پیاز؛ د ویښتانو په شمول څو شیانو ته ګټور درمل


لیکنه: ملیحه ناصري
  • د کالیو لکه: کله مو چې سپین یا سپین بخونده کالي لکه شول او خاپ یې نه تلو, پیاز سپین کړئ, دوې ټوټې یې کړئ, پر خاپ شوي ځای یې وموښئ, بیا یې پاک ومینځئ, لکه یې ځي.

  • ځوانکۍ: که چېرې تل مو پوستکي باندې ځوانکۍ/ بخار راخېژي, پیاز وړوکی وړوکی ووړ یا له تراشکه وباسئ, د ماسک غوندې یې پر مخ کېږدئ, دا کار تکرار کړئ, ځوانکۍ ورکوي.

  • پر پوستکي لکه:  کله چې انسان چاغ/ څورب وي او بیا ډنګر شي پر ورون, نس شاوخوا یې کرښې پیدا کېږي, دغه لکه په پیاز ورکېدلی شي. پیاز دوې برخې کړئ, یوه برخه یې راواخلئ پر همغه لکه شوي ځای یې وموښئ چې په اوبو یې لوند شي. او بیا یې په پاکه تکه وچ کړئ, دا کار څو ځلي تکرار کړئ, لکې ورکېږي.

  • زخم/ ټپ: کله مو چې لاس یا پښه په تېره شي پرې شوه, د میکروب مخنیوي, ژر جوړېدا او وینې کمېدو لپاره لږ پیاز راواخلئ پرې ویې موښئ.

  • د مېږیو ورکولو لپاره:  که چېرې هغه ځای ته مېږیو لاره موندلې وي چې تاسو خواږه پکې ږدئ, نو پیاز ووړ او په یوه قاب کې یې هملته کېږدئ, مېږي لار بدلوي.

  • له سترګو د بهرني شي را ایستلو لپاره: که مو سترګه کې باڼه یا بل هر څیز ولوېد او ایستلی مو نشوی, پیاز بوی کړئ, سترګې مو اوښکې کوي, هماغه بهرنی څیز رابهر کوي.

  • د ویښتو تویېدلو لپاره: که چېرې ویښتان مو موټی- موټی راوځي, اسانه لاره دا ده چې د څو دانو پیازونو پوستکي راټول او ویې اېشوئ. چې کله مو اوبو کې ښه جوش کړل, اوبه سړې کړئ, له جالۍ یې وباسئ, د ښیښه پاکولو د سپرې په پاک کوتي کې یې واچوئ, دا اوبه مو د ویښتانو ریښو ته ورسپرې کوئ او بیا ماساژ کړئ. د دې کار په تکرارولو سره مو ویښته نور نه تویېږي.

یادونه:  کله مو چې پیاز وړاوه, سترګو مو ډېرې اوښکې کولې, نیم لېمو واخلئ, پر چاړه او تخته یې وموښئ بیا پیاز ووړ کړئ.

نور ښکاره کړئ

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

دا هم ولولی
Close
Back to top button