پیاز او د هغه روغتیایي ګټې

ژباړه او زیاتونه : عطا محمد میاخېل

پیاز چې علمي نوم یې Allium Cepa، پاڼې یې استوانه یې شکله او منځ خالي دي، ګلان یې سپین او د چتر په بڼه د پاڼې په وروستۍ برخه کې لیدل کېږي .
پیاز د ډېرو لرغونو سابو له ډلې څخه یوه سابه ده، چې بشر ترې ګټه اخلي. دا سابه نه یوازې د خوړو خوند ښه کوي، بلکې خوړل یې د انسان روغتیا ته هم ډېره ګټه رسوي .
پیاز بېلا بېل ډولونه لري لکه : سپین پیاز، ژېړ پیاز، سور او داسې نور …
اوس مهال پیاز د نړۍ په ټولو سیمو کې کرل کېږي، خو ویل کېږي، چې اصلي سرچینه یې افغانستان دی او له دې ځایه یې د نړۍ نورو سیمو ته لاره پیدا کړې ده .
پیاز له میلاد څخه مخکې هم شتون درلوده، د مصر او کلدې خلکو له هغه څخه په خپلو خوړو کې ګټه اخیستله، په ځانګړې توګه د مصر په مذهبي مراسمو کې هم له پیازو څخه ګټه اخیستل کېده، یونیانو او رومیانو هم پیاز پېژانده او د خوړو په توګه یې ترې ګټه اخیسته.
پیاز د مکروب ضد خواړه دي. د خوړو په هضم په ځانګړي ډول د نشایسته یي موادو په هضم کې ډېر رول لري، خو په دې شرط، چې اومه وخوړل شي. په وریجو کې یوه ماده شته، چې د B ویټامینونه له منځه وړي او په پیازو کې یوه داسې ماده شته، چې د وریجو د مادې ضد ده، نو که له وریجو سره اومه پیاز وخوړل شي، نو د بدن ویټامینونه به له منځه لاړ نه شي . پیاز پیاوړي کوونکي خواړه دي. اشتها ډېروي، نو هغو کوچنیانو ته یې د ورکړې ډېره اړتیا وي، چې وده یې ځنډنۍ وي .
پیاز د هاضمې جهاز او تنفسي لارې ضد عفوني کوي، نو په نس ناستې او زکام د اخته کېدلو مخنیوي کوي . پیاز متیازې ډېروي او د B،A او C ویټامینونه لري .
د ډاکټرانو له لید لوري پیاز ډېرې ګټې لري، چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي :
۱ ـــ پیاز د سرطان ناروغۍ مخنیوی کوي .
۲ ـــ هغه کسان چې د شکرې په ناروغۍ اخته دي، نو په خپل خوړنیز پروګرام کې دې پیازو ته ځای ورکړي .
۳ ـــ هغه کسان چې تبه لري، نو تود پیاز دې په خپله خېټه باندې کېږدي، کله چې سوړ شو، نو بېرته دې ترې لرې کړي .
۴ ـــ پیاز د وینې د لخته کېدو مخنیوی کوي، پایله دا چې د زړه د خطرناکو ناروغیو له پاره ګټور دی .
۵ ـــ پیاز غاښونه کلکوي او هډوکي له نرمېدو څخه ژغوري .
۶ ـــ په پیازو کې پوتاشیم شتون لري، نو له همدې کبله زړه پیاوړی کوي .
۷ ـــ د پیازو خوړل د جذام له ناروغۍ څخه مخنیوی کوي .
۸ ـــ پیاز د فاسفورس د لرلو له کبله فکري کارونه آسانه کوي .
۹ ـــ پیاز د کم وده ماشومانو او کمزورو سپین ږیزو له پاره ګټور دی .
۱۰ ـــ پیاز اورۍ پیاوړې کوي او څېره روښانه کوي .
۱۱ د منون په نامه یوه هندي ډاکټر د انګلستان په نیوکاسل پوهنتون کې د خپلو دوه کلنو څېړنو په پایله کې څرګنده کړه، چې خام، پوخ او یا هم سور شوی پیاز په رګونو کې د وینې د پرڼ کېدو مخه نیسي او دغه راز د زړه او مغزي سکتې مخنیوی کوي .
۱۲ ـــ پیاز د وینې غوړ را کموي .
۱۳ پیاز د دې توان لري، چې د معدې د سرطان خطر را کم کړي .
۱۴ ـــ پاخه شوي پیاز د روحي او رواني فشارونو له پاره ګټور دي .
۱۵ که چېرې د پیازو په اوبو د کاغذ پرمخه یوڅه ولیکئ، نو نه ښکاري، خو کله چې تودوخه ورکړئ، نو هغه کلمې به ووینئ کومې چې مخکې له تودوخې ورکولو څخه مو لیکلې وې .
۱۶ ـــ د پیازو اوبه د غاښ درد له پاره ډېرې ګټورې دي . د درد، د له منځه وړلو له پاره باید د پیازو لږ اوبه پر خپل غاښ تویې کړئ او د یوې شېبې له پاره یې وساتئ، کولای شئ، دا کړنه د پنبې په وسیله ترسره کړئ .
۱۷ ـــ د ورځې له مخې د خام پیاز خوړل ستاسو ستړیا له منځه وړي او ماغزو ته مو آرامتیا وربښي .
۱۸ ـــ پیاز د بډوډي تیږه کوچنۍ کوي .
۱۹ ـــ د پیاز تخم ګرم او وچ دی او د جنسي ځواک د پیاوړتیا له پاره کارول کېږي .
۲۰ ـــ که چېرې غواړئ، چې د غوږونو دروند والی ونه لرئ، نو د پیازو د اوبو څو څاڅکي په خپل غوږ وڅڅوئ، نو دا ستونزه به مو حل شي .

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button