څرنګه د خاموشۍ په وسیله خلک حیران کړو؟

ځينې خلک په طبعي ډول خاموشه وي، دا نيکمرغه خلک دي، دوې د خاموشۍ په قوت پوهيږي او دوې په خاموشۍ کې ځان ارام احساس کوي.ډيری زمونږه نه بايد خاموشي زده کړي، خاموشه خلک فکر کوي، خلک بايد دوې درک کړي ددوې په ارزښت پوه شي ، چې دوې هم يو څوک دي،ددې پايله دا شي چې دوې خبرې شروع کړي او دومره خبرې وکړي چې هغومره نه وي پکار،دا چې الله تعالی مونږ ته ژبه او مغز دواړه راکړي، دا معنا چې مونږ کله بايد مونږ خبرې وکړو او کله نه ، حتا خبرې بايد د ضرورت نه هم کمې وشي،خاموشي د انسان د ارامتيا سبب ګرځي، خاموشه اوسئ خلکو ته دا اجازه مه ورکوی چې ډير زر ستاسې په اړه پوه شي، پريږدې چې خلک ستاسې په اړه فکر وکړي،دا تاسې ته دا ګټه رسوي چې خلک ستاسې په اړه ډير فکر وکړي، دې سره ستاسې ارزښت زياتيږي، په ژوندې کې خپلو موخو پسې لاړ شئ، کوشش مه کوئ چې د ډيرو خبرو په واسطه خلکو ته ځان ثابت کړ، پريږدې چې ستاسې کړنې هغوې ته تاسې وښايې.په خاموشۍ سره خلک تاسو ته کم ضرر رسولی شي. نور لاملونه هم شته چې ولې بايد تاسې خاموشه اوسئ چې ځينې مهم يې په لاندې ډول دي.
1. د خاموشۍ په واسطه تاسې د خلکو پاملرنه ځان ته اړولی شی : په ټولګيو يا هغه ځايونو کې چې يوه ډله خلک خبرې کوي، تاسو به ليدلي وي هغه خلک چې خاموشه وي څومره دخلکو پاملرنه ي ځان ته اړولي وي، کله چې ښوونکی خبرې کوي دخلکو پاملرنه هغومره نه وي کله چې خبرې ودروي ناڅاپه ټول فکر کوي چې څه وشو، په روزانه ژوند کې هم همداسې ده، په خاموشۍ سره مونږ د خلکو پاملرنه ځان ته اړولی شو.
2. خاموشي هم کيداشي يو ځواب وي :
خاموشي د ډير وضاحت مخه نيسي ، کله چې څوک منفي غږيږي، ددوې په ځواب کې پرته له دې نه چې مونږ داسې الفاظ وکاروو او بيا وروسته پرې پښيمانه يو، خاموشي يې يو ښه ځواب دي. کله چې څوک څه وايې او مونږ ورسره موافق نه يو، د خاموشۍ په واسطه مونږ هغې ته يو قوي پيغام ليږي چې زه درسه موافق نه يم.
3. خاموشي په حقيقت کې غير شفاهي خبرې دي : تر ډيره زمونږ غير شفاهي(پرته د خولې) خبرې د شفاهي (خولې ) خبرو په نسبت قوي دي. چې په غير شفاهي خبرو کې د بدن حرکات ، د سترګو مخامخ کول ، احساسات او نور شامل دي چې دا د شفاهي خبرو په نسبت ډير تاثير لري. څوک چې څه نه وايې هغه ډير څه وايې،خو هر څوک نه پرې پوهيږي.
4. خاموشي ستاسې مهرباني خلکو سره ښايې : کله چې څوک په يوې ستونزې کې راګير وي، پرته له دې نه چې مونږ ډيرې خبرې وکړو، د هغوې خبرې اورو ، دې سره هغوې فکر کوي چې مونږ ته هغوې ډير ارزښت لري.
5. په خاموش سره تاسو خلک لوستی شی : په خاموشۍ سره تاسو د نورو خلکو ارزونه ښه کولای شی، چې دوې څه وايې ، کوم ټکي يې غښتلي وې او کومې کمزورې، دا خپله يو ښه مهارت دی چې تاسو يې زده کوی.
6. خاموشۍ سره تاسو يو ښه غوږ نيونکې جوړيږې : په ټوله کې خلک دا خوښوي چې نور خلک يې خبرو ته غوږ ونيسي ، دې سره د خلکو مينه له تاسې سره پيداکيږي، تاسو سره ډير خبرې کوي، او خلک له تاسې نه ډير متاثره کيږي. خاموشي تاسو ته دا زمينه برابروي چې تاسو فکر وکړې چې ورپسې بايد څه ووايم.

پايله :خوله يواځې هغه وخت خلاصه کړې چې کله تاسې پوه شې ستاسې د خاموشۍ نه ستاسې خبرې کول غوره دي، هيڅکله داسې فکر ونه کړې چې په لوړ غږ خبرې کول د خاموشۍ نه قوي دي، که خبرې کول سپين زر دي، بيا نو خاموشي زر دي. د خبرو او پوهې ترمنځ غير مستقيمه اړيکه شتون يعنې څومر چې پوهه زياتيږي خبرې کول کميږي ، بريالي خلک دوه شيان په خوله لري : موسکا او يا هم خاموشي.

قدرت الله حبیب

ايا تاسې هم ډيرې خبرې کوئ؟

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button