ځوان نسل او د طالېبېزم ضد ایډیالوژي

نویداحمد څرک

د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره یو ځای طالبان کاذب غرور احساس کوي چې ګنې بهرني ځواکونو ته یې ماتې ورکړه او اوس به کابل او ولایتونه په زور ونیسي او یو ځل بیا به د پاکستان حکومت په افغانستان کې رامنځ ته کړي.

طالبان دې هم نه غره کیږي چې ګنې بهرني ځواکونه ووتل، دوی به بیا ولایتونه ونیسي، اوس یو بل نسل شته چې دې وطن ته تعهد لري او طالبانو ته ماتې ورکولی شي.

پر همدې موضوع باندې د جمعې په ورځ د جنرال داوود داوود په لسم تلین کې د ملي وحدت ګوند مشر محمد محقق تفصیلي خبرې وکړې او طالبانو ته یې ور یاده کړه چې هیڅکله به افغانانو په زور تسلیم نه کړي.

محمد محقق وویل (( موږ د جګړې شعار نه لرو، د سولې لپاره چمتووالی لرو، تکراري مو ویلي چې مقابل لوری هیڅ سولې ته لیوالتیا نه لري، موږ له نړیوالو غواړو چې د طالبانو په نرمه لهجه او څېره باندې تیر نه وځي، نړیوال هم د دې ملاتړي دي چې افغانستان بیا د ترهګرو په ځاله بدل نه شي، موږ هم ولاړ یو چې نباید بیا افغانستان د ترهګرو په ځاله بدل شي، موږ سولې او جګړې دواړو ته چمتووالی لرو.)

محقق ویلي دا چې تیرو دوه کلونو کې وضعیت یو څه خرابیدو خواته لاړ، موږ هم لږ لږ چمتووالی نیولی دي، د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره به څنګ په څنګ جګړه کوو، د اسلامي جمهوریت دفاع به کوو. خدای دې وکړي چې بیا جګړه و نه شي، لومړی تمرکز مو په سوله دی.

ټَول افغانان د سولې خبرو ته په تمه دي چې څه پایله ورکوي، تراوسه طالبانو د سولې خبرې رد کړي هم نه دي او د سولې مخامخ خبرو کې پرمختګونو ته هم چمتو نه دي، ځکه طالبان داسې انګیري چې هر څه دې د دوی په خوښه ومنل شي چې سوله وشي او هغه ډول طالبان یې غواړي، هیڅکله یې ورسره افغانان نه مني.

د سولې خبرې د یو بل منل دي، د یو څه د لاس ته راوړلو لپاره به یو څه له لاسه ورکوې، هغه مهال سوله کیږي، سوله په یو اړخیز بحث باندې نه کیږي، افغانان اوس د شل کلونو مخکې افغانان نه دي چې طالبانو په د ډانګیو په زور لاندې لارې ته راوړل، اوس افغانانو ولسواکي ولیده، جمهوریت یې ولید.

د طالبانو زیات شمېر منځلارې مشران هم دا مني چې د زور له لارې واک ته نه شي رسیدلی، خو په جګړه مجبور دي، ځکه چې باداران یې ورته امکانات او پيسې د جګړې لپاره ورکوي او د سولې لپاره ورسره یو قدم هم مخکې نه ځي.

د اوسني وضعیت یواځینۍ حل لار سوله ده او که طالبان شل ځلې هم په ولایتونو بریدونو وکړي او سختې جګړې وکړي، پرته له مرګ ژوبلې او ویجاړۍ بل څه لاس ته نه شي راوړلی.

افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو وښوده چې پياوړي دي او د طالبانو هر ډول بریدونو ځواب ویلی شي، افغانستان تراوسه یواځې بهرنیانو نه ساته چې ګنې د بهرنیو ځواکونو له وتلو سره به طالبان واکمن شي، تیرو شپږ کلونو کې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ځانګړي عملیات کړي چې پایله یې هم طالبانو لیدلې او هم افغانانو او نړیوالو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button