پینځم نمبر: لنډه کيسه

لیکوال: عبدالرحمن وقار

تلیفون وشرنګېد…
ریئس د خړ واسکټ جېب ته لاس کړ.
په ورو، ورو قدمونو د راټول شويو خلکو، له ځای څخه ووت.
ګوښې ته شو…
د تلیفون تورې ښیښې، ته یې وکتل.
ورو یې شونډې سره وخوځیدې،
تلیفون یې غوږ، ته نږدې کړ.
په موسکا یې وويل:
– السلام علیکم، څنګه یې ملک صېب؟
د تلیفون غږ، لوړ وو، مقابل لوري په خندینه لهجه وویل:
– ريئسه، خبر شوم چې له مرستو سره، کلي ته راغلي یې.
پام چې هېر، دې نه شم،
کوچني ماشوم، زوی مې درلېږلی.
ډېر پام، په پرې کوۀ.
د يو په ځای دوه ورکړه، مزدورانو ته دې ووایه، چې تر کوره یې ورسره ورسوي.

ريئس په ساه نیولي، او بنده بنده ژبه وويل:
– خو، خو ملک صېب؛ د مرستو څار او لېست ډېر جدي څارل کېږي. او….

د رئيس خبرې په نیمه کې پرې شوې.

مقابل لوري په، خشکه ځواب ورکړ.
-خو، خو پرېږده، څه مې چې درته وويل؛ هغه وکه، نور خلک او کلیوال له ما ښه نه دي. په دې کې څه؛ یو دوه کورنۍ دې نهارې کېنئ،
او بله مهمه خبره، پوهېږي خو چې صحي تاريخ نه لري، ثبوتونه دي راسره شته، دوهمه ورځ به دې؛ د دغو کلیوالو په ملتيا په خپل کور کېنووم،

د رئيس رنګ سور شو، د خواست په ژبه یې وویل:
– نه، نه داسې کار ونه کړئ، زه خپل هڅه کووم.

د تلیفون اړېکه، پرې شوه.
رئيس په مړو قدمونو د خلکو هغې
ډلې ته ور روان شو،تر چې د مرستو د ترلاسه کولو په طعمه ناست وو.

رئيس په لوړ غږ وویل:- اجمله، دې خوا راشۀ.

ځوان په ګړندیو قدمونو د رئيس خواته راغي، په ورو یې وويل:

هه صېب؛ څه دې ویل؟
رئيس وویل: هغه په لاس کې دې، تور لاسي بکس راکړۀ.

ولاړ ځوان په چټکي، سره رئيس ته بکس ورکړ.

د بکس ځنځیر کش شو، د ګوتې په شمار پاڼې یې ترې را واخېسي، څو پاڼې یې سره واړولې.
رئيس سر پورته کړ، په ورو یې وویل:
-ټول کلي څو کوره ده؟
ولاړ ځوان ځواب ورکړ:
صېب؛ موږ خو په لېست کې ټول، اوویشت کورونه لیکلي دي.

رئيس په لاس کې، ورسره پاڼو ته په ښه ځیر یو ځل بیا وکتل:
په دوو لیکو یې سور خط، کش کړ.

شېبه وروسته؛ رئيس د ناستو خلکو، په لور روان شو.

ورو یې وویل:
– ټول منظم ودرېږئ، د هر چا نوم چې واخېستل شو، هغه دې خپله برخه اخلي، او ځئ دي.

لومړي د کلي د ملک صېب؛ نوم واخېستل شو.

او همداسې ځنډ، وروسته د‌نورو کلیوالو…

ناڅاپه یو، غږ وشو.
-رئیس صېب؛ يوه شېبه ودرېږه.

شاو خوا اوولس کلن هلک وو، را نږدې شو، په مخ یې خړ ګردونه پراته وو، له څېرې او خبرو ادب ناک او اخلاقي ښکارېده.

په ورو او ساه نېولي غږ یې وویل: -صېب؛ ما خو په پاڼه کې پینځم نمبر نوم لیکلی وو، خو اوس مې چا نوم، نوم وانه اخېست.

رئيس پورته شو، تندی یې ګونځې پیدا کړي، هلک ته يې په ځیر ځیر وکتل، ورو یې وويل:

موږ خپل مسؤلیت آداب کړ، څه چې راته سپارل شوې وو، تاسو او کلیوالو ته مو وسپارل، نور زموږ کار نه ده.

يو ځل بیا تلیفون وشرنګېد، د رئيس تندی تريو شو، په ورو یې وویل:

– سلام صېبه؛ څه مو چې راته ویلي وو، ومې کړل، کوچني ماشوم دې رالېږلي وو،‌چا ولاکه خبره نه شوه ورسره کولي، ډېر چالاکه وو، په خدای!!
ځواب یې، وانه ورېده

د تلیفون اړېکه پرېکړه شوه،د رئيس تندی تريو شو.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button