپاره په لوړو او ژورو تېرېږي.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button